منځنی ختیځ
9 د لوستلو دقیقې
ولسمشر اردوغان د "شرم الشیخ تړون" د لاسلیک په مراسمو کې ګډون وکړ
ولسمشر رجب طیب اردوغان، د مصر د ولسمشر عبدالفتاح السیسي او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په بلنه مصر ته له سفر وروسته، د "شرم الشیخ تړون" د لاسلیک په مراسمو کې ګډون وکړ.
ولسمشر اردوغان د "شرم الشیخ تړون" د لاسلیک په مراسمو کې ګډون وکړ
ولسمشر رجب طیب اردوغان / AA
13 اکتوبر 2025

ولسمشر اردوغان د "شرم الشیخ تړون" د لاسلیک په مراسمو کې ګډون وکړ

ولسمشر رجب طیب اردوغان، د مصر د ولسمشر عبدالفتاح السیسي او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په بلنه مصر ته له سفر وروسته، د "شرم الشیخ تړون" د لاسلیک په مراسمو کې ګډون وکړ.

د لاسلیک له مراسمو څخه مخکې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نړیوال نندارتون په مرکز کې د ولسمشر اردوغان هرکلی وکړ. اردوغان په دې ځای کې له ټرمپ سره د یو څه وخت لپاره خبرې وکړې او وروسته یې عکس واخیست.

وروسته له هغه چې د امریکا ولسمشر ټرمپ د ګډون کوونکو هېوادونو د مشرانوهرکلی وکړ، ډله ییز عکس واخیستل شو.

د مصر ولسمشر السیسي او د امریکا ولسمشر ټرمپ په بلنه د راغلي ولسمشر اردوغان په ګډون د لاسلیک مراسم، د ډېرو هېوادونو د مشرانو په راتګ سره پیل شول.

د مراسمو پرانیستونکې وینا د امریکا ولسمشر ټرمپ وکړه.

له دې وروسته ولسمشر اردوغان، د امریکا ولسمشر ټرمپ، د مصر ولسمشر السیسي او د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني د شرم الشیخ تړون لاسلیک کړ.

مشرانو وروسته یادګاري عکس هم واخیست.

د مراسمو له پای ته رسېدو وروسته، ګډونوال هغه سالون ته لاړل چېرته چې د شرم الشیخ د سولې سرمشریزه جوړېده.

د امریکا ولسمشر ټرمپ وویل، په غزه کې به د اوربند تړون دوام ومومي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څرګنده کړه چې دی باور لري په غزه کې به د اوربند بهیر دوام ومومي او زیاته یې کړه: "نن نه یوازې د منځني ختیځ لپاره، بلکې د ټولې نړۍ لپاره یوه نه هیریدونکې ورځ ده."

د امریکا ولسمشر ټرمپ د شرم الشیخ په سرمشریزه کې، چې د نړۍ مشران یې راټول کړي وو، د شرم الشیخ تړون د لاسلیک په مراسمو کې وینا وکړه.

ټرمپ د ولسمشر رجب طیب اردوغان، د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني او د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السیسي سره پر یوه مېز ناست وو.

ټرمپ دلته په خپله لنډه وینا کې وویل: "دې ځای ته رسېدل ۳۰۰۰ کاله وخت ونیو، ایا باور کولی شئ؟ خو دا حالت (تړون) به دوام ومومي، دا به پرمخ ځي."

ټرمپ وویل: "نن نه یوازې د منځني ختیځ لپاره، بلکې د ټولې نړۍ لپاره یوه نه هیریدونکې ورځ ده" او دې ته یې اشاره وکړه چې دا بهیر تاریخي ارزښت لري.

له ولسمشر اردوغان څخه مننه
د امریکا ولسمشر ټرمپ په خپله وینا کې د ټولو هغو هېوادونو له مشرانو مننه وکړه چې په منځني ختیځ کې یې د سولې له بهیر سره مرسته کړې ده  مننه وکړه. هغه ولسمشر اردوغان ته په خطاب کې وویل: "د هغه پوځ تر هغه ډېر پیاوړی دی چې دی یې وایي. که تاسو وروستیو پرمختګونو ته وګورئ، هغه بریالی و، خو هېڅ ستاینه نه غواړي. هغه یو کلک سړی دی، خو زما ملګری دی او کله چې مې ورته اړتیا درلوده، تل زما ترڅنګ ولاړ و. له همدې امله غواړم له ولسمشر اردوغان څخه مننه وکړم."

له بلې خوا، د امریکا ولسمشر د قطر له امیر شیخ تمیم او د مصر له ولسمشر السیسي څخه هم په جلا جلا توګه مننه وکړه او ویې ویل چې دواړو هېوادونو په دې بهیر کې خورا مهم رول لوبولی او په پایله کې یې د دې غونډې لپاره مصر غوره کړی دی.

ټرمپ ټینګار وکړ چې دی باور لري ځینې عربي هېوادونه به د غزې د بیارغونې په بهیر کې لویه ونډه واخلي او ویې ویل: "دا ټول هېوادونه ډېر څه لري، زموږ شاته په کتار کې لا ډېرې پیسې او ځواک شته. دا د دوی لپاره یو ځانګړی دریځ دی، دوی په رښتیا هم د نړۍ د پیاوړو او شتمنو هېوادونو په ډله کې دي."

د امریکا ولسمشر ټرمپ زیاته کړه: "دلته ډېر ښه خلک او داسې خلک شته چې په رښتیا هم خپلو هېوادونو ته پاملرنه کوي، او لامل یې دا دی چې دوی ټولو غوښتل سره راټول شي او غزه سمه کړي. دوی غواړي هرڅه سم کړي."

د امریکا ولسمشر ټرمپ وویل، دوی د غزې د ۲۰ ماده ییز پلان په "دریم-څلورم پړاو" کې دي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ استدلال وکړ چې دوی په غزه کې "د دایمي سولې په لور روان دي" او ویې ویل: "د هغه ۲۰ ماده ییز پلان د پلي کولو لپاره زموږ ژمنتیا چې موږ په ګډه جوړ کړی دی، د هغه روښانه راتلونکي ته د رسېدو لپاره به یو مهم بنسټ وي، او لکه څنګه چې موږ اوس خبرې کوو، پر دې موضوع کار روان دی او په حقیقت کې موږ په دریم او څلورم پړاو کې یو."

ټرمپ د شرم الشیخ د سولې سرمشریزې د نیت لیک د لاسلیک مراسمو وروسته، چې د نړۍ مشرانو پکې ګډون کړی وو، وینا وکړه.

ټرمپ ادعا وکړه چې "په غزه کې جګړه له کلونو درد او وینې تویدنې وروسته پای ته ورسېده" او ویې ویل: "بشري مرستې، چې د سلګونو لاریو په اندازه خواړه، طبي تجهیزات او نور توکي پکې شامل دي او ډېری لګښت یې په دې خونه کې ناستو خلکو ورکړی، سیمې ته روانې دي."

ټرمپ څرګنده کړه چې په غزه کې به د "بیارغونې بهیر" پیل شي او ویې ویل: "بیارغونه به شاید تر ټولو اسانه برخه وي. زما په اند موږ تر ټولو سخته برخه حل کړې ده، پاتې نورې هم راځي. موږ ټول پوهیږو چې څنګه بیارغونه وکړو."

ټرمپ ټینګار وکړ چې له دې وروسته به غزې ته "ډېرې پیسې ورشي او ډېر ساختماني کارونه به وشي" او زیاته یې کړه: "د غزې د خلکو لپاره اوس باید تمرکز د ښه ژوند د بنسټونو پر بیا رغولو وي."

ټرمپ استدلال وکړ چې اوس ټول حرکت "د یوې لویې، شانداره او دایمي سولې په لور دی" او ارزونه یې وکړه: "د هغه ۲۰ ماده ییز پلان د پلي کولو لپاره زموږ ژمنتیا چې موږ په ګډه جوړ کړی دی، د هغه روښانه راتلونکي ته د رسېدو لپاره به یو مهم بنسټ وي، او لکه څنګه چې موږ اوس خبرې کوو، پر دې موضوع کار روان دی او په حقیقت کې موږ په دریم او څلورم پړاو کې یو."

سربېره پردې، ټرمپ وویل: "موږ په دې هم موافق یو چې د غزې بیارغونه، له وسلو څخه د غزې پاکول او د یو نوي، صادق ملکي پولیس ځواک شتون اړین دی چې د غزې د خلکو لپاره به یو خوندي چاپیریال رامنځته کړي."

د امریکا ولسمشر د "سولې شورا" ته اشاره وکړه، کوم چې د ټرمپ د غزې په پلان کې د سیمې د ادارې لپاره تر ټولو لوړ ارګان ګڼل شوی، او ویې ویل چې دوی به دا نوره هم پراخه کړي او ډیری هېوادونه غواړي په دې شورا کې غړیتوب ولري.

ټرمپ هیله څرګنده کړه چې نور هېوادونه به هم د ابراهیم له تړونونو سره یوځای شي او ویې ویل: "ډېر داسې هېوادونه شته چې د ابراهیم له تړونونو سره به یوځای شي. څلور لوی ملتونه دي چې دا کار یې په لومړیو کې وکړ او پر تړون ژمن پاتې شول."

د امریکا ولسمشر ټرمپ د شرم الشیخ د سولې سرمشریزې له پای ته رسېدو وروسته، د "ایر فورس ون" الوتکې په واسطه له مصر څخه د خپل هېواد په لور روان شو.

ټرمپ اعلان وکړ چې د غزې د اوربند د خبرو دویم پړاو پیل شوی دی
ټرمپ، چې د غزې د اوربند تړون په مناسبت د شرم الشیخ د سولې سرمشریزې کې د ګډون لپاره مصر ته راغلی و، د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السیسي سره یوځای د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه وویل.

د یوه خبریال د دې پوښتنې په ځواب کې چې "د خبرو دویم پړاو به کله پیل شي؟"، ټرمپ وویل: "پیل شوی دی. یعنې، زموږ له نظره پیل شوی دی. تاسو پوهیږئ، پړاوونه یو څه له یو بل سره ګډ ښکاري. پاکوالي ته باید پیل وشي. غزې ته وګورئ، ډېرې پاکوالي ته اړتیا لري."

ټرمپ ټینګار وکړ چې په غزه کې باید "کنډوالې لیرې شي" او ویې ویل: "غزې ته وګورئ، ډېرې (کنډوالې) پاکولو ته اړتیا لري. له همدې امله، ما په خپله وینا کې د کنډوالو یادونه وکړه، ما د کنډوالو کلمه وکاروله."

ټرمپ وویل چې "د نړۍ ځینې تر ټولو شتمن هېوادونه" په مصر کې سره راټول شوي، او زیاته یې کړه چې هر چا چې بلنه ورکړل شوې وه، راغلي دي، او دا د دې کار لپاره د درناوي له امله دی.

ټرمپ وویل چې کله ایران له امریکا سره خبرو ته چمتو شي، ممکن پرې لګول شوي بندیزونه لیرې کړي او زیاته یې کړه: "دوی له دې بندیزونو سره ژوندي نشي پاتې کیدای. بندیزونه خورا سخت دي. په یوه وخت کې به دوی د بندیزونو د لیرې کولو غوښتنه وکړي."

السیسي: "د غزې د تړون پلي کول د دوه دولتي حل او د سیمې د خلکو د یووالي لپاره اړین دي"
د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي وویل چې دوه دولتي حل د دې لپاره یوازینۍ لار ده چې د فلسطین او اسرائیلو خلک د شخړې پای ته رسولو او په ډاډ سره د ژوند کولو هیلې ته ورسیږي.

السیسي د شرم الشیخ د سولې سرمشریزې په پای کې په خپله وینا کې په غزه کې د جګړې د پای او د فلسطین او اسرائیلو ترمنځ د سولې د مسئلې په اړه څرګندونې وکړې.

السیسي وویل: "د غزې د تړون پلي کول، د دوه دولتي حل او د سیمې د خلکو د یووالي لپاره اړین دي" او زیاته یې کړه: "د غزې جګړه دې په منځني ختیځ کې وروستۍ جګړه وي."

د مصر ولسمشر خپلو خبرو ته داسې دوام ورکړ:
"د سیمې هر ولس حق لري چې په خپل خپلواک ملي دولت کې ژوند وکړي؛ د فلسطین ولس هم له دې قاعدې مستثنی نه دی. دوی هم د خپل برخلیک ټاکلو حق لري، د جګړې له سیوري څخه لرې راتلونکي ته په هیله وګوري، او په خپلواکۍ سره په خپل دولت کې ژوند وکړي. دا دولت باید د اسرائیلو ترڅنګ، په سوله، امنیت او متقابل پېژندګلوۍ کې شتون ولري."

السیسي په خپله وینا کې اسرائیلو ته هم خطاب وکړ او ویې ویل: "راځئ چې دا تاریخي شیبه د یو نوي پیل لپاره وکاروو چې عدالت او په سوله کې ګډ ژوند پکې حاکم وي. خپل لاسونه را اوږد کړئ، راځئ چې په ګډه د سیمې د ټولو خلکو لپاره عادلانه او دایمي سوله جوړه کړو."

د مصر ولسمشر السیسي وویل: "زموږ په وړاندې یو تاریخي فرصت، چې شاید وروستی به وي، شتون لري ترڅو داسې منځني ختیځ ته ورسیږو چې د ډله ییزې ویجاړۍ له وسلو او هر هغه څه څخه پاک وي چې د سیمې ثبات او پرمختګ ته ګواښ پېښوي."

السیسي همدارنګه څرګنده کړه چې دوی پلان لري د غزې د بیارغونې په اړه د یوه کنفرانس کوربه توب وکړي.

السیسي د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته د خپل هېواد "تر ټولو لوړ نښان"، د نیل نښان، ورکړ او یادونه یې وکړه چې دا نښان هغو دولت مشرانو ته ورکول کیږي چې بشریت ته یې خدمت کړی وي.

السیسي له ترکیې او قطر څخه هم د دوی د هڅو له امله مننه وکړه.

 

وپلټۍ
مصر: ملګري ملتونه دې په غزه کې د سولې ساتونکي ماموریت ته ژر تر ژره واک ورکړي
د مصر د استخباراتو مشر د نتنیاهو سره د لیدنې په موخه اسرائیل ته سفر کړی دی
ټرمپ وېره لري چې نتنیاهو به د غزې اوربند مات کړي، د همدې امله خپل مرستیال  یې اسرائيلو ته لېږلی دی
حماس پر اسرائیل د غزې اوربند ته د درناوي لپاره د نړیوال فشار غوښتنه کړې
ترکي کارپوهان د لټون او بیا رغونې عملیاتو لپاره غزې ته د ننوتلو لپاره د اسرائیلو د موافقې په تمه دي
غزې د اوربند د هوکړې د یوې برخې په توګه د ۳۰ نورو فلسطینیانو مړي ترلاسه کړل.
ولې تورکیه او قطر د غزې لپاره د ټرمپ د سولې په پلان کې مهم دي؟
ایران د ټرمپ تورونه 'بې بنسټه' وبلل او امریکا یې د 'ترهګرۍ تر ټولو لوی ملاتړی' وباله
تورکیې، مصر، قطر او امریکا د غزې د اوربند تړون سند لاسلیک کړ
ټرمپ او سیسي به د دوشنبې په ورځ  په مصر کې د یوې نړۍوالې غونډې کوربه توب وکړي.
په مصر کې په یوې ټرافیکي پیښه ۳ تنو قطري دیپلوماتانو ژوند د لاسه ورکړ.
مصر په غزه کې د اوربند په خبرو اترو کې "د پام وړ پرمختګ" راپور ورکړی دی.
اسرائیلو په فلسطین کې د مسیحیانو شتون له منځه وړی دی. دا خبره یوې فلسطیني مسیحي کمیټې کړې ده.
د اټومي مذاکراتو له ناکامۍ وروسته پر ایران د ملګرو ملتونو هر اړخیز بندیزونه بیا ولګول شول
نتنیاهو د غزې په اړه  د امریکا د عامه افکارو د بدلولو لپاره د ټولنیزو رسنیو  په کارولو اعتراف وکړ
سعودي عربستان د فلسطین ادارې د مالي ملاتړ لپاره د یوه بېړني نړیوال ائتلاف د جوړولو اعلان وکړ