امریکا شاوخوا ۱۰۰ ایراني وګړي خپل هیواد ته ډیپورت کړي دي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د سې شنبې په ورځ، دوو جګپوړو ایراني چارواکو او د یوه باخبره امریکايي چارواکي له قوله راپور ورکړ چې د امریکا متحده ایالتونو شاوخوا ۱۰۰ ایرانیان ایران ته ډیپورت کړي دي.

امریکا شاوخوا ۱۰۰ ایراني وګړي خپل هیواد ته ډیپورت کړي دي. / Reuters

امریکا شاوخوا ۱۰۰ ایراني وګړي خپل هیواد ته ډیپورت کړي دي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د سې شنبې په ورځ، دوو جګپوړو ایراني چارواکو او د یوه باخبره امریکايي چارواکي له قوله راپور ورکړ چې د امریکا متحده ایالتونو شاوخوا ۱۰۰ ایرانیان ایران ته ډیپورت کړي دي.

د راپور له مخې، ایراني چارواکو ویلي چې د امریکا یوه چارتر شوې الوتکه د دوشنبې په ورځ له لویزیانا څخه روانه شوې او ټاکل شوې ده چې د سې شنبې په ورځ د قطر له لارې ایران ته ورسېږي.

ورځپاڼې ویلي، چې د دغو ایرانیانو هویت او امریکا ته د هغوی د کډوالۍ د هڅې لاملونه سمدستي نه دي معلوم.

سپینې ماڼۍ او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه د رویټرز اژانس غوښتنې ته سمدستي ځواب نه دی ورکړی.