د روسیې دفاع وزارت د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د هغې څرګندونې په غبرګون کې چې د روسیې د تېلو پر چاڼځایونو به بریدونه زیات کړي، اعلان وکړ چې په کیف او د اوکراین په نورو سیمو کې به پر پوځي او پوځي-صنعتی تاسیساتو او ورپورې تړلو زیربناوو بریدونه لاپسې ګړندي کړي.
د دغه وزارت په اعلامیه کې د زیلینسکي هغه څرګندونې یادې شوې دي چې ویلي یې وو، په اوکراین کې د بې پیلوټه الوتکو (ډرون) او توغندیو د تولید پر تاسیساتو او هغو زیربناوو چې د اوکراین د پوځ په ګټه کارول کېږي، د روسیې د بریدونو په غبرګون کې به د روسیې د تېلو پر چاڼځایونو بریدونه زیات کړي.
په اعلامیه کې راغلي چې پر کیف او د اوکراین پر نورو سیمو د روسیې درانه بریدونه د اوکرایني لوري د کړنو په غبرګون کې ترسره شوي او یادونه شوې چې کیف هڅه کړې وه چې په روسیه کې د دولتي دوما (پارلمان) ټاکنې د بریدونو له لارې ګډوډې کړي.
په اعلامیه کې ویل شوي چې د ټاکنو پر کمیسیونونو د توغندیو او ډرون بریدونو له امله ۶ ملکي وګړي وژل شوي، د سپتمبر په ۱۹-۲۰مه له ۱۶۰۰ څخه په زیاتو ډرونونو سره په مسکو کې پر ملکي تاسیساتو د برید هڅه شوې او په جون میاشت کې د سنټ پیټرزبورګ د نړیوال اقتصادي فورم د ډرون بریدونو له لارې د ګډوډولو هڅه شوې وه.
په اعلامیه کې همدارنګه د دې معلوماتو په شریکولو سره چې اوکراین تېره شپه په بیلګورود کې پر استوګنیزو سیمو هم "ترهګریز" برید کړی، یادونه شوې چې په دغه برید کې ملکي وګړو ته مرګژوبله اوښتې او اپارتمانونو، شخصي کورونو او موټرو ته زیان رسېدلی دی.
په اعلامیه کې لاندې څرګندونې ځای پر ځای شوې دي:
"د زیلینسکي د نننۍ څرګندونې وروسته به د روسیې وسلهوال ځواکونه په کیف او د اوکراین په نورو سیمو کې پر پوځي او پوځي-صنعتی تاسیساتو او ورپورې اړوندو زیربناوو خپل بریدونه زیات کړي. د اوکراین خلک باید د دې کار لپاره یوازې د کیف د رژیم پر مشر پړه واچوي. د دې ټولو چارو شخصي او سیاسي مسؤلیت یوازې د زیلینسکي پر غاړه دی."




















