نړۍوالې ټولنې د اسرائیلو لخوا د غزې د اشغالولو په خاطر د عملیاتو پیلولو په اړه ډیر سخت غبرګون وښود.
اسرائیل په کلابنده غزه کې د خپل ځمکني یرغل له امله له نړیوالې غندنې سره مخ شوی دی، چې دا یرغل یې پرون د دغه ښار د اشغالولو د پلان د یوې برخې په توګه پیل کړی دی.
د اسرائیل په وروستیو بریدونو کې یوازې په غزه ښار کې شاوخوا ۹۰ کسان وژل شوي او په ټوله محاصره شوې سیمه کې تر دې هم ډېر کسان وژل شوي دي.
نږدې یو میلیون فلسطینیان، چې ډېری یې د دې سیمې له نورو برخو بې ځایه شوي دي، په دغه ښار کې د پرله پسې بریدونو لاندې ایسار پاتې دي.
تورکیه
د تورکیې د عامه اړیکو رئیس د اسرائیل له خوا د ځمکني یرغل د نوي پړاو له پیل وروسته، په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو له خوا، د بېړني نړیوال اقدام غوښتنه کړې.
د تورکیې د عامه اړیکو رئیس برهان الدین دوران د تورکیې د ځايي او ملي ټولنیزې شبکې ان سوشل له لارې په خپور کړي بیان کې ویلي چې دا یرغل د اسرائیل د نسل وژنې د جرم یو نوی "خونړی پړاو" په نښه کوي. هغه زیاته کړه چې دا برید له نړیوالو قوانینو سرغړونه ده او بشري ناورین لا پسې ژوروي.
دوران وویل: "د نړیوالې ټولنې لپاره نور هیڅ پلمه نه ده پاتې." نوموړي زیاته کړه: "دا د ټولو مسؤلو بنسټونو، په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو امنیت شورا، دنده ده چې سمدستي اقدام وکړي، اوربند خوندي کړي، او ډاډ ترلاسه کړي چې اسرائیل د خپلو جرمونو لپاره د نړیوالو قوانینو پر وړاندې ځواب ویونکی ګرځول کېږي."
کاناډا
د کاناډا د بهرنیو چارو وزارت په غزه ښار کې د اسرائیل نوی ځمکنی یرغل "وحشتناک" بللی دی.
د کاناډا د بهرنیو چارو وزارت پر اېکس (پخواني ټوېټر) په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي: "دا کار بشري ناورین لا پسې ژوروي او د یرغملو خوشې کول له خطر سره مخ کوي." وزارت زیاته کړې: "د اسرائیل حکومت باید نړیوالو قوانینو ته غاړه کیږدي."
فرانسه
د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت له اسرائیل څخه غوښتي چې په غزه ښار کې خپل "ورانوونکی کمپاین" ودروي، وروسته له هغه چې اسرائیلي ځواکونو د فلسطین په دې مهم ښار کې له ډېرې مودې راهیسې د ځمکني یرغل تمه کېده.
وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي: "فرانسه له اسرائیل څخه غواړي چې دا ورانوونکی کمپاین پای ته ورسوي، چې نور هیڅ پوځي منطق نه لري، او ژر تر ژره خبرې اترې بیا پیل کړي."
ایټالیا
د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر انتونیو تایاني، ویلي چې روم د غزې پر ښار د اسرائیل د روان یرغل مخالفت کوي او خبرداری یې ورکړی چې دا کار ملکي وګړو ته جدي خطر پېښوي.
تایاني "سکای ټي جي ۲۴" ټلوېزیون ته وویل: "موږ تل ویلي چې د غزې د عملیاتو مخالف یو."
هغه د کړکېچ د مخنیوي لپاره د دیپلوماتیکو هڅو پر بېړنیتوب ټینګار وکړ او ویې ویل: "اوس، موږ باید د اوربند پروسه ګړندۍ کړو. د حل لارې موندل به اسانه نه وي، خو موږ باید یوه لاره پیدا کړو."
مصر
مصر په غزه ښار کې د اسرائیل د پوځي یرغل د نوي پړاو پیل په کلکه غندلی او دا یې "جدي کړکېچ" او د نړیوالو بشردوستانه قوانینو "ښکاره سرغړونه" بللې ده.
د مصر د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د اسرائیل د یرغل پراخول "بې پروا" اقدام بللی او د فلسطین پر خاوره او ټوله سیمه یې د ناورین ډکو پایلو خبرداری ورکړی دی.
دغه وزارت نړیواله ټولنه په غزه کې د "جرمونو او نسل وژنې" پر وړاندې په اقدام کولو کې پاتې راغلې بللې او په دې سیمه کې، چې نږدې ۶۵،۰۰۰ فلسطینیان په کې وژل شوي، د نسل وژنې د پای ته رسولو لپاره د سمدستي ګامونو غوښتنه کړې ده.
اردن
د اردن د بهرنیو چارو وزارت هم د اسرائیل د ځمکني یرغل پراخول او پر دې سیمه د بمباریو زیاتوالی غندلی او دا یې "د نړیوالو او بشردوستانه قوانینو ښکاره سرغړونه" بللې ده.
ویاند فواد مجالي د خپل هېواد هغه دریځ بیا تکرار کړ چې اسرائیل هڅه کوي په سیمه کې نوي واقعیتونه وتپي، په شمول د فلسطینیانو په زور بې ځایه کول، چې اردن یې په کلکه ردوي.
سکاټلنډ
د سکاټلنډ لومړي وزیر، جان سویني، د بریتانیا له حکومت څخه غوښتي چې د غزې د وضعیت په اړه قوي اقدامات وکړي او د هغه په وینا د "نسل وژنې" په ځواب کې یې پر اسرائیل د بندیزونو لګولو غوښتنه کړې ده.
سویني پر اېکس لیکلي: "په غزه کې د نسل وژنې په وړاندې، چوپتیا او بې عملي د منلو وړ نه ده. د ملګرو ملتونو وروستی راپور، او په غزه ښار د اسرائیل د بریدونو زیاتوالی، باید د بریتانیا د حکومت لپاره د بیدارۍ زنګ وي."
هغه زیاته کړه: "د اسرائیل له حکومت سره باید حساب وشي، په شمول د بندیزونو لګول."
ملګري ملتونه
د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونیو ګوتریش، په کلابنده غزه کې وضعیت د نسل وژنې په توګه له تعریفولو ډډه وکړه خو هغه یې "وحشتناک" وباله.
د ملګرو ملتونو د څېړنیز کمیسیون د هغې پرېکړې په اړه چې اسرائیل په غزه کې نسل وژنه کړې، ګوتریش وویل: "دا د سرمنشي په واک کې نه ده چې د نسل وژنې حقوقي تشخیص وکړي، دا کار د اړوندو قضایي بنسټونو، په ځانګړې توګه د عدالت د نړیوالې محکمې، دنده ده."
هغه په یوه خبري کنفرانس کې وویل: "هغه څه چې نن په غزه کې کېږي، وحشتناک دي."
ګوتریش په غزه ښار کې وضعیت "سیستماتیکه وراني" وبلله او ویې ویل: "موږ د ملکي وګړو پراخه وژنه وینو، په داسې ډول چې زما له سرمنشي کېدو راهیسې مې په هیڅ جګړه کې نه ده لیدلې."








