امریکا افغان کډوالو ته امر کړی چې له دې هېواده ووځي که نه په اجباري توګه به اخراج شي

د ټرمپ ادارې هغو افغان کډوالو ته چې د ۲۰۲۱ کال د طالبانو د واکمنۍ وروسته امریکا ته راغلي دي، امر کړی چې په یوه اونۍ کې دې له امریکا څخه ووځي، که نه نو د اجباري ایستلو او نورو قانوني سزاګانو سره به مخ شي.

US orders Afghan refugees to leave country or face deportation / AP

د امریکا د کورني امنیت وزارت د شمالي کارولینا ایالت کې مېشتو افغان کډوالو ته ایمیلونه استولي او هغوی ته یې ویلي چې په اوو ورځو کې دا هېواد پرېږدي، که نه نو د اجباري ایستلو او قانوني مجازاتو سره به مخ شي. دا راپور د نیوزویک مجلې لخوا خپور شوی دی.

تېر کال د ولسمشرۍ لپاره د کمپاین پر مهال، ډونلډ ټرمپ ژمنه کړې وه چې د هغو مهاجرینو پر وړاندې به سخت دریځ خپلوي چې مجرمین وي، نه هغه کسان چې د امریکا سره په یوه خطرناکه او وېشونکې جګړه کې مرسته کړې وي.

د ۲۰۲۱ کال د افغانستان څخه د امریکا د پوځ د وتلو وروسته، ډېرو هغو افغانانو ته چې د امریکایي ځواکونو سره یې مرسته کړې وه، د بشري ، ځانګړو مهاجرتي ویزو  یا د لنډمهاله خوندي وضعیت  لاندې امریکا ته د ننوتلو اجازه ورکړل شوه.

ډېرو افغانانو د امریکایي ځواکونو سره په ژباړه، د سیمه ییزو قبایلو سره په اړیکو، استخباراتي معلوماتو راټولولو، او د طالبانو له بریدونو څخه د ژغورنې په برخو کې مرسته کړې وه. کله چې امریکا د افغانستان څخه د وتلو تیاری کاوه، چې د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په میاشت کې د ټرمپ ادارې په لومړي ځل د یوې موافقې له مخې پرېکړه کړې وه، ډېرو سیمه ییزو متحدینو ته د امریکا د بیا مېشتېدو ژمنه ورکړل شوې وه، ځکه که هغوی د طالبانو لاس ته ورشي، نو د مرګ له خطر سره به مخ شي.

خو د ټرمپ ادارې په دویمه دوره کې اوس هڅه کوي چې د زرګونو افغان اتباعو لپاره د خوندیتوب دا پروګرام پای ته ورسوي، چې دا به هغوی د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د ایستلو لامل شي.

یوه افغان کډوال  چې د نوم د اخیستو نه ډډه کوله، د WRAL سیمه ییزې رسنۍ ته ویلي: "که موږ بېرته افغانستان ته لاړ شو، موږ خوندي نه یو. دا داسې ده لکه موږ چې د ځان لپاره د ځان وژنې ماموریت لاسلیک کړو."

د امریکا د کانګرس د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۱ کال د اګست څخه تر ۲۰۲۴ کال د اګست پورې نږدې ۱۵۰,۰۰۰ افغانان په امریکا کې بیا مېشت شوي، چې پکې کورنۍ هم شاملې دي. د جبري ایستلو د پلانونو مخالفین دا غیر انساني ګڼي چې د امریکا وفادار متحدین په داسې بې احترامۍ سره چلند وکړي، او زیاتوي چې که هغوی وشړل شي، نو امریکا به په راتلونکو نړیوالو شخړو کې د سیمه ییزو ملاتړ کوونکو د جذبولو لپاره ډېرې ستونزې ولري.