د نوبل د سولې د جایزې ګټوونکې ماچادو له اسرائیل څخه د ملاتړ اعلان وکړ

اسرائیلي چارواکي وايي، د وینزویلا د اپوزیسیون مشرې او د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ماریا کورینا ماچادو د اسرائیل لومړي وزیر نتنیاهو ته مبارکي ویلې او د ایران پر ضد یې د اسرائیل د برید ملاتړ کړی دی.

د نوبل د سولې د جایزې ګټوونکې ماچادو له اسرائیل څخه د ملاتړ اعلان وکړ / Reuters

د نوبل د سولې جایزې ګټونکې، د وینزویلا د اپوزیسیون مشرې ماچادو، له نتنیاهو سره په ټیلیفوني خبرو کې د اسرائیل ملاتړ وکړ

اسرائیلي چارواکي وايي، د وینزویلا د اپوزیسیون مشرې او د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ماریا کورینا ماچادو د اسرائیل لومړي وزیر نتنیاهو ته مبارکي ویلې او د ایران پر ضد یې د اسرائیل د برید ملاتړ کړی دی.

د اسرائیل د لومړي وزیر دفتر ویلي، د وینزویلا د اپوزیسیون مشرې او د نوبل د سولې جایزې نوې ګټونکې ماریا کورینا ماچادو، له بنیامین نتنیاهو سره په ټلیفوني خبرو کې د اسرائیل ملاتړ کړی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، ماچادو په غزه کې د اوربند د تړون له مخې د اسرائیلي یرغملو د بېرته راستنېدو هرکلی کړی او "د ایران پر ضد د اسرائیل د هڅو" ستاینه یې کړې، کوم چې هغې د دواړو هېوادونو لپاره یو ګواښ بللی دی.

نتنیاهو ماچادو ته د نوبل جایزې د ګټلو مبارکي ورکړه او د ډیموکراسۍ او سولې د ودې په برخه کې یې د هغې هڅې وستایلې.

ماچادو له دې وړاندې ژمنه کړې وه چې که خوځښت یې واک ته ورسېږي، نو په اسرائیل کې به د وینزویلا سفارت بیت المقدس ته ولېږدوي. په دې کار سره هغه د لاتینې امریکا له نورو هغو مشرانو سره په یوه کتار کې درېږي چې د اسرائیل پلوه دریځونه یې غوره کړي، لکه د ارجنټاین ولسمشر خاویر میلی او د برازیل پخوانی ولسمشر ژایر بولسونارو.

ډېری هېوادونه خپل سفارتونه په تل ابیب کې لري او له بیت المقدس څخه ډډه کوي، ځکه فلسطین دغه ښار خپله پلازمېنه بولي.