اقتصاد
4 د لوستلو دقیقې
تورکیه به په ۲۰۲۶ کال کې د پاکستان په پنځو ساحو کې د تېلو او ګازو استخراج پیل کړي
د دواړو هېوادونو ترمنځ لاسلیک شوي تړونونه د تورکیې TPAO شرکت ته د پاکستان په پنځو ساحو کې د استخراج حق ورکوي، چې دا کار له راتلونکي کال څخه د سیسمیک سروې ګانو، برمه کارۍ، او د انرژۍ او کانونو په برخه کې د پراخې همکارۍ لپاره لاره هواروي.
تورکیه به په ۲۰۲۶ کال کې د پاکستان په پنځو ساحو کې د تېلو او ګازو استخراج پیل کړي
تورکیه به په ۲۰۲۶ کال کې د پاکستان په پنځو ساحو کې د تېلو او ګازو استخراج پیل کړي / AA
3 دسمبر 2025

تورکیه به په ۲۰۲۶ کال کې د پاکستان په پنځو ساحو کې د تېلو او ګازو استخراج پیل کړي

د دواړو هېوادونو ترمنځ لاسلیک شوي تړونونه د تورکیې TPAO شرکت ته د پاکستان په پنځو ساحو کې د استخراج حق ورکوي، چې دا کار له راتلونکي کال څخه د سیسمیک سروې ګانو، برمه کارۍ، او د انرژۍ او کانونو په برخه کې د پراخې همکارۍ لپاره لاره هواروي.
د تورکیې د انرژۍ او طبیعي سرچینو وزیر الپ ارسلان بیرقدار په اسلام اباد کې د لوړې کچې غونډو پر مهال اعلان وکړ چې تورکیه به په ۲۰۲۶ کال کې د پاکستان په دریو سمندري او دوو ځمکنیو ساحو کې د تېلو او طبیعي ګازو استخراج پیل کړي.

بیرقدار د سې شنبې په ورځ د لومړي وزیر په دفتر کې د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره وکتل، او د پټرولیم له وزیر علي پرویز ملک او د برېښنا لپاره د انرژۍ له وزیر سردار اویس احمد خان لغاري سره یې جلا خبرې وکړې.

له غونډو وروسته، د تورکیې ملي تېلو شرکت (TPAO) د هېواد په پنځو بلاکونو کې د هایدروکاربن استخراج او تولید تړونونه له شپږو پاکستاني شرکتونو — مري انرژي، فاطمه، OGDCL، PPL، پرایم او GHPL — سره لاسلیک کړل.

د لاسلیک له مراسمو وروسته په خبرو کې،بیرقداروویل چې دا تړونونه د انقرې او اسلام اباد ترمنځ د انرژۍ او کانونو د همکارۍ په پراخولو کې یو "مهم ګام" دی.

هغه وویل: "تورکیې په وروستیو کلونو کې د تېلو او طبیعي ګازو په استخراج کې پیاوړې وړتیاوې ترلاسه کړي دي. له دې نویو شراکتونو سره، د تورکیې د تیلو ملي شرکت  اوس په پاکستان کې په دریو سمندري او دوو ځمکنیو ساحو کې جوازونه لري."

بیرقدار تایید کړه چې تورکیه به لږ تر لږه په یوه سمندري بلاک کې د چلونکي (آپریټر) په توګه کار وکړي او په ۲۰۲۶ کال کې به د پاکستان اوبو ته د سیسمیک څېړنې کښتۍ واستول شي.

هغه وویل: "موږ دلته د امکاناتو په اړه ډېر هیله من یو. زموږ موخه دا ده چې راتلونکی کال عملیات پیل کړو، چې په ځینو ساحو کې به سیسمیک سروې ګانې او په ځینو نورو کې به مستقیمه برمه کاري شامله وي. دا به د ترکیې او پاکستان د همکارۍ لپاره مشخصې پایلې ولري."

بل ګام: د کانونو پروژې

وزیر یادونه وکړه چې انقره هوډ لري دا شراکت له هایدروکاربن څخه هاخوا پراخ کړي.

بیرقدار پاکستان "د پام وړ معدني شتمنۍ لرونکی هېواد" وباله او ویې ویل چې د ترکیې دولتي کانونو شرکتونه — MTAIC او Eti Maden — به ډېر ژر په دغه هېواد کې فعال عملیات پیل کړي.

هغه وویل: "موږ نن مهمې پرېکړې وکړې. په افریقا او مرکزي اسیا کې زموږ د کار په څېر، موږ به په پاکستان کې په ګډو کانونو پروژو ژر تر ژره کار پیل کړو."

د انرژۍ شراکت د ۵ ملیارده ډالرو سوداګریز هدف سره تړلی دی

بیرقدار ټینګار وکړ چې د انرژۍ او کانونو په برخه کې د همکاریو ژورول د دوه اړخیزې سوداګرۍ حجم ۵ ملیارده ډالرو ته د لوړولو هدف ته د رسېدو لپاره اړین دي، کوم چې د ولسمشر رجب طیب اردوغان لخوا په فبرورۍ کې پاکستان ته د سفر پر مهال ټاکل شوی و.

هغه زیاته کړه چې ترکیه او پاکستان، دواړه د نفتي توکو او مایع طبیعي ګاز (LNG) لوی واردونکي دي، او همدا راز د لګښت له پلوه د ګټې رامنځته کولو لپاره د ګډې پیرودنې پر امکاناتو هم غور کوي.

تړونونه پر مخکنیو بنسټونو ولاړ دي

په اسلام اباد کې وروستي تړونونه د هغو هوکړو پر بنسټ دي چې د فبرورۍ په میاشت کې د ولسمشر اردوغان د سفر پر مهال لاسلیک شوي وو، چې په کې د هایدروکاربن همکارۍ، د انرژۍ د لېږد او کانونو په اړه هوکړې شاملې وې.

د اپریل په میاشت کې د بیرقدار ورپسې سفر د تورکیې د تیلو ملي شرکت  او د پاکستان ملي شرکتونو ته لاره هواره کړه چې د سمندري او ځمکنیو داوطلبیو لپاره ګډ وړاندیزونه وسپاري — هغه وړاندیزونه چې اوس په رسمي سپړنیزو جوازونو بدل شوي دي.

بیرقدار وویل: "پاکستان هغه هېواد دی چې موږ ورسره ژورې اړیکې لرو. زموږ بې سارې مېلمه پالنه وشوه، او موږ پلان لرو چې د دې پروژو د پرمختګ سره سم به په مکرر ډول بېرته راشو."

 

وپلټۍ
ایران په لاریونونو کې د وژل شوو د شاوخوا ۳۰۰۰ وژل شویو کسانو نوملړ خپور کړ
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د تیرې ورځې په بریدونو کې ۱۵ تنه سرتیري او ۱۸ تنه ملکي وکړي وژل شوي
د تورکیې دولتي نشراتي اداره او ملي راډیو تلویزیون TRT  د ټلویزیوني خپرونو ۵۸مه کلیزه لمانځي
د ایران په سویل کې په دوو چاودنو کې شپږ کسه وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي
د ټرمپ د ګواښونو په منځ کې د کړکېچ کمولو لپاره د قطر لومړی وزیر ایران ته تللی
د ټرمپ ادارې له اسرائیلو سره د ۶.۶۷ میلیارد ډالرو په ارزښت د وسلو د پلور منظوري ورکړې ده.
ایران د یوې "عادلانه او مساوي اټومي هوکړې" لپاره چمتو دی
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې پر پولیسو ګڼشمیر همغږي بریدونه شوي.
د پاکستان پوځ د هېواد په سویل لوېدیځ کې ۴۱ وسله وال وژلي
د هالنډ په اتریخت ښار کې د پولیسو لخوا پر دوو مسلمانو ښځو له برید وروسته لاریونونه پیل شول.
امریکا یوه بله جنګي بیړۍ منځني ختیځ ته واستوله
ملګري ملتونه د افغانستان کې د خوراکي توکو د امنیت لپاره د ۱۰۰ میلیونه ډالرو پروژه پيلیوي
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر فیدان وویل منځنی ختیځ خپل ټول شموله امنیتي تړون ته اړتیا لري.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د مهمو خبرو لپاره سبا تورکیې ته راځي
اسلامي همکاریو سازمان د ملګروملتونو نه فلسطین ته د بشپړ غړیتوب ورکولو غوښتنه وکړه