منځنی ختیځ
3 د لوستلو دقیقې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په زرګونه تنه د غیرقانوني اسرائیلي میشت ځایونو اوسیدونکي د الاقصی جومات انګړ ته ننوتل
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په زرګونه تنه د غیرقانوني اسرائیلي میشت ځایونو اوسیدونکي د الاقصی جومات انګړ ته ننوتل

"د 'تیشا باو' یهودي اختر پر مهال، د ملي امنیت د توندلاري وزیر ایتامر بن ګویر په ګډون له ۳۲۰۰ څخه زیات غیرقانوني اسرائیلي میشت ځایونو اوسیدونکي په اشغال شوي ختیځ بیت المقدس کې د الاقصی جومات پر انګړ ورننوتل.

داسې حال کې چې اسرائیلي پولیسو پر فلسطیني لمونځ کوونکو سخت محدودیتونه لګولي، خپرې شوې ویډیوګانې ښيي چې غیرې قانوني اسرائیلي میشت ځایونو اوسیدونکې  په ډله ییزه توګه دعاګانې کوي، د اسرائیل بیرغ پورته کوي او د جومات په انګړ کې ملي سرود وایي."

ټرمپ: متحده ایالات به د حوثي ډلې د بریدونو له امله ایران مسؤل وګڼي
"د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې که د یمن حوثي ډله یو ځل بیا پر سوداګریزو بېړیو بریدونه وکړي، واشنګټن به تهران مسؤل وګڼي.

وروسته له هغه چې حوثي ډلې وویل چې دوی د سعودي عربستان دوه نفتي ټانکرونه په نښه کړي، ټرمپ خبرداری ورکړ چې پر ایران او حوثي ډلې به 'سخت نظامي مجازات' پلي شي. ده حوثي ډله د ایران یوه 'نیابتي' ډله وبلله. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هم له حوثي ډلې وغوښتل چې له دغه جنجال څخه 'لرې پاتې شي'."

چین د تایوان په تنګي کې دوه ورځني د حقیقي مرمیو تمرینونه پیل کړل
"چین د خپل سویل ختیځ ولایت فوجیان ته څېرمه د تایوان تنګي په ځینو برخو کې دوه ورځني د حقیقي مرمیو سره  نظامي تمرینونه پیل کړي دي.

دا تمرینونه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي ترمنځ له خبرو یوه ورځ وروسته پیل شول، چې په کې د تایوان په اړه هم بحث شوی و. چین تایوان خپله خاوره بولي او د دسمبر په میاشت کې یې وروسته له هغه د دغه ټاپو په شاوخوا کې پراخ جنګي تمرینونه وکړل چې امریکا د تایپې لپاره د وسلو ریکارډ کڅوړه تصویب کړه."

ټرمپ د امریکا او سعودي اټومي هوکړه د 'ابراهیم تړون' سره وتړله
"د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې له سعودي عربستان سره د ملکي اټومي انرژۍ تړون به یوازې په هغه صورت کې پرمخ لاړ شي چې دغه پاچاهي له 'ابراهیم تړون' سره یوځای شي.

ټرمپ وویل چې په دې کې به 'د موادو غني کول نه وي' او دا تړون یې یوازې د 'غیر نظامي کارونې' لپاره وباله. سعودي عربستان له ډېر وخت راهیسې ویلي چې دوی به د فلسطیني دولت د جوړېدو لپاره د یوې لارې نقشې پرته له اسرائیل سره اړیکې عادي نه کړي."

مودي په هند کې د ازموینو د درغلیو پر ضد د اعتراضونو په ترڅ کې د 'سختې سزا' ژمنه وکړه
"د هند لومړي وزیر نریندرا مودي د هغو کسانو لپاره چې د کانکورد  ازموینو په درغلیو کې ښکېل دي، د 'سختې سزا' ژمنه وکړه او ویې ویل چې د پوښتنو د پاڼو د افشا کېدو قضیې به په چټکو محکمو کې حل شي.

د هغه دا څرګندونې وروسته له هغه وشوې چې زرګونو زده کوونکو په نوي ډهلي کې لاریونونه وکړل او د ازموینو د پاڼو د افشا کېدو له امله یې د پوهنې د وزیر د استعفا غوښتنه وکړه. دا لاریونونه په ۲۰۲۴ کال کې د مودي له بیا ټاکل کېدو وروسته د هغه لپاره یو له سترو ننګونو څخه ګرځېدلي دي."

وپلټۍ
د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د ماشومانو د خوارځواکۍ بحران لپاره د بېړنیو مرستو غوښتنه کوي
د تورکیې د ملي استخباراتو مشر د غزې د سولې پر پلان د خبرو لپاره د حماس له مشر سره وکتل
د ایران ولسمشر: موږ به د خپلې خاورې بشپړتیا وساتو، خو د جګړې د پراخولو لیوالتیا نه لرو
د تورکیې ولسمشر اردوغان د سعودي عربستان له وليعهد شهزاده سلمان سره خبرې وکړې
ایران: له عمان سره خبرې اترې د هرمز تنګي له لارې د کښتیو په تګ راتګ تمرکز لري
د پاکستان په سوات کې د پولیسو په یو مرکز ځانمرګی برید شوی .
اسپانیا: د ۵۰ زره کډوالو ډېری برخه له سیوټا سیوټا څخه په خپله خوښه مراکش ته ستانه شول
د جولای په ۱۵ د ولسمشر اردوغان د وژنې د پلان په هڅه کې ښکیل ترهګر ونیول شو
د اوکراین پر پلازمېنې کییف د روسیې په هوايي برید کې ۹ کسان وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان دي
ټرمپ اوکراین ته د پیټریوټ توغندیو د ورکولو له ژمنې شاته شو
د یونس امره انسټیټیوټ لخوا د تورکي ژبې د مهارت نړیواله ازموینه (TYS)
په کاناډا کې پر یوه جومات وسله وال برید شوی
د روسیې لخوا جوړ شوي د سرطان واکسین په لومړنیو کلینیکي ازموینو کې مثبته پایله ورکړه
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی