د بریتانیا لومړی وزیر سټارمر: د ایران جګړه د بریتانیا جګړه نه ده
سټارمر د چهارشنبې په ورځ په ډاونینګ سټریټ کې په یوې خبري غونډه کې وویل چې حکومت یې د کړکېچ د کمولو او سولې لپاره په "چټکۍ سره کار کوي،" خو دا یې ومنله چې دا جګړه به د هېواد پر راتلونکي اغېزه ولري.
د بریتانیا لومړی وزیر د کړکېچ پر کمولو ټینګار کوي، وايي بریتانیا د سولې د ملاتړ لپاره کار کوي او په جګړه کې یې ګډون رد کړ.
د بریتانیا لومړي وزیر کییر سټارمر ویلي چې د ایران جګړه "زموږ جګړه نه ده" او بریتانیا به پکې ګډون ونکړي. دا څرګندونې وروسته له هغه وشوې چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل چې دی له ناټو څخه د امریکا پر وتلو غور کوي.
سټارمر د چهارشنبې په ورځ په ډاونینګ سټریټ کې په یوې خبري غونډه کې وویل چې حکومت یې د کړکېچ د کمولو او سولې لپاره په "چټکۍ سره کار کوي،" خو دا یې ومنله چې دا جګړه به د هېواد پر راتلونکي اغېزه ولري.
سټارمر اعلان وکړ چې بریتانیا به پدې اونۍ کې د شاوخوا ۳۵ هېوادونو د یوې غونډې کوربه توب وکړي ترڅو د هرمز ستراتیژیکې تنګي د بیا پرانیستلو په اړه خبرې وکړي، کومه چې د منځني ختیځ د جګړې له امله تړل شوې ده. هغه وویل چې د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیره 'ایویټ کوپر' به د دې بحثونو مشري وکړي.
د سټارمر په وینا، پدې ناسته کې به ټول ډیپلوماټیک او سیاسي اقدامات وڅیړل شي ترڅو د کښتیو تګ راتګ ازادي بېرته تامین شي، د بند پاتې شویو کښتیو او عملې خوندیتوب تضمین شي او د حیاتي توکو لېږد بیا پیل شي.
هغه زیاته کړه: "له دې غونډې وروسته به موږ خپل پوځي پلان جوړونکي هم راوغواړو ترڅو وګورو چې څنګه کولی شو خپلې وړتیاوې منسجمې کړو او د جګړې له پای ته رسېدو وروسته دا تنګی خوندي او د لاسرسي وړ وګرځوو."
د خوندي تګ راتګ لپاره هڅې
سټارمر وویل پدې بحثونو کې به هغه هېوادونه شامل وي چې په دې وروستیو کې یې په یوه اعلامیه کې ویلي وو چې چمتو دي "د هرمز تنګي له لارې د خوندي تګ راتګ ډاډ ترلاسه کولو لپاره په مناسبو هڅو کې برخه واخلي." بریتانیا، فرانسه، جرمني، ایټالیا، جاپان او هالنډ د دغو هېوادونو په ډله کې دي.
ایران د فبرورۍ په ۲۸مه د امریکا او اسرائیلو له بریدونو وروسته دا حیاتي لاره په حقیقت کې بنده کړې ده، چې له امله یې په ټوله نړۍ کې د تېلو او ګازو بیې خورا لوړې شوې دي. په عادي وختونو کې د نړۍ د تېلو او مایع ګاز پنځمه برخه له همدې لارې تېرېږي.
سټارمر وویل: "زه باید پدې اړه له خلکو سره رښتینی واوسم، د دې لارې بیا پرانیستل به اسانه کار نه وي."
د ناټو په اړه د ټرمپ څرګندونې
د بریتانیا مشر د ناټو د اتحاد کلک ملاتړ وکړ، وروسته له هغه چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا پر دغه ۸۰ کلن اتحاد نیوکې وکړې. سټارمر وویل: "ناټو په نړۍ کې ترټولو اغېزمن پوځي اتحاد دی چې موږ یې د لسیزو راهیسې خوندي ساتلي یو او موږ ورته په بشپړ ډول ژمن یو."
کله چې له ټرمپ څخه وپوښتل شول چې ایا دی به په ناټو کې د امریکا پر غړیتوب له سره غور وکړي، هغه ځواب ورکړ: "هو، زه به ووایم چې دا موضوع له بیاکتنې هم اخوا ده."
تېره میاشت ټرمپ 'فنانشیل ټایمز' ته ویلي وو چې که غړي هېوادونه د دې حیاتي لارې په پرانیستلو کې مرسته ونه کړي، دا به د "ناټو د راتلونکي لپاره ډېره بده وي."
د سه شنبې په ورځ ټرمپ وویل هغه هېوادونه چې جګړې سره نه دي یوځای شوي خو د سون توکو له کمښت سره مخ دي، باید "خپل تېل پخپله ترلاسه کړي" او امریکا به ورسره مرسته ونه کړي.