د جرمونو نړۍواله محکمه : د هیچا فشارونو ته به غاړه کینږدو
د جرمونو د نړیوالې محکمې مشرې او کلیدي اروپايي غړو د دوشنبې په ورځ د خپلو لوړ پوړو چارواکو پر وړاندې د امریکا د بندیزونو په ځواب کې د محکمې د خپلواکۍ یوه کلکه اعلامیه خپره کړه.
د جرمونو نړیواله محکمه د اسرائیلو د لومړي وزیر او پخوانی دفاع وزیر د نیولو د حکمونو پر سر د امریکا د بندیزونو سره سره، د خپلواکۍ نه د دفاع ژمنه وکړه.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جرمونو نړیواله محکمه پر کلیدي چارواکو، د قاضیانو او څارنوالانو په ګډون، بندیزونه لګولي دي.
د جرمونو د نړیوالې محکمې مشرې او کلیدي اروپايي غړو د دوشنبې په ورځ د خپلو لوړ پوړو چارواکو پر وړاندې د امریکا د بندیزونو په ځواب کې د محکمې د خپلواکۍ یوه کلکه اعلامیه خپره کړه.
د جرمونو نړیواله محکمې د غړو هیوادونو د استازو په کلنۍ غونډه کې، مشرې توموکو اکانې وویل: "اجازه راکړئ واضح ووایم. موږ هیڅکله د هیچا لخوا هیڅ ډول فشار نه منو."
دې جاپانۍ حقوقپوهې زیاته کړه: "زموږ خپلواکي او بې طرفي زموږ لارښود ستوري دي او اغېزمن شوي نه دي. زموږ وفاداري یوازې د روم له اساسنامې (چې د جرمونو نړیواله محکمه یې تاسیس کړی او واکونه یې ټاکلي) او نړیوال قانون سره ده."
د جرمونو نړیواله محکمه ، چې افراد د جنګي جرمونو او بشري ضد جرمونو لپاره محاکمه کوي، په خپل ۲۳ کلن تاریخ کې له تر ټولو سختې دورې څخه تیریږي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، په غزه کې د نسل وژنې د جګړې په تړاو د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو لپاره د نیولو د حکمونو په صادرولو په غوسه شوی او د قاضیانو او څارنوالانو په ګډون یې پر کلیدي چارواکو بندیزونه لګولي دي.
نه امریکا او نه هم اسرائیل د جرمونو نړیواله محکمې غړي دي. خو په ۲۰۲۱ کال کې محکمې پریکړه وکړه چې واک یې د غزې او اشغال شوې لویدیځې غاړې په شمول د اشغال شوي ختیځ بیت المقدس فلسطيني سیمو ته غځیږي.
اوس مهال، ۱۲۵ هیوادونه - د ملګرو ملتونو د غړو هیوادونو دوه پر دریمه برخه - د محکمې غړیتوب لري. نور هیوادونه چې له یوځای کیدو یې ډډه کړې، چین، روسیه، شمالي کوریا، لیبیا او سعودي عربستان دي.
د هنګري په ګډون د جرمونو نړیواله محکمه څلورو غړو هیوادونو د وتلو نیت اعلان کړی دی.
د فرانسې د عدلیې وزیر جیرالډ درمانین له محکمې سره د خپل هیواد "نه ماتیدونکې ژمنې" څرګنده کړه.
درمانین وویل: "محکمه د دې جبري اقداماتو سره د بې ساري وخت سره مخ ده چې د قاضیانو او څارنوالانو پر وړاندې شوي، په شمول د یوه فرانسوي قاضي." "دا د منلو وړ نه دي."
د ډنمارک استازې ایلسیت سونډرګارډ کرون، د اروپایي ټولنې په استازیتوب وویل، چې دا ټولنه "د محکمې په وړاندې د ګواښونو او بندیزونو په مقابل کې د محکمې په دفاع کې ټینګه ولاړه ده".
د جرمونو نړیواله محکمې پر وړاندې ننګونو ته په کتو، د دې محکمې لوی څارنوال، کریم خان، د جنسي ځورونې د تورونو په اړه د څیړنو پر مهال په اوږده رخصتۍ دی، کوم تورونه چې هغه ردوي.