منځنی ختیځ
3 د لوستلو دقیقې
په یمن کې د امریکا په هوايي بریدونو کې ۲۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي
په یمن کې د حوثیانو تر کنټرول لاندې د الحدیده په ښار د امریکا په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۲۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په یمن کې د امریکا په هوايي بریدونو کې ۲۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي
قتلى ودمار بقصف أمريكي على اليمن / AP

د حوثیانو د روغتیا وزارت ویاند آنیس الاصبحي وویل: په الحدیده ښار باندې د امریکا په وروستیو هوايي بریدونو کې د شهیدانو شمېر شپږو ته لوړ شوی  چې په کې څلور ماشومان او دوه ښځې شاملې دي.  همدارنګه پدې بریدونو کې  ۱۶ کسان ټپیان شوي دي. دا شمېرې لا هم وروستۍ نه دي، ځکه چې ځیني کسان اوس هم د خاورو لاندې دي . هغه وویل چې دا بریدونه د الحدیده ښار د الحوک په سیمه شوي دي.

الاصبحي زیاته کړه: "د قربانیانو شمېر د زیاتېدو احتمال لري، ځکه چې د ژغورنې او پلټنو ډلې هڅه کوي چې  د خاورې لاندې شوو  قربانیانو ته ورسیږي او هغوی راوباسي."

په پلازمینه صنعا کې، امریکایي الوتکو د جبل نقم په سیمه کې چې د حوثیانو یو پوځي مرکز پکې دی، څو هوايي بریدونه ترسره کړل.

عیني شاهدانو د آلمان خبري آژانس ته وویل چې د امریکایي هوايي بریدونو له امله د صنعا ښار په ختیځه برخه کې د جبل نقم په سیمه کې اووه هوايي بریدونه شوي، چې له امله یې سختې چاودنې رامنځته شوې.

د سې شنبې په ماښام، وزارت په یوه بیان کې وویل: "په ذمار ولایت کې د درې امریکایي هوايي بریدونو له امله څلور کسان ټپیان شوي، چې په ټپیانو کې د یو تن روغتیايي حالت ښه ندی.

د حوثیانو اړوند المسیره ټلویزیون راپور ورکړ چې درې امریکایي هوايي بریدونو د إب ولایت په بعدان ولسوالۍ کې د جبل الشماحي په سیمه کې د مخابراتو شبکه په نښه کړه.

همدارنګه، دغه ټلویزیون راپور ورکړ چې د امریکایي یرغل په ترڅ کې د عمران ولایت په ذیبین ولسوالۍ کې د شوابه په سیمه کې د مخابراتو شبکه په نښه شوې ده.

د چهارشنبې په سهار، حوثیانو اعلان وکړ چې په الحدیده ولایت کې د کمران ټاپو په سیمه کې دوه امریکایي هوايي بریدونه ترسره شوي، او همدارنګه په صنعا ولایت کې ۱۱ او په مأرب ولایت کې ۹ هوايي بریدونه شوي، چې د سهار د بریدونو شمېر ۲۲ ته رسېدلی.

د حوثیانو د معلوماتو له مخې، د مارچ د ۱۵مې راهیسې په یمن کې د امریکایي هوايي بریدونو له امله ۷۸ ملکي وګړي وژل شوي او لږ تر لږه ۱۹۶ نور ټپیان شوي، چې په کې ماشومان او ښځې هم شامل دي. پدې شمېرو کې  د حوثیانو اړوند ځواکونو قربانیان شامل ندي.

دغه بریدونه د هغه امرونو په تعقیب ترسره شوي چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ خپل پوځ ته ورکړي وو، ترڅو د حوثیانو پر وړاندې "لوی برید" ترسره کړي. ټرمپ ګواښ کړی و چې حوثیان به په بشپړ ډول له منځه یوسي.

خو حوثیانو د ټرمپ ګواښونه له پامه وغورځول او د اسرائیل دننه ځایونو او د سره سمندرګي په لور تلونکو کښتیو باندې بریدونه بیا پیل کړل. دا بریدونه د مارچ د ۱۸مې راهیسې د غزې په تړانګه کې د اسرائیل لخوا د فلسطینیانو پر وړاندې د وژنو د دوام په ځواب کې ترسره شوي.

اسرائیل د امریکا په بشپړ ملاتړ سره د اکتوبر د ۷مې راهیسې په غزه کې د نسل وژنې جرمونه ترسره کوي، چې له امله یې تر اوسه پورې له ۱۶۶ زره څخه زیات فلسطینیان شهیدان او ټپیان شوي، چې ډېری یې ماشومان او ښځې دي، او له ۱۱ زره زیات کسان لا هم ورک دي.

وپلټۍ
شمالي کوریا د خپل اټومي وسله‌تون د پراخولو او نظامي استخباراتو د پیاوړي کولو هوډ وکړ
د حماس ویاند حازم قاسم د اسرائیلو له یوې هدفي وژنې (ترور) څخه روغ وتلی دی
سیمه‌ییز منځګړي د امریکا او ایران ترمنځ د کړکېچ د کمولو او اټومي خبرو د بېرته پیلولو هڅه کوي
د افغانستان د کرکټ د پخواني چټک بالر شاپور ځدران جنازه د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې خاورو ته وسپارل شوه
ایران په پنځو ولایتونو کې د امریکا په بریدونو کې د ۱۴ کسانو د وژل کېدو خبر ورکوي
په انقره کې د ناټو تر سرمشریزې وروسته د تورکیې او امریکا دفاعي اړیکې نوي پړاو ته داخلې شوې
ایران له نویو بریدونو وروسته امریکا ته خبرداری ورکړ: یوازې تهران به د هرمز تنګي برخلیک ټاکي
په غزه کې د اسرائیلو په بریدونو کې د لږترلږه ۱۰ وژل شویو فلسطینیانو په منځ کې درې ماشومان هم شامل دي
امريکا په ايران کې وروسته له هغې تازه بریدونه وکړل چې ټرمپ وویل اوربند «پای ته رسېدلی» دی
تورکیه او برتانیا په انقره کې د ناټو د سرمشریزې پر مهال نوی دفاعي تړون لاسلیک کړ
د پاکستان په سویل لویدیځ کې په نښته کې ۱۱ امنیتي سرتېري او ۱۹ ترهګر وژل شوي
د ناټو د انقرې سرمشریزې اعلامیه خپره شوه
روسیه: اوکراین د نړیوالې انرژۍ زیربناوو پر وړاندې د ترهګریزو کړنو تمایل لري
ناټو سازمان ۳۶ مه سرمشریزه د کوربه هیواد تورکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په پرانیست وینا پیل شوه.
د امریکا ولسمشر ټرمپ وویل چې د ایران سره اوربند پایته رسیدلی خو مذاکرات کیدای شي دوام ومومي