منځنی ختیځ
1 د لوستلو دقیقه
د فلسطیني ځمکو غاصبو اسرائیلیانو په لوېدیځه غاړه کې د فلسطینیانو کورونه او موټرې وسوځولې.
د فلسطیني ځمکو غاصبو اسرائیلیانو د اشغال شوې لوېدیځې غاړې د رام‌الله ښار په دوو کلیو کې د بریدونو پر مهال د فلسطینیانو کورونه او موټر سوځولي دي.
د فلسطیني ځمکو غاصبو اسرائیلیانو په لوېدیځه غاړه کې د فلسطینیانو کورونه او موټرې وسوځولې.
د فلسطیني ځمکو غاصبو اسرائیلیانو په لوېدیځه غاړه کې د فلسطینیانو کورونه او موټرې وسوځولې. / Anadolu Agency (Wire)
 

د فلسطیني رسنیو د راپورونو له مخې، غاصبو اسرائیلیانو د رام‌الله شمال ختیځ ته پر «کفر مالک» او لوېدیځ ته پر «دیر السودان» کلیو یرغل ور وړی او د فلسطینیانو شتمنۍ یې په نښه کړې دي.

اسرائیلي بریدګرو په کفر مالک کلي کې د فلسطینیانو موټرې سوځولي او د ځینو کورونو پر دېوالونو یې د فلسطینیانو ضد شعارونه لیکلي دي.

همداراز، د فلسطیني ځمکو غاصبو اسرائیلیانو په دیر السودان کلي کې هم د فلسطینیانو کورونه او موټر سوځولي دي.

په دغو بریدونو کې د احتمالي مرګ ژوبلې یا ټپي کېدو په اړه تر اوسه څه نه دي ویل شوي.

د ۲۰۲۳ کال له اکټوبر میاشتې راهیسې، کله چې اسرائیل پر غزې تړانګې بریدونه پیل کړل، په اشغال شوې لوېدیځه غاړه او ختیځ بیت المقدس کې هم پر فلسطینیانو بریدونه، چاپې او د هغوی نیول زیات شوي دي.

د فلسطیني سرچینو د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۳ کال له اکټوبر راهیسې په لوېدیځه غاړه او ختیځ بیت المقدس کې د اسرائیلي پوځ او غاصبو اسرائیلي مېشت‌ځایونو د اوسېدونکو په بریدونو کې تر ۱۲۲۰ ډېر فلسطینیان وژل شوي، ۱۳ زره او ۷۴۶ تنه ټپیان شوي او تر ۲۶ زرو ډېر کسان نیول شوي دي.

 

وپلټۍ
ایران امریکا تورنه کړه چې د بیولوژیکي وسلو د ادعاوو له لارې پر عراق د یرغل «فریب» بیا تکراروي
د تورکیې مرستیال ولسمشر جودت یلمز د ازبکستان له ولسمشر میرضیایف سره لیدنه وکړه
اردوغان: د تورکیې بې‌پیلوټه جنګي الوتکه «قزل‌الما» د دندې په موخه د تورکیې وسله وال پوځ ته وسپارل شو
د امریکا سنا مجلس د ایران د جګړې د پای ته رسولو په خاطر مسوده رد کړه.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
اسرائیلي ځواکونو په مرکزي غزه کې د فلسطینیانو کورونه په بمونو الوزولي .
شي، ټرمپ او پوتین درې اړخیزه غونډه پایته ورسیده.
د غیرقانوني اسرائیلي ښارګوټو اوسیدونکو د پوځ تر ساتنې لاندې د یوسف ع مقبرې باندې چاپه واچوله
د هالنډ د وسلو جوړونې شرکت کارکوونکو اوکراین سره پر روسیه د بې‌پیلوټه الوتکو په بریدونو کې مرسته کړې
د حوثي ملېشو برید په ریاض کې د سعودي عربستان د عامه پانګونې صندوق ودانۍ زیانمنه کړې ده.
ټرمپ وايي، امریکا د ایران جګړې د پای ته رسولو لپاره د چین یا روسیې مرستې ته اړتیا نه لري
ټرمپ د آسیا-پسیفک اقتصادي همکارۍ  سرمشریزې په څنډه کې له شي جین پینګ او پوتین سره جلا جلا لیدنې وکړې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د چین ولسمشر شي د امریکا د ولسمشر ټرمپ هرکلی وکړ او د چین د «متقابل عمل دود» نه یادونه وکړه.
اردوغان: اسرائیل غزه د «نړۍ پر تر ټولو لوی اجباري کمپ» بدله کړې ده.