نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
د برتانیا او اروپا ټولنې ترمنځ د اړیکو د 'بیا تنظیم' لپاره تړون لاسلیک شو
د اروپایي اتحادیې او بریتانیا مذاکره کوونکو د دوشنبې په ورځ د یوې موافقې په اړه هوکړه وکړه چې د بریګزټ وروسته د دوی اړیکې بیا تنظیم کړي.
د برتانیا او اروپا ټولنې ترمنځ د اړیکو د 'بیا تنظیم' لپاره تړون لاسلیک شو
/ AFP

د اروپایي اتحادیې او بریتانیا مذاکره کوونکو د دوشنبې په ورځ د یوې موافقې په اړه هوکړه وکړه چې د بریګزټ وروسته د دوی اړیکې بیا تنظیم کړي. د ډیپلوماتیکو سرچینو د معلوماتو له مخې  د بریتانیا لومړی وزیر کییر سټارمر د لندن په یوه غونډه کې د اتحادیې مشرانو ته د کوربه توب لپاره چمتووالی نیسي.

د اروپایي اتحادیې دپلوماتانو وویل چې غړو هیوادونو درې متنوه تصویب کړل چې په غونډه کې به لاسلیک شي: د امنیت او دفاع شراکت، د اروپایي اتحادیې او بریتانیا د یووالي اعلامیه، او د سوداګرۍ، کب نیونې او ځوانانو د خوځښت په اړه ګډ تفاهم.

خبرو اترو د یکشنبې په شپه دوام وکړ ترڅو د کلیدي مسایلو په اړه اختلافات حل کړي، چې په دې کې د کب نیونې حقونه تر ټولو حساس موضوع وه.

د وروستۍ موافقې له مخې، بریتانیا به د ۲۰۲۶ کال وروسته د اوسني تړون د پای ته رسېدو وروسته د اروپایي کب نیونکو لپاره خپلې اوبه د ۱۲ کلونو لپاره خلاصې وساتي، په بدل کې د اتحادیې لخوا د بریتانیا د خوراکي توکو وارداتو په اړه د کاغذ کارۍ په اسانولو کې نامحدود مرسته وشي.

د ځوانانو د خوځښت په اړه — چې دا هم د لندن لپاره یوه مهمه موضوع وه ځکه چې دوی وېره درلوده چې داسې کومه طرحه به د اروپایي اتحادیې او بریتانیا د بیرته یوځای کیدو په اړه ګنګوسې زیاتې کړي . مذاکره کوونکو په عمومي ډول داسې متن باندې هوکړه وکړه چې د دې موضوع په اړه وروستۍ خبرې وروسته ته پرېږدي.

د اړیکو بیا تنظیمول

د بریتانیا لومړی وزیر کییر سټارمر، د اروپایي کمیسیون مشره اورسولا فون دیر لاین، او د اروپایي شورا مشر انتونیو کوستا به د دوشنبې په ورځ په لندن کې سره وګوري.

یو اروپایي دپلومات وویل: "په مختلفو متنونو او د اروپایي اتحادیې او بریتانیا د غونډې اړوندو برخو باندې موافقه شوې ده.

هغه زیاته کړه: "زما په اند ټول غړي هیوادونه د هغه څه څخه خوښ ښکاري چې د غونډې د پیل لپاره وړاندې شوي دي. اوس د ټولو غړو هیوادونو د رسمي موافقې لپاره لیکلې پروسه روانه ده، خو دا باید کومه ستونزه رامنځته نه کړي.

بریتانیا د دوشنبې په ورځ د اروپایي اتحادیې سره د اړیکو تر ټولو مهم بیا تنظیم ته چمتو ده، چې د سوداګرۍ او دفاع په برخه کې نږدې همکاري وکړي ترڅو اقتصاد وده وکړي او په وچه کې امنیت زیات شي.

یوه دپپلومات وویل: "د لندن څخه د مذاکره کوونکو له خوا په وروستیو ورځو او ساعتونو کې د مثبتو نښو په راتګ سره، اوس د اړیکو د بیا تنظیم لپاره ټول شرایط برابر دي، چې دواړه اروپایي اتحادیه او بریتانیا به ترې ګټه پورته کړي.

وپلټۍ
د اوکراین پر پلازمېنې کییف د روسیې په هوايي برید کې ۹ کسان وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان دي
ټرمپ اوکراین ته د پیټریوټ توغندیو د ورکولو له ژمنې شاته شو
په کاناډا کې پر یوه جومات وسله وال برید شوی
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
په اوکراین کې د روسیې په توغندیزو بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ۶ تنه وژل شوي دي
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پر امنیتي پوستې د برید په نتیجه کې ۹ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړ.
روسیې د ټیلیګرام د بنسټ اېښودونکي "دوروف" د نیولو نړیوال حکم صادر کړ
اروپايي ټولنې د نتانیاهو په اړه د جرمونو د نړیوالې محکمې (ICC) د نیولو د حکم د پلي کولو غوښتنه وکړه
په جاپان کې د ۷.۱ درجې زلزلې له امله د مړو شمېر ۱۳ کسانو ته ورسېد
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د یونان لخوا د"اخیلس شیلډ" دفاعي سیستم  پېرل په غزه کې د اسرائیلو له نسل وژنې سره خطرناکه همغږي ده
مکرون له تورکیې څخه فرانسې ته د اور وژنې الوتکو د لېږلو له امله مننه وکړه
د جاپان سویلي برخې د ریښتر په کچه  د ۷.۱ درجې په په شدت سره یوې زوروې زلزلې ولړزولې
پوتین: روسیه به خپلو موخو ته د رسېدو لپاره هر څه چې لازم وي هغه به  وکړي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په امریکا کې د خوړو په یوه مېله یا فیستیوال کې د وسله وال برید له امله ۲ تنه مړه او ۵ نور ټپیان شول
د مهمو خبرونو غورچاڼ