نړۍ
4 د لوستلو دقیقې
په سویس کې د امریکا او ایران د لوړپوړو چارواکو ترمنځ د خبرو لومړی پړاو پای ته ورسېد.
په سویس کې د امریکا او ایران د لوړپوړو چارواکو ترمنځ د خبرو لومړی پړاو پای ته ورسېد. منځګړو وویل چې دا خبرې په داسې حال کې پیل شوې چې فضا خورا کړکېچنه وه؛ ځکه تهران یو ځل بیا د هرمز تنګي د تړلو اعلان وکړ او د امریکا ولسمشر پر ایران د بریدونو ګواښ وکړ
په سویس کې د امریکا او ایران د لوړپوړو چارواکو ترمنځ د خبرو لومړی پړاو پای ته ورسېد.
په سویس کې د امریکا او ایران د لوړپوړو چارواکو ترمنځ د خبرو لومړی پړاو پای ته ورسېد.

د ايران د بهرنيو چارو وزير په سویس کې د نويو ډيپلوماتیکو پرمختګونو هرکلی وکړ او په لبنان کې د اوربند یو نوي میکانیزم ته یې اشاره وکړه؛ په داسې حال کې چې پاکستان او قطر د سیمې د ثبات لپاره هڅې کوي.

په سویس کې د امریکا او ایران د لوړپوړو چارواکو ترمنځ د خبرو لومړی پړاو پای ته ورسېد. منځګړو وویل چې دا خبرې په داسې حال کې پیل شوې چې فضا خورا کړکېچنه وه؛ ځکه تهران یو ځل بیا د هرمز تنګي د تړلو اعلان وکړ او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ایران د بریدونو د بیا پیلولو ګواښونه تکرار کړل.

د منځګړو هېوادونو (قطر او پاکستان) په یوه ګډه اعلامیه کې ویل شوي چې امریکا او ایران په ۶۰ ورځو کې د یوې وروستۍ معاملې لپاره پر یوه لارنقشه  هوکړه کړې ده. د قطر د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې، تخنیکي خبرې به د اونۍ تر پای پورې د سویس د "بورګنسټاک" په یوه تفریح ځای کې دوام ولري.

په اعلامیه کې راغلي چې لورو په لبنان کې د جګړې د پای ته رسولو پر یوه میکانیزم هوکړه وکړه او د اړیکو یوه لاره یې پرانیسته ترڅو په کړکېچن تنګي کې د سوداګریزو کښتیو خوندي تېرېدل ډاډمن کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په ټولنیزو رسنیو کې په یوه پوسټ کې ویلي چې هېواد یې د تېلو او پیټروکیمیکل صادراتو لپاره معافیت، د ځینو کنګل شویو شتمنیو خلاصول او د ایران لپاره د بیارغونې او پراختیا د یوې طرحې پیل ترلاسه کړي دي. سپینې ماڼۍ د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا خبرې اترې اوسمهال پای ته رسېدلي، کومه فوري تبصره نه ده کړې.

د ایران نیمه دولتي خبري اژانس "تسنیم" د ایراني چارواکو له قوله ویلي چې د اټومي مسلو په اړه د مذاکراتو پیل د هوکړې د نورو برخو په عملي کېدو پورې تړلی، چې په کې د کنګل شویو شتمنیو خلاصول او د ایران د تېلو صادراتو لپاره د امریکا معافیت شامل دی.

عراقچي د دوشنبې په ورځ وختي وویل چې په سویس کې له امریکا سره د پاکستان او قطر په منځګړیتوب خبرو کې په لبنان کې د جګړې د پای ته رسولو او د ایران پر اقتصاد د فشار کمولو په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی دی. هغه پر اېکس (X) ولیکل: "بې ستومانه پاکستاني او قطري منځګړیتوب د لبنان جګړې پای ته رسولو لپاره لوی پرمختګ کړی دی. د تېلو صادراتو معافیت، د محاصرې ختمول، د شتمنیو خلاصول او د ایران لپاره د بیارغونې پلان پیل شوی." هغه زیاته کړه چې لومړۍ رښتینې ازموینه به په لبنان کې د نښتو د مخنیوي مرکز وي.
په یوه جلا اعلامیه کې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر دا ډیپلوماتیک پرمختګونه د ملي هڅو یوه برخه وبلل. هغه وویل: "د فوټبال له میدانه نیولې د مذاکراتو تر میز او بیا د جګړې تر ډګره، هر ګام چې موږ د ایرانیانو په توګه اخلو، د یوې لویې مبارزې برخه ده: د خپلو ګرانو خلکو د عزت او وقار ساتنه."

