نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د روسیې یوه مساپر وړونکې الوتکې د رادار سره اړیکه پرې شوې او لا درکه شوې ده.
روسیې د پنجشنبې په ورځ  اعلان وکړ چې ددې هیواد یوه د انتونوف ان-۲۴ ډوله مسافر وړونکې الوتکه د هیواد د لرې ختیځ امور سیمه کې د الوتنې پر مهال د رادار سره اړیکه پرې او ورکه شوې ده.
د روسیې یوه مساپر وړونکې الوتکې د رادار سره اړیکه پرې شوې او لا درکه شوې ده.
/ Reuters

د روسیې یوه مساپر وړونکې الوتکې د رادار سره اړیکه پرې شوې او لا درکه شوې ده.

روسیې د پنجشنبې په ورځ  اعلان وکړ چې ددې هیواد یوه د انتونوف ان-۲۴ ډوله مسافر وړونکې الوتکه د هیواد د لرې ختیځ امور سیمه کې د الوتنې پر مهال د رادار سره اړیکه پرې او ورکه شوې ده.

د بیړنیو خدماتو په حواله، د امور والي واسیلي اورلوف په ټیلیګرام کې لیکلي چې الوتکه د سیمې د اداري مرکز بلاګوویشچنسک څخه د ټیندا ښار پر لور روانه وه کله چې له رادار څخه ورکه شوه.

اورلوف زیاته کړه: "د لومړنیو معلوماتو له مخې، په الوتکه کې ۴۳ مسافر او پنځه ماشومان پکې شامل دي او شپږ عمله موجود وو." هغه وویل چې د ورکې شوې الوتکې د موندلو لپاره هڅې روانې دي.

د بیړنیو حالاتو وزارت هم د لټون تایید وکړ، ویې ویل چې  له رادار سره د الوتکې اړیکه پرې شوې او د ځواب ویلو توان یې له لاسه ورکړی و. ویل کیږي د الوتکې او رادار ترمنځه اړیکه د ټیندا سیمه ییز هوایي ډګر څخه څو کیلومتره لرې پرې شوې وه.

د وزارت په وینا  الوتکې د خاباروفسک-بلاګوویشچنسک-ټیندا په مسیر کې الوتنه کوله. د لومړنیو معلوماتو له مخې، په الوتکه کې شاوخوا ۴۰ کسان سپاره وو." وزارت زیاته کړه چې د پېښې په اړه نور معلومات لا هم روښانه کېږي.

 

وپلټۍ
د اسرائیلو پوځ د سوریې په قنیطره ولایت کې دوه کسان ونیول
د چین د سیچوان ایالت کې د ودانۍ د دېوال ړنګېدو له امله ