منځنی ختیځ
2 د لوستلو دقیقې
"د اسرائیل د اپوزیسیون مشر پر نتانیاهو سختې نیوکې وکړې او د سرتیرو د وژل کیدو مسئول وبایله
د اسرائیلو د اپوزیسیون مشر یائیر ګولان وویل چې د نتانیاهو د "غیر مسؤلانه" سیاستونو بیه اسرائیلي سرتېري پرې کوي. دا څرګندونې په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې نابلس ښار ته نږدې پر "تل" ښارګوټي باندې د پوځ تر ملاتړ لاندې د نامشروع مېشتو یهودانو له برید دوه
"د اسرائیل د اپوزیسیون مشر پر نتانیاهو سختې نیوکې وکړې او د سرتیرو د وژل کیدو مسئول وبایله
"د اسرائیل د اپوزیسیون مشر پر نتانیاهو سختې نیوکې وکړې او د سرتیرو د وژل کیدو مسئول وبایله

د اسرائیلو د اپوزیسیون مشر "یائیر ګولان" د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو حکومت د "یهودي ترهګرۍ" په هڅولو تورن کړ او ویې ویل چې د نتانیاهو سیاستونو په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې تاوتریخوالی زیات کړی دی.
د اسرائیلو د اپوزیسیون مشر یائیر ګولان وویل چې د نتانیاهو د "غیر مسؤلانه" سیاستونو بیه اسرائیلي سرتېري پرې کوي. دا څرګندونې په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې نابلس ښار ته نږدې پر "تل" ښارګوټي باندې د پوځ تر ملاتړ لاندې د نامشروع مېشتو یهودانو له برید دوه ورځې وروسته کېږي.

د ډیموکرات ګوند مشر ګولان پر خپله ایکس (X) پاڼه په یوه خپره کړې ویډیو کې ویلي چې د نتانیاهو سیاستونه، په ځانګړې توګه د افراطي ارتوډوکس یهودانو له نظامي خدمت څخه معافیت او هغه څه چې ده "یهودي ترهګري" وبلله، پر اسرائیلي سرتېرو دروند بار اچولی دی. هغه وویل: "د نتانیاهو-سموټریچ-بن غفیر حکومت په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې اسرائیلي سرتېري یوازې پرېښي دي."

ګولان نتانیاهو ته په خطاب کې وویل: "نتانیاهو! موږ په ټاکنو کې ستا د ځایناستي کېدو لپاره راځو."

نوموړي تېره شنبه هم خبرداری ورکړی و چې د نتانیاهو حکومت لویدیځه غاړه د "باروتو په یوې بوشکې" بدله کړې چې د اسرائیلو امنیت ګواښي.
ګولان وویل چې د نتانیاهو، سموټریچ او بن غفیر حکومت په قصدي ډول په لویدیځه غاړه کې یو "چاودیدونکی واقعیت" رامنځته کړی دی. هغه زیاته کړه چې افراطي مېشتو یهودانو له میاشتو راهیسې په سیستماتیک ډول ترینګلتیاوې زیاتې کړي او پوځ او هېواد یې یوې پراخې جګړې ته راکش کړي دي.

د تېرې جمعې په ورځ، د پوځ په ملاتړ نامشروع مېشتو یهودانو د فلسطین "تل" ښارګوټي باندې برید وکړ چې ۴ فلسطینیان یې ووژل. د فلسطیني او اسرائیلي سرچینو په وینا، په دغه نښته کې ۲ اسرائیلیان هم وژل شوي دي.

له دې پېښې وروسته، اسرائیلي ځواکونو نابلس او شاوخوا سیمې محاصره کړې، په لویه کچه یې خلک ونیول او په ټوله لویدیځه غاړه کې یې د پراخو بریدونو لپاره د چمتووالي خبر ورکړ.

د فلسطیني رسمي احصایو له مخې، د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر راهیسې، اسرائیلي ځواکونو او نامشروع مېشتو یهودانو په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې لږ تر لږه ۱۱۸۲ فلسطینیان وژلي، زرګونه نور یې ټپیان کړي او شاوخوا ۲۴۰۰۰ کسان یې نیولي دي.

وپلټۍ
د تورکیې ولسمشر اردوغان د سعودي عربستان له وليعهد شهزاده سلمان سره خبرې وکړې
ایران: له عمان سره خبرې اترې د هرمز تنګي له لارې د کښتیو په تګ راتګ تمرکز لري
د پاکستان په سوات کې د پولیسو په یو مرکز ځانمرګی برید شوی .
اسپانیا: د ۵۰ زره کډوالو ډېری برخه له سیوټا سیوټا څخه په خپله خوښه مراکش ته ستانه شول
د جولای په ۱۵ د ولسمشر اردوغان د وژنې د پلان په هڅه کې ښکیل ترهګر ونیول شو
د اوکراین پر پلازمېنې کییف د روسیې په هوايي برید کې ۹ کسان وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان دي
ټرمپ اوکراین ته د پیټریوټ توغندیو د ورکولو له ژمنې شاته شو
د یونس امره انسټیټیوټ لخوا د تورکي ژبې د مهارت نړیواله ازموینه (TYS)
په کاناډا کې پر یوه جومات وسله وال برید شوی
د روسیې لخوا جوړ شوي د سرطان واکسین په لومړنیو کلینیکي ازموینو کې مثبته پایله ورکړه
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی