نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
جوزیف : نړۍ باید په ۱۹۹۵ کال کې ترسره شوې نسل وژنې په څیر بلې نسل وژنې ترسره کیدو ته اجازه ورنکړي
بوریل په ایکس کې په خپور کړي پيغام کې ویلي دي چې"۳۰ کاله وړاندې، موږ د سربرینیتسا نسل وژنې مخنیوی ونکړ.  نن موږ د قربانیانو درناوی کوو." زما په اند "د هغوی د یادونې غوره لاره دا ده چې مونږ د بلې نسل وژنې چې  اوس په غزه کې روانه ده  مخنیوی دی.
جوزیف : نړۍ باید په ۱۹۹۵ کال کې ترسره شوې نسل وژنې په څیر بلې نسل وژنې ترسره کیدو ته اجازه ورنکړي
/ AA

د اروپایي اتحادیې د بهرنیو چارو او امنیتي تګلارې پخواني لوړپوړي استازي، جوزیپ بوریل، د ۱۹۹۵ کال د سربرینیتسا قتل عام او په غزه کې روانه جګړه پرتله کړه او خبرداری ورکړ چې که نړیواله بې‌پروايي دوام وکړي، نو د بل نسل وژنې خطر ډیر زیات لوړ دی.

بوریل په ایکس (پخوانی ټویټر) کې په خپور کړي پيغام کې ویلي دي چې"۳۰ کاله وړاندې، موږ د سربرینیتسا نسل وژنې مخنیوی ونکړ.  نن موږ د قربانیانو درناوی کوو." زما په اند "د هغوی د یادونې غوره لاره دا ده چې مونږ د بلې نسل وژنې چې  اوس په غزه کې روانه ده  مخنیوی وکړو. "

د ۱۹۹۵ کال د جولای په میاشت کې، د بوسنیايي صرب ځواکونو د ملګرو ملتونو له‌خوا خوندي سیمه سربرینیتسا ونیوله او له ۸۰۰۰ څخه زیات بوسنیايي مسلمان نارینه او هلکان یې ووژل. دا سیمه د هالنډي سوله ساتونکو تر ساتنې لاندې وه.

د جنرال راتکو ملادیچ په مشرۍ ځواکونه، چې وروسته د نسل وژنې په تور محکوم او د عمر بند په سزا محکوم شو، په لومړۍ ورځ شاوخوا ۲۰۰۰ کسان اعدام کړل. په راتلونکو ورځو کې زرګونه نور کسان د شاوخوا ځنګلونو ته د تېښتې پر مهال ووژل شول.

د قربانیانو پاتې شوني تر اوسه په بوسنیا او هرزګوینا کې په له ۵۷۰ څخه زیاتو ډله‌ییزو قبرونو کې موندل شوي دي.

په غزه کې د اسرائیلو لخوا روانه نسل وژنه

اسرائیل د  ۲۰۲۳ کال د اکتوبر راهیسې په غزه کې نسل وژنه ترسره کوي. اسرائیلو ددې نیټې راهیسې  د ۵۷۸۰۰ څخه د زیات فلسطینیان په قتل رسولي دي چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

د فلسطین رسمي خبري اژانس (وافا) په وینا، شاوخوا ۱۱۰۰۰ فلسطینیان د ویجاړ شوو کورونو لاندې ښخ شوي دي.

خو کارپوهان باور لري چې د مړو اصلي شمېر د غزې چارواکو د راپورونو څخه ډېر لوړ دی، او اټکل کوي چې دا شمېر شاوخوا ۲۰۰۰۰۰ ته رسېدلی وي.

واشنګټن هر کال خپل اوږدمهاله ملګري اسراییل ته ۳.۸ میلیارده ډالر پوځي مرسته ورکوي.

له اکتوبر ۲۰۲۳ راهیسې، متحده ایالاتو له اسراییل سره د غزې نسل وژنې او په ګاونډیو هېوادونو کې د جګړو لپاره له ۲۲ میلیارده ډالرو څخه زیات لګولي دي.

سره له دې چې د امریکا لوړپوړو چارواکو په غزه کې د ملکي کسانو د لوړ شمېر وژنو په اړه اسراییل غندلی دی، واشنګټن تر اوسه د وسلو د انتقال په اړه د کومو شرطونو د لګولو غوښتنې رد کړې دي.

په نومبر کې، د نړیوالې جنایي محکمې له‌خوا د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د پخواني دفاع وزیر یوآف ګالانت لپاره د نیولو امرونه صادر شول، چې په غزه کې د جنګي جرمونو او د بشریت پر وړاندې د جرمونو تورونه پرې لګول شوي دي.

له دې جلا، اسراییل د سویلي افریقا له‌خوا د غزې په سیمه کې د پوځي کمپاین په اړه د نسل وژنې قضیې سره د نړیوالې محکمې په وړاندې مخ دی.

 

وپلټۍ
د اوکراین پر پلازمېنې کییف د روسیې په هوايي برید کې ۹ کسان وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان دي
ټرمپ اوکراین ته د پیټریوټ توغندیو د ورکولو له ژمنې شاته شو
په کاناډا کې پر یوه جومات وسله وال برید شوی
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
په اوکراین کې د روسیې په توغندیزو بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ۶ تنه وژل شوي دي
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پر امنیتي پوستې د برید په نتیجه کې ۹ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړ.
روسیې د ټیلیګرام د بنسټ اېښودونکي "دوروف" د نیولو نړیوال حکم صادر کړ
اروپايي ټولنې د نتانیاهو په اړه د جرمونو د نړیوالې محکمې (ICC) د نیولو د حکم د پلي کولو غوښتنه وکړه
په جاپان کې د ۷.۱ درجې زلزلې له امله د مړو شمېر ۱۳ کسانو ته ورسېد
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د یونان لخوا د"اخیلس شیلډ" دفاعي سیستم  پېرل په غزه کې د اسرائیلو له نسل وژنې سره خطرناکه همغږي ده
مکرون له تورکیې څخه فرانسې ته د اور وژنې الوتکو د لېږلو له امله مننه وکړه
د جاپان سویلي برخې د ریښتر په کچه  د ۷.۱ درجې په په شدت سره یوې زوروې زلزلې ولړزولې
پوتین: روسیه به خپلو موخو ته د رسېدو لپاره هر څه چې لازم وي هغه به  وکړي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په امریکا کې د خوړو په یوه مېله یا فیستیوال کې د وسله وال برید له امله ۲ تنه مړه او ۵ نور ټپیان شول
د مهمو خبرونو غورچاڼ