نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې په بمي چاودنه کې شپږ پولیس ووژل شول
د پاکستان په خیبرپښتونخوا ایالت کې پر پولیسو خونړۍ چاودنه شوې
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې په بمي چاودنه کې شپږ پولیس ووژل شول
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې په بمي چاودنه کې شپږ پولیس ووژل شول / Reuters
 

د پاکستان په شمال لوېدیځ کې په بمي چاودنه کې شپږ پولیس ووژل شول
پېښه د خیبر پښتونخوا ایالت په ټانک ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

چارواکو تایید کړه چې د دوشنبې په ورځ د پاکستان په شمال لوېدیځ کې په یوه بمي چاودنه کې لږ تر لږه شپږ پولیس وژل شوي دي.

د سیمه ییزو رسنیو د راپور له مخې، چاودنه د خیبر پښتونخوا  ایالت په ټانک ولسوالۍ کې د ګومل بازار پر سړک د پولیسو یوه زغره وال موټر ته نږدې د ریموټ کنټرول په وسیله شوې ده.

د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي دا برید په کلکه غندلی او د تاڼې د یوه اضافي مشر په ګډون یې شپږو وژل شویو پولیسو ته درناوی وړاندې کړی دی.

د دولتي راډیو پاکستان د راپور له مخې، لومړي وزیر شهباز شریف د پېښې د "سملاسي پلټنو" امر کړی او لارښوونه یې کړې چې عاملین دې ژر تر ژره د قانون منګولو ته وسپارل شي.

ولسمشر اصف علي زرداري په 'اېکس' ټولنیزه شبکه کې په یوه خپاره شوي بیان کې د پولیسو پر وژل کېدو خپګان او خواشیني څرګنده کړې او د هغوی زړورتیا ته یې درناوی وړاندې کړی دی.

په یوه بل خبر کې، نقوي وویل چې د ترهګرۍ ضد ادارې د دغه ایالت په پېښور، بنو او خیبر ولسوالیو کې د ترهګرۍ پلانونه شنډ کړي، چې په ترڅ کې یې اته "ترهګر" وژل شوي دي.

نقوي وویل: «موږ په خیبر پښتونخوا کې د سولې د ټینګښت لپاره د ځواکونو کړنې ستایو.»

 

وپلټۍ
ایران امریکا تورنه کړه چې د بیولوژیکي وسلو د ادعاوو له لارې پر عراق د یرغل «فریب» بیا تکراروي
د تورکیې مرستیال ولسمشر جودت یلمز د ازبکستان له ولسمشر میرضیایف سره لیدنه وکړه
اردوغان: د تورکیې بې‌پیلوټه جنګي الوتکه «قزل‌الما» د دندې په موخه د تورکیې وسله وال پوځ ته وسپارل شو
د امریکا سنا مجلس د ایران د جګړې د پای ته رسولو په خاطر مسوده رد کړه.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
اسرائیلي ځواکونو په مرکزي غزه کې د فلسطینیانو کورونه په بمونو الوزولي .
شي، ټرمپ او پوتین درې اړخیزه غونډه پایته ورسیده.
د غیرقانوني اسرائیلي ښارګوټو اوسیدونکو د پوځ تر ساتنې لاندې د یوسف ع مقبرې باندې چاپه واچوله
د هالنډ د وسلو جوړونې شرکت کارکوونکو اوکراین سره پر روسیه د بې‌پیلوټه الوتکو په بریدونو کې مرسته کړې
د حوثي ملېشو برید په ریاض کې د سعودي عربستان د عامه پانګونې صندوق ودانۍ زیانمنه کړې ده.
ټرمپ وايي، امریکا د ایران جګړې د پای ته رسولو لپاره د چین یا روسیې مرستې ته اړتیا نه لري
ټرمپ د آسیا-پسیفک اقتصادي همکارۍ  سرمشریزې په څنډه کې له شي جین پینګ او پوتین سره جلا جلا لیدنې وکړې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د چین ولسمشر شي د امریکا د ولسمشر ټرمپ هرکلی وکړ او د چین د «متقابل عمل دود» نه یادونه وکړه.
اردوغان: اسرائیل غزه د «نړۍ پر تر ټولو لوی اجباري کمپ» بدله کړې ده.