په هوکړه کې د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو غوښتنه شوې، چې د نړیوالې انرژۍ د لېږد یوه مهمه لار ده. بل خوا په امریکا کې، ټرمپ ګواښ وکړ که ایران خپل متحدین نیابتي ځواکونه په لبنان کې کنټرول نه کړي، بریدونه به پرې پیل کړي. ټرمپ پر ټولنیزو رسنیو ولیکل: "ایران باید سمدستي په لبنان کې خپلو اجیرانو ته ووایي چې ستونزې جوړول بس کړي. که نه، موږ به پر ایران یو ځل بیا ډېر سخت برید وکړو، لکه تېره اونۍ مو چې وکړ، خو دا ځل به تر هغه هم سخت وي!"

سره له دې چې ټرمپ ایران وګواښه، د هغه نږدې ملګري او مرستیال"وانس" خبریالانو ته وویل چې ولسمشر له موږ غوښتي ترڅو له ایران سره په اړیکو کې "یوه نوې پاڼه پرانیزو".

سره له دې چې د جمعې په ورځ په لبنان کې د نوي اوربند اعلان وشو، خو هلته د جګړې د پای ته رسېدو نښې کمې لیدل کېږي. ایران د شنبې په ورځ وویل چې د هرمز تنګی یې بیا تړلی دی. د "فارس" خبري اژانس د یوه پوځي سرچینې له قوله ویلي چې تر بلې خبرتیا پورې کښتیو ته د تېرېدو اجازه نه ورکول کېږي. په لبنان کې د یکشنبې ورځ تر ډېره خاموشه وه او د شپې تر ناوخته د کومې لویې پېښې راپور نه دی ورکړل شوی.

وپلټۍ
په کاناډا کې له جومات بهر پر امام برید وشو
ایراني مذاکره کوونکي او  جي ډي وانس له ځنډ وروسته د نویو خبرو اترو لپاره سویس ته ورسیدل
یونیسف د غزې اوربند یو "وژونکی فریب" وباله؛ د اوربند سره سره اسرائیلو ۲۶۵ فلسطیني ماشومان وژلي دي
ولسمشر اردوغان او د سنګاپور لومړی وزیر وانګ د ستراتیژیکو اړیکو پر پراختیا او سیمه ییز ثبات خبرې وکړې
ویټکوف او عراقي سویس ته سفر کوي
د پاکستان په خیبر پښتونخوا ایالت کې په دوو غبرګو چاودنو لږ تر لږه اووه کسانو ژوند د لاسه ورکړی.
بن ګویر: د ۴ سرتېرو له وژل کېدو وروسته 'ټول لبنان باید وسوځول شي'
فرانسه: په ایران د ملګرو ملتونو د بندیزونو لیرې کول زموږ له هوکړې پرته شوني نه دي
پاکستان په خپله خاوره د افغان ځواکونو د برید ادعا رد کړه؛ وايي یوه بې پیلوټه الوتکه یې راغورځولې ده
د افغانستان دفاع وزارت: افغان ځواکونو په پاکستان کې د وسله‌والو پر پټنځایونو هوايي بریدونه کړي دي
اسرائیل لخوا د امریکا او ایران ترمنځه د جګړې د پای ته رسولو د هوکړې له منځه وړو هځې روانې دي
ماکرون: د اسرائیل پوځي ستراتیژي په سیمه کې کرکه او تاوتریخوالی زیاتوي
د امریکا مرستیال ولسمشر وینس سویس ته خپل سفر وځنډو
ټرمپ د ایران سره د سولې د هوکړه لیک پر لاسلیکولو نیوکې کوونکي لوی احمقان وبلل
د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزیر د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسې له مشرې سره اړیکې پرې کړې