افغانستان
2 د لوستلو دقیقې
د افغانستان په وروستیو زلزلو کې په سلګونو ماشومانو خپل ټول والدین د لاسه ورکړي او بې سرپرسته پاتي دي
د ځایي رسنیو د پنجشنبې د راپور له مخې،  یوې قوي زلزلې چې د تېرې میاشتې په وروستیو کې ختیځ افغانستان ولړزاوه، سلګونه ماشومان یې یتیمان کړي دي.
د افغانستان په وروستیو زلزلو کې په سلګونو ماشومانو خپل ټول والدین د لاسه ورکړي او بې سرپرسته پاتي دي
/ Reuters

د افغانستان په وروستیو زلزلو کې په سلګونو تنو ماشومانو خپل ټول والدین د لاسه ورکړي او بې سرپرسته پاتې شوي دي.

په افغانستان کې زورورې زلزلې زرګونه کسان ووژل او ۶۰۰ ماشومان یې یتیمان کړل، او په کونړ ولایت کې کورنۍ له ویجاړۍ سره مخ شوې.

د ځایي رسنیو د پنجشنبې د راپور له مخې،  یوې قوي زلزلې چې د تېرې میاشتې په وروستیو کې ختیځ افغانستان ولړزاوه، سلګونه ماشومان یې یتیمان کړي دي.

د کونړ ولایت چارواکو، چې د زلزلې تر ټولو ډېره ځپل شوې سیمه ده، راپور ورکړی چې د ۶.۰ ریښتر درجې زلزلې له امله تر ۶۰۰ زیات ماشومان یتیمان شوي دي، چې له امله یې د ۲۲۰۰ څخه ډېر کسانو ژوند له لاسه ورکړی.

د ولایت د شهیدانو او معلولینو د ریاست په وینا، شاوخوا ۲۰۰ کورنۍ د سرپرست پرته پاتې شوې دي چې له کبله یې نږدې ۶۰۰ ماشومان له نامعلوم راتلونکي سره مخ دي.

ختیځ افغانستان د اګست په ۳۱مه د یوې زلزلې ښکار شو، چې له امله یې له ۲۲۰۰ زیات کسان وژل شوي او شاوخوا ۴۰۰۰ نور ټپیان شوي دي، او د کونړ ولایت یې سخت ځپلی دی.

وژونکې زلزلې

د سپټمبر په لومړیو کې د پرله ‌پسې ټکانونه، چې یوه یې د ۶.۲ ریښتر درجې په کچه وه، د ژغورنې هڅې ستونزمنې کړې، د ځمکې ښویېدنې یې رامنځته کړې او ګڼو لېرې پرتو ولسوالیو ته د تګ لاره یې بنده کړه.

د مرستو عملیات لا هم د خرابو بنسټیزو تاسیساتو او اقتصادي ستونزو له امله ټکني دي، په داسې حال کې چې د مرستو بنسټونه د عاجلې نړیوالې مرستې او اوږدمهاله زلزلې چمتووالي غوښتنه کوي.

افغانستان په تېره لسیزه کې د ویجاړوونکو زلزلو ښکار شوی دی، چې له ۲۰۱۵ کال راهیسې د نازکو ولایتونو په کچه د ۵۰۰۰ څخه ډيري مړینې ثبت شوې دي.

په جون ۲۰۲۲ کال کې د ۶.۱ ریښتر درجې زلزلې د هېواد ختیځې برخې، په ځانګړي ډول ننګرهار وځپه، چې له امله یې تر ۱۰۰۰ زیات کسان ووژل شول او زرګونه نور په لېرې پرتو سیمو کې ټپیان شول.  

د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر کې لوېدیځ هرات ولایت د ۶.۳ ریښتر درجې زلزلې وځپه، چې له امله یې تر ۱۴۰۰ ډېر کسان مړه شول او کورونو ته پراخ زیانونه واوښتل.

په ۲۰۲۳ کې په کونړ او ننګرهار کې وړو وړو زلزلو لږ تلفات اړولي، خو د خلکو اندېښنې یې د نورو مرګونو زلزلو په اړه زیاتې کړې.

وپلټۍ
فیدان: د جولای ۱۵مې وښودله چې د تورکیې ملي اراده به هیڅکله د "استبدادي ځواکونو" په وړاندې تسلیم نشي
اوکراین پر سوداګریزو کښتیو  د روسیې په بریدونو کې د  ۳ تنو د وژل کیدو نه خبر ورکړی دی.
ایران په اردن کې د امریکا پر اډو د ډرون الوتکو پراخ بریدونه کړي
ولسمشر اردوغان : د جولای ۱۵ مه یوازې د یوې خاینانه کودتا شنډول نه وو بلکې د ډیموکراسۍ ستره بریا ده
د دفاعي صنعت په برخه کې د ګولن ترهګریز سازمان سبوتاژونه، حیاتي پروژې او په تېرو ۱۰ کلونو کې  وده
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د جولای د ۱۵مې په شپه رامنځته شوې پېښې، د کودتا د هڅې مهم پړاوونه او د ملت حماسي مقاومت
روسیه ادعا کوي چې د اوکرایني ډرون ددې هیواد د تیلو په چاڼځای برید کړی
د کودتا پرېکړه د ۲۰۱۵ کال د نوامبر د لومړۍ نېټې له ټاکنو وروسته شوې وه.
متحده عربي امارات وايي ایران د دوې دوله د تیلو ټانکر کښتۍ ویشتلي دي خو ایران دا ادعا رد کړې
د تورکیې ولسمشر اردوغان د پاکستان د دفاعي ځواکونو او ځمکني پوځ مشر جنرال منیر سره وکتل
فیدان په پاریس کې د اوکراین په اړه غونډه کې ګډون وکړ؛ ایتلاف د پایداره سولې د هڅو ژمنه وکړه
د برازیل ولسمشر لولا دا سیلوا پر ټرمپ د «سمندري غلا» تور پورې کړ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د جولای د ۱۵مې له ناوړه کودتا څخه ۱۰ کاله تېر شول.