د اروپايي ټولنې مشر پر ایراني ملکي زیربناوو د امریکا او اسرائیل بریدونه "غیرقانوني" وبلل
کوسټا، چې د اروپايي شورا رئیس دی، په خپله ایکس (پخواني ټویټر) پاڼه لیکلي: "د ملکي زیربناوو، په ځانګړې توګه د انرژۍ د تاسیساتو هر ډول په نښه کول غیرقانوني او د نه منلو وړ دي."
د اروپايي ټولنې مشر پر ایراني ملکي زیربناوو د امریکا او اسرائیل بریدونه "غیرقانوني" وبلل
د اروپايي شورا مشر انتونیو کوسټا وویل چې په منځني ختیځ کې له پنځو اونیو جګړې وروسته، دا څرګنده ده چې یوازې ډیپلوماتیکه حل لاره کولی شي د جګړې اصلي لاملونه حل کړي.
د اروپايي ټولنې مشر انتونیو کوسټا ویلي چې د جګړې پر مهال د ملکي زیربناوو په نښه کول غیرقانوني دي. د دوشنبې په ورځ دا خبرداری وروسته له هغه ورکړل شو چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ګواښ وکړ که ایران د هرمز تنګی بېرته خلاص نه کړي، نو د دغه هېواد ملکي زیربناوې به ویجاړې کړي.
کوسټا، چې د اروپايي شورا رئیس دی، په خپله ایکس (پخواني ټویټر) پاڼه لیکلي: "د ملکي زیربناوو، په ځانګړې توګه د انرژۍ د تاسیساتو هر ډول په نښه کول غیرقانوني او د نه منلو وړ دي."
هغه زیاته کړه: "دا اصول په اوکراین کې د روسیې جګړې ته هم صدق کوي او په هر ځای کې یو ډول دي. د ایران ملکي وګړي د ایراني رژیم اصلي قربانیان دي، او دوی به د پوځي عملیاتو د پراخېدو هم اصلي قربانیان وي."
نوموړي وویل: "اروپايي ټولنه له ایران څخه غواړي چې په سیمه کې پر نورو هېوادونو خپل بریدونه سمدستي ودروي او اجازه ورکړي چې د هرمز تنګي له لارې د بېړۍ چلولو بشپړه ازادي بېرته ټینګه شي."
کوسټا د خپلو خبرو په پای کې وویل: "په منځني ختیځ کې له پنځو اونیو جګړې وروسته، دا څرګنده ده چې یوازې ډیپلوماتیکه حل لاره کولی شي د جګړې بنسټیز لاملونه حل کړي."