د ایران د جګړې د کړکېچ په ترڅ کې د عراق په لوېدیځ کې د امریکا نظامي الوتکې سقوط وکړ.
د امریکا د پوځ په وینا، د امریکا یوه KC-135 ډوله الوتکه د عراق په لوېدیځ کې غورځېدلې او په دې پېښه کې شامله بله الوتکه په خوندي ډول ځمکې ته کښته شوې ده.
"د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) تایید کړه چې یوه KC-135 الوتکه په عراق کې راغورځېدلې، په داسې حال کې چې دویمه الوتکه په خوندي ډول ناسته کړې ده.
د امریکا د پوځ په وینا، د امریکا یوه KC-135 ډوله الوتکه د عراق په لوېدیځ کې غورځېدلې او په دې پېښه کې شامله بله الوتکه په خوندي ډول ځمکې ته کښته شوې ده.
سنتکام، چې په منځني ختیځ کې د امریکایي ځواکونو مسؤلیت پر غاړه لري، په خپله اعلامیه کې ویلي: «یوه الوتکه د عراق په لوېدیځ کې راغورځېدلې او دویمه په خوندي ډول ناسته کړې ده. دا پېښه د دښمن د برید یا خپلمنځي ډزو له امله نه ده رامنځته شوې.»
دا لږ تر لږه څلورمه امریکایي نظامي الوتکه ده چې د ایران پر وړاندې د جګړې پر مهال له منځه ځي؛ له دې وړاندې په کویټ کې درې F-15 الوتکې په تېروتنې سره د خپلمنځي ډزو په پایله کې ویشتل شوې وې.
د امریکا د هوايي ځواک د معلوماتو له مخې، KC-135 الوتکې چې له ۶۰ کلونو راهیسې په فعالیت بوختې دي، معمولاً درې کسیزه عمله لري: پیلوټ، مرستیال پیلوټ او درېیم کس چې د تېلو د لېږد پایپ کنټرولوي ترڅو نورو الوتکو ته تېل ورسوي. خو د هوايي ځواک په حقایق کې راغلي چې د KC-135 ځینې ماموریتونه لارښود ته هم اړتیا لري او دا الوتکه تر ۳۷ پورې مسافر لېږدولی شي.
د جګړې په پیل کې، چې د فبرورۍ په ۲۸مه پیل شوه، کویټي ځواکونو په تېروتنې سره درې امریکایي F-15E جنګي الوتکې وغورځولې، خو د سنتکام په وینا، ټول شپږ واړه عمله وتوانېدل چې په پراشوټ کې ځانونه وژغوري .
نظامي قوماندانۍ هغه مهال ویلي وو چې دغه پېښه د جګړې په ترڅ کې رامنځته شوې وه، چې په کې د ایران د الوتکو، بالستیک توغندیو او ډرون بریدونه شامل وو."