نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د امریکا د هوايي ځواکونو اړوند یوې (بي ۵۲ ) بم غورځوونکې الوتکې سقوط وکړ.
په کلیفورنیا کې د امریکا د هوايي ځواک یوه B-52 بم غورځوونکې الوتکه سقوط کړی او په الوتکه کې سپرو  ټول ۸ کسانو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د امریکا د هوايي ځواکونو اړوند یوې (بي ۵۲ ) بم غورځوونکې الوتکې سقوط وکړ.
د امریکا د هوايي ځواکونو اړوند یوې (بي ۵۲ ) بم غورځوونکې الوتکې سقوط وکړ.


د امریکا د هوايي ځواک یوه الوتکه د اډوارډز (Edwards) هوايي اډې څخه له الوتنې لږ وروسته يي سقوط وکړ.

د متحده ایالاتو د هوايي ځواک یوه B-52 سټراټوفورټریس (Stratofortress) ډوله الوتکه د کلیفورنیا ایالت په اډوارډز هوايي اډه کې له الوتنې لږ وروسته سقوط شوه چې په پایله کې یې ۸ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

د اډوارډز هوايي اډې ویلي چې دغه سټراټیژیکه بم غورځوونکې الوتکه د غرمې مخکې په ۱۱:۲۰ دقیقو د یوې "عادي ازمایښتي دندې" لپاره له الوتنې لږ وروسته وغورځېده.

په اډه کې د ۴۱۲مې ازمایښتي څانګې مرستیال قومندان، ډګرمن جیمز هیز په یوه خبري کنفرانس کې دا پېښه یوه "ویرونکې تراژیدي" وبلله. هیز وویل: "موږ ۸ عالي امریکایان له لاسه ورکړل،" هغه یادونه وکړه چې په عمله کې نظامي پرسونل، حکومتي ملکي کارکوونکي او خصوصي قراردادیان شامل وو.

بوینګ شرکت، چې دغه امریکایي الوتکه یې ډیزاین او جوړه کړې، تایید کړه چې دوه کارکوونکي یې په وژل شویو کې شامل دي. دغه شرکت د ټولو اتو تنو د کورنیو سره خپله "ژوره خواخوږي" وښوده او ژمنه یې وکړه چې له هغوی سره به خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د چارواکو په وینا، الوتکه د کلیفورنیا په کرن کاونټي (Kern County) سیمه کې لوېدلې ده. تر دې وړاندې، هوايي اډې د تړل کېدو اعلان وکړ او ټولې راروانې الوتکې نورو ځایونو ته وګرځول شوې.

پنټاګون د نورو جزیاتو مخه نیولې
د اډوارډز هوايي اډې او په پنټاګون کې د هوايي ځواک مرکزي دفتر پوښتنو ته په اشارې سره یوازې لومړنۍ خبرپاڼه تایید کړه او د نورو جزیاتو له ورکولو یې ډډه وکړه. اډې زیاته کړه: "نور معلومات به د ترلاسه کېدو سره سم شریک شي."

B-52 الوتکه معمولاً پنځه تنه عمله لري، چې په کې دوه پیلوټان، یو د رادار نیویګیټر، یو نیویګیټر او د بریښنایی جګړې افسر شامل وي، مګر په دې ځانګړې الوتنه کې اته تنه سپاره وو.

دا الوتکه د امریکا د هوايي ځواک په ذخیره کې له پاتې ۷۶ دغه ډول الوتکو څخه یوه ده. تمه کېږي چې دغه الوتکې به د عصري کولو له پراخو پروګرامونو وروسته تر لسیزو پورې په خدمت کې پاتې شي.

دغه اټومي وړتیا لرونکې بم غورځوونکې الوتکه په لومړي ځل په ۱۹۵۰ لسیزه کې خدمت ته داخله شوه او لا هم د متحده ایالاتو د سټراټیژیکو بم غورځوونکو ځواکونو یوه اصلي برخه ده.

وپلټۍ
ایران خبرداری ورکوي چې د هرمز تنګی  زمونږ "سره کرښه" ده او تر پایه به مقاومت وکړو
د ایران په پلازمېنه تهران کې د انقلاب په میدان کې د "په تابوت کې د پراته ټرمپ" بلبورډ انځور ځړول شوی
اسرائیل په غزه کې نسل وژنې ته دوام ورکوي. په وروستیو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۳ تنو ژوند د لاسه ورکړ
فیدان: د جولای ۱۵مې وښودله چې د تورکیې ملي اراده به هیڅکله د "استبدادي ځواکونو" په وړاندې تسلیم نشي
اوکراین پر سوداګریزو کښتیو  د روسیې په بریدونو کې د  ۳ تنو د وژل کیدو نه خبر ورکړی دی.
ایران په اردن کې د امریکا پر اډو د ډرون الوتکو پراخ بریدونه کړي
ولسمشر اردوغان : د جولای ۱۵ مه یوازې د یوې خاینانه کودتا شنډول نه وو بلکې د ډیموکراسۍ ستره بریا ده
د دفاعي صنعت په برخه کې د ګولن ترهګریز سازمان سبوتاژونه، حیاتي پروژې او په تېرو ۱۰ کلونو کې  وده
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د جولای د ۱۵مې په شپه رامنځته شوې پېښې، د کودتا د هڅې مهم پړاوونه او د ملت حماسي مقاومت
روسیه ادعا کوي چې د اوکرایني ډرون ددې هیواد د تیلو په چاڼځای برید کړی
د کودتا پرېکړه د ۲۰۱۵ کال د نوامبر د لومړۍ نېټې له ټاکنو وروسته شوې وه.
متحده عربي امارات وايي ایران د دوې دوله د تیلو ټانکر کښتۍ ویشتلي دي خو ایران دا ادعا رد کړې
د تورکیې ولسمشر اردوغان د پاکستان د دفاعي ځواکونو او ځمکني پوځ مشر جنرال منیر سره وکتل
فیدان په پاریس کې د اوکراین په اړه غونډه کې ګډون وکړ؛ ایتلاف د پایداره سولې د هڅو ژمنه وکړه