نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
د جرمونو نړۍواله محکمه : د هیچا فشارونو ته به غاړه کینږدو
د جرمونو د نړیوالې محکمې مشرې او کلیدي اروپايي غړو د دوشنبې په ورځ د خپلو لوړ پوړو چارواکو پر وړاندې د امریکا د بندیزونو په ځواب کې د محکمې د خپلواکۍ یوه کلکه اعلامیه خپره کړه.
د جرمونو نړۍواله محکمه : د هیچا فشارونو ته به غاړه کینږدو
د جرمونو نړۍواله محکمه : د هیچا فشارونو ته به غاړه کینږدو / AP

د جرمونو نړیواله محکمه د اسرائیلو د لومړي وزیر او پخوانی دفاع وزیر  د نیولو د حکمونو پر سر د امریکا د بندیزونو سره سره،  د خپلواکۍ نه د دفاع ژمنه وکړه.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د  جرمونو نړیواله محکمه پر کلیدي چارواکو، د قاضیانو او څارنوالانو په ګډون، بندیزونه لګولي دي.

د جرمونو د نړیوالې محکمې مشرې او کلیدي اروپايي غړو د دوشنبې په ورځ د خپلو لوړ پوړو چارواکو پر وړاندې د امریکا د بندیزونو په ځواب کې د محکمې د خپلواکۍ یوه کلکه اعلامیه خپره کړه.

د  جرمونو نړیواله محکمې د غړو هیوادونو د استازو په کلنۍ غونډه کې، مشرې توموکو اکانې وویل: "اجازه راکړئ واضح ووایم. موږ هیڅکله د هیچا لخوا هیڅ ډول فشار نه منو."

دې جاپانۍ حقوقپوهې زیاته کړه: "زموږ خپلواکي او بې طرفي زموږ لارښود ستوري دي او اغېزمن شوي نه دي. زموږ وفاداري یوازې د روم له اساسنامې (چې د جرمونو نړیواله محکمه یې تاسیس کړی او واکونه یې ټاکلي) او نړیوال قانون سره ده."

د جرمونو نړیواله محکمه ، چې افراد د جنګي جرمونو او بشري ضد جرمونو لپاره محاکمه کوي، په خپل ۲۳ کلن تاریخ کې له تر ټولو سختې دورې څخه تیریږي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، په غزه کې د نسل وژنې د جګړې په تړاو د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو لپاره د نیولو د حکمونو په صادرولو په غوسه شوی او د قاضیانو او څارنوالانو په ګډون یې پر کلیدي چارواکو بندیزونه لګولي دي.

نه امریکا او نه هم اسرائیل د جرمونو نړیواله محکمې غړي دي. خو په ۲۰۲۱ کال کې محکمې پریکړه وکړه چې واک یې د غزې او اشغال شوې لویدیځې غاړې په شمول د اشغال شوي ختیځ بیت المقدس فلسطيني سیمو ته غځیږي.

اوس مهال، ۱۲۵ هیوادونه - د ملګرو ملتونو د غړو هیوادونو دوه پر دریمه برخه - د محکمې غړیتوب لري. نور هیوادونه چې له یوځای کیدو یې ډډه کړې، چین، روسیه، شمالي کوریا، لیبیا او سعودي عربستان دي.

د هنګري په ګډون د جرمونو نړیواله محکمه څلورو غړو هیوادونو د وتلو نیت اعلان کړی دی.

د فرانسې د عدلیې وزیر جیرالډ درمانین له محکمې سره د خپل هیواد "نه ماتیدونکې ژمنې" څرګنده کړه.

درمانین وویل: "محکمه د دې جبري اقداماتو سره د بې ساري وخت سره مخ ده چې د قاضیانو او څارنوالانو پر وړاندې شوي، په شمول د یوه فرانسوي قاضي." "دا د منلو وړ نه دي."

د ډنمارک استازې ایلسیت سونډرګارډ کرون، د اروپایي ټولنې په استازیتوب وویل، چې دا ټولنه "د محکمې په وړاندې د ګواښونو او بندیزونو په مقابل کې د محکمې په دفاع کې ټینګه ولاړه ده".

د  جرمونو نړیواله محکمې پر وړاندې ننګونو ته په کتو، د دې محکمې لوی څارنوال، کریم خان، د جنسي ځورونې د تورونو په اړه د څیړنو پر مهال په اوږده رخصتۍ دی، کوم تورونه چې هغه ردوي.

وپلټۍ
د چین په شمال کې په د سکرو په یو کان کې چاودنې ستره فاجعه رامنځته کړې ده.
د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر تهران ته سفر وکړ
روسیه: اوکراین په لوهانسک کې پر کالج او لیلې برید کړی چې له امله يي په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
د لبنان په جنوب کې د اسرائیلو په هوايي بریدونو کې د دوو روغتیايي کارکوونکو په ګډون شپږ کسان وژل شوي
پاکستان  د امریکا او ایران د جګړې د پای ته په اړه نوي وړاندیزونه ایران سره تبادله کړي
د امریکا د استازو په جرګه کې جمهوري غوښتونکو د ټرمپ د ایران جنګي واکونو اړوند رایه اچونه لغوه کړه
روټه وايي چې 'پیاوړې اروپا، پیاوړې ناټو' به د وخت په تېرېدو سره پر یوه متحد باندې تکیه کمه کړي
روبیو د ایران سره د جګړې د پایته رسولو هیله وښوده
اسرائیلو د سوریې په جنوب کې د درعا ښار ته نږدې کرنیزې ځمکې په نښه کړې
د تورکیې د عامه اړیکو  رئیس: د تورکیې د خوړو اونۍ د تورکیې تمدن میراث څرګندوي
د ایران د فوټبال لوبډلې په تورکیه کې د فیفا نړیوال جام د ویزې پروسه پیل کړه
د پاریس ښاروال د فلسطیني ملکي وګړو لپاره د افتخاري تابعیت وړاندیز وکړ
ولسمشر اردوغان: تورکیه به د 'نسل وژنې شبکو' پر وړاندې له بشریت څخه دفاع ته دوام ورکړي
د ایران د هرمز ادارې د متحده عربي اماراتو له بندر څخه د جنوبي اوبو د کنټرول ادعا وکړه
حزب‌الله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د لبنان په سویل کې پر اسرائیلي اشغالګرو ځواکونو د ۲۴ بریدونو خبر ورکړ