نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
چین د ټرمپ د سفر پر مهال امریکا ته د تایوان او ایران په اړه خپل پیغامونه رسولي دي
د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي، د مې له ۱۳مې تر ۱۵مې نېټې د ترسره شوي سفر په اړه رسنیو ته په یوه لیکلي بیان کې د هغه موضوعاتو په اړه چې خبرې پرې شوي معلومات ورکړي.
چین د ټرمپ د سفر پر مهال امریکا ته د تایوان او ایران په اړه خپل پیغامونه رسولي دي
چین د ټرمپ د سفر پر مهال امریکا ته د تایوان او ایران په اړه خپل پیغامونه رسولي دي / Reuters



راپورونه وايي چې چین د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سفر پر مهال، واشنګټن ته د تایوان په اړه خپلې سرې کرښې ور په یادې کړې او له ایران سره یې د یوه دایمي او هراړخیز اوربند د ټینګښت وړاندیز کړی دی.
د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي، د مې له ۱۳مې تر ۱۵مې نېټې د ترسره شوي سفر په اړه رسنیو ته په یوه لیکلي بیان کې د هغه موضوعاتو په اړه چې خبرې پرې شوي معلومات ورکړي.

وانګ څرګنده کړه چې د امریکا ولسمشر ټرمپ د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره نږدې ۹ ساعته یوځای تېر کړل او زیاته یې کړه چې مشرانو د دواړو هېوادونو د اړیکو ترڅنګ د نړۍ د سولې او پرمختګ په اړه هم اوږدې خبرې اترې وکړې.

وانګ دې ته په اشارې سره چې له تایوان سره، چې چین ورسره د حاکمیت پر سر ژور اختلاف لري، بیا یوځای کېدل د چینايي ملت ګډه هیله، د چین د کمونست ګوند تاریخي ماموریت او له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د نړیوال نظم یوه مهمه برخه ده:

"(د تایوان مسله) که په سمه توګه مدیریت شي، د امریکا او چین پر اړیکو به مثبتې اغیزې وکړي او دواړه لوري به وکولای شي خپله ډېره انرژي متقابلې همکارۍ ته ځانګړې کړي. برعکس، د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچ او حتی شخړې رامنځته کېدای شي، او د اړیکو ټولیز وضعیت له خطر سره مخ کېدای شي."

چینايي وزیر ټینګار وکړ چې دوی هیله لري امریکا به د "واحد چین" پر اصل او د درې اړخیزو ګډو اعلامیو پر بنسټ، چې د دواړو هېوادونو د سیاسي اړیکو اساس جوړوي، د تایوان په اړه پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

له ایران سره د دایمي او هراړخیز اوربند غوښتنه
وانګ وویل چې ولسمشر شي د سفر پر مهال په منځني ختیځ کې د جګړې په اړه د چین دریځ څرګند کړ او ټینګار یې وکړ چې د ځواک کارول ستونزې نه شي حل کولای او خبرې اترې یوازینۍ سمه لار ده. هغه زیاته کړه، که څه هم مذاکرات سمدستي پایلې نه ورکوي، خو کله چې د خبرو اترو لار پرانیستل شي، باید بیا ونه تړل شي.

وانګ یادونه وکړه چې چین، امریکا هڅوي چې له ایران سره خپل اختلافات او شخړې، د اټومي مسئلې په ګډون، د خبرو اترو له لارې حل کړي. هغه د اوربند د دوام او د هرمز تنګي د ژر تر ژره بیا پرانیستلو غوښتنه وکړه او ویې ویل چې د دې کړکېچ اساسي حل د یوه دایمي او هراړخیز اوربند ټینګښت دی.

وانګ وویل، د چین او امریکا مشرانو د خپلو لیدنو کتنو وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ د "جوړوونکو ستراتیژیکو باثباته اړیکو" د لیدلوري پر رامنځته کولو سیاسي هوکړې ته رسېدلي دي. هغه زیاته کړه، دواړو لورو هوکړه کړې چې د بهرنۍ پالیسۍ، پوځي اړیکو، اقتصاد، سوداګرۍ، عامې روغتیا، کرنې، ګرځندوی، د خلکو ترمنځ اړیکو او د قانون پلي کولو په ګډون په ټولو برخو او کچو کې به تماسونه ډېر کړي.

وانګ دې ته اشاره وکړه چې دا نوی لیدلوری، چې د ستراتیژیک ثبات پر رامنځته کولو تمرکز کوي، د لویو قدرتونو په اړیکو کې د یوه نوي ماډل اړتیا ته ځواب وايي. هغه زیاته کړه، چین له دې څخه داسې باثباته اړیکې درک کوي چې همکاري یې اصلي بنسټ وي، سیالي په مناسبو حدودو کې وساتل شي او د جګړې او شخړې پر ځای پر سوله تمرکز وشي.

 

وپلټۍ
ناټو په تورکیه کې د ایټالیوي توغندیز دفاعي سیسټم د ځای پر ځای کولو سره د تورکیې هوایي ډال پیاوړی کوي
امریکا افشا کړه چې د ایران پر ضد پوځي بریدونو کې د ماسک 'ګروک' (Grok) مصنوعي ځیرکتیا کارول شوی
امریکا او ایران ترمنځ سولې تړون سره سره د اسرائیل پوځ په لبنان کې اوږدمهاله اشغال ته چمتووالی نیسي
چین د اروپايي ټولنې هغه ادعا رد کړه چې ګواکې چینايي پوځ روسي پوځیانو ته روزنه ورکوي
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د امریکا او ایران ترمنځ د هوکړې هرکلی وکړ
ټرمپ: د هرمز تنګی به د جمعې له ورځې څخه 'په بشپړه توګه پرانیستل شي'
اسرائیلي غیرقانوني میشتو په اشغال شوي لویدیځه غاړه کې ام صفا ته د اوبو  یوازینۍ نللیکه ویجاړه کړه
د اسرائیلو د ملي امنیت وزیر بن ګویر د ویزې د ستونزو له امله امریکا ته خپل کورنی سفر لغوه کړ.
عراقچي: د لبنان د جګړې پای ته رسېدل د ایران د جګړې د پای ته رسېدو لپاره یو مهم شرط دی
اوکراین د روسیې له بریدونو وروسته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بیړنۍ غونډې غوښتنه وکړه
د تورکیې په پلازمینه انقره کې یو نوی هوايي ډګر پرانیستل شو.
د جنوبي کوریا KF-21 جنګي الوتکې د الوتنې د خوندیتوب سند ترلاسه کړ
د امریکا د هوايي ځواکونو اړوند یوې (بي ۵۲ ) بم غورځوونکې الوتکې سقوط وکړ.
امریکا ویلي دي د ایران د سولې د هوکړې له مخې د هرمز تنګی باید بې محصوله پرانیستل شي
تورکیه د امریکا او ایران د هوکړې هرکلی کوي؛ فیدان د تخریبي هڅو پر وړاندې د بیدارۍ غوښتنه وکړه