نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د کالیفورنیا د فراغت مراسمو ته څېرمه ډزو کې یو تنکی ځوان وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.
چارواکو د پنجشنبې په ورځ تایید کړه چې د چهارشنبې په ماښام د شمالي کالیفورنیا په فیرفیلډ کې د یوې عالي لېسې د فراغت مراسمو ته څېرمه په ډزو کې یو ۱۸ کلن ځوان وژل شوی او د یوه ۱۱ کلن ماشوم په ګډون درې نور کسان ټپیان شوي دي.
د کالیفورنیا د فراغت مراسمو ته څېرمه ډزو کې یو تنکی ځوان وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.
د کالیفورنیا د فراغت مراسمو ته څېرمه ډزو کې یو تنکی ځوان وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.

پولیس وايي، په فیرفیلډ کې د فراغت له مراسمو وروسته ډزې شوې دي چې په پایله کې یې یو ۱۸ کلن ځوان وژل شوی او د یوه ۱۱ کلن ماشوم په ګډون درې نور کسان ټپیان شوي دي.

چارواکو د پنجشنبې په ورځ تایید کړه چې د چهارشنبې په ماښام د شمالي کالیفورنیا په فیرفیلډ کې د یوې عالي لېسې د فراغت مراسمو ته څېرمه په ډزو کې یو ۱۸ کلن ځوان وژل شوی او د یوه ۱۱ کلن ماشوم په ګډون درې نور کسان ټپیان شوي دي.

اې‌بي‌سي نیوز (ABC News) د فیرفیلډ د پولیسو د ادارې په حواله راپور ورکړی چې دا ډزې د ماښام په شاوخوا ۷:۱۵ بجو د فیرفیلډ عالي لېسې په پارکینګ کې هغه مهال وشوې چې د "سیم یتېو" (Sem Yeto) عالي لېسې د فراغت مراسم پای ته ورسېدل.

چارواکي وايي په قربانیانو کې یو ۱۸ کلن ځوان شامل دی چې په پېښه کې یې ساه ورکړې، پداسې حال کې چې یو ۱۱ کلن، یو ۲۰ کلن او یو ۲۵ کلن درې تنه نور په ډزو کې ټپیان شوي دي.

پولیسو ویلي چې سیمې او خلکو ته نور کوم ګواښ نشته او زیاته یې کړه چې په دغو مراسمو کې شاوخوا ۱۰۰۰ کسانو برخه اخیستې وه، چې له همدې امله څېړونکي له سلګونو احتمالي شاهدانو سره مخ دي.

د پولیسو ادارې په خپله اعلامیه کې ویلي: "څېړونکي دا مهال د شاهدانو په پېژندلو او له هغوی سره په مرکو بوخت دي او په فعاله توګه د څېړنو لړۍ پر مخ بیايي."

چارواکو تر اوسه د کوم مشکوک کس یا کسانو په اړه معلومات نه دي شریک کړي او لا هم څرګنده نه ده چې وژل شوی ۱۸ کلن ځوان پخپله هم له لېسې فارغ شوی زده کوونکی و که نه.

د فیرفیلډ-سیسون متحدې تعلیمي حوزې په دې اړه ویلي: "زموږ همدردي له هغو کسانو سره ده چې له دې پېښې اغېزمن شوي دي."

 

 

وپلټۍ
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عراقچي له خپلو روسي او پاکستاني سیالانو سره وکتل
اروپايي ټولنه: "پوتین د جګړې د پایته رسولو هوډ نلري او  د وخت ګټلو هڅه کوي"
ولسمشر اردوغان د استانبول  ایا صوفیه تاریخي جومات د عبادت پر مخ د بیا پرانیستل کیدو ۶ کلیزه ولمانځله
په امریکا کې د ټاکنو پر مهال سافټویري تېروتنه؛ سلګونو غیر امریکایي اتباعو رایه ورکړې ده
تورکیه د یورو فایټر جنګي الوتکو په خاطر انګلستان ته د روزنې په موخه لومړني پیلوټان استوي.
اوکرایني ډرون الوتکو د روسیې د  سینټ پیټرزبرګ ښار ته څېرمه پر یو ګودام برید وکړ
له امریکا څخه پر څه باندې ۶۰ هېوادونو د ګمرکي تعرفو نوې څپه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د امنیتي اندېښنو له امله په توره بحیره کې د اوکراین په بندرونو کې د سوداګریزو کښتیو تګ راتګ ودرېد
د ایران ولسمشر پزشکيان او د عراق لومړي وزیر زیدي د دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې
د هند لومړي وزیر د کانکور ازموینې سوالونو  افشا کوونکو ته د "سمدستي سزا" ورکولو امر وکړ
جاپان هیله ښودلې چې له فلسطین سره نړیوال ملاتړ نور هم زیات شي
د روسیې او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو د اوکراین پر کړکېچ خبرې وکړې
امریکا په منځني ختیځ کې د جګړې له تودېدو سره پر ایراني پوځي اهدافو نوي بریدونه پیل کړل
په افغانستان ، پاکستان او هند کې د سختو بارانونو له امله د مړو شمېر مخ په زیاتېدو دی.