متحده عربي امارات : د ایران له لورې راتوغول شوي ۷ بالستیک توغندي او ۱۶ ډرون الوتکې له منځه وړي دي
د متحده عربي اماراتو د دفاع وزارت په خپله ایکس (پخواني ټویټر) پاڼه کې په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي چې د دوی د هوايي دفاع سیستمونو د ایران له لوري توغول شوي ۷ بالستیک توغندي او ۱۶ بې پیلوټه الوتکې په نښه او له منځه وړي دي.
متحده عربي اماراتو اعلان وکړ چې د دوی هوايي دفاعي سیستمونو له ایران څخه د دغه هېواد پر خاوره توغول شوي ۷ بالستیک توغندي او ۱۶ بې پیلوټه الوتکې (ډرون) شنډ کړي دي.
د متحده عربي اماراتو د دفاع وزارت په خپله ایکس (پخواني ټویټر) پاڼه کې په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي چې د دوی د هوايي دفاع سیستمونو د ایران له لوري توغول شوي ۷ بالستیک توغندي او ۱۶ بې پیلوټه الوتکې په نښه او له منځه وړي دي.
په اعلامیه کې راغلي چې د فبرورۍ له ۲۸مې نېټې راهیسې د متحده عربي اماراتو په لور د توغول شویو ۳۵۲ بالستیک توغندیو، ۱۵ کروز توغندیو او ۱۷۸۹ بې پیلوټه الوتکو په وړاندې لازم دفاعي اقدامات شوي دي. په دغو بریدونو کې د وسله والو ځواکونو ۲ غړي او همدارنګه د پاکستان، نیپال، بنګله دېش او فلسطین ۶ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.
سربېره پر دې، په دغو بریدونو کې ۱۶۱ نور کسان ټپیان شوي چې په هغو کې د متحده عربي اماراتو، مصر، سوډان، ایتوپیا، فیلیپین، پاکستان، ایران، هند، بنګله دېش، سریلانکا، اذربایجان، یمن، یوګانډا، اریتریا، لبنان، افغانستان، بحرین، کوموروس، ترکیې، عراق، نیپال، نایجیریا، عمان، اردن، فلسطین، ګانا، اندونیزیا، سویډن او تونس وګړي شامل دي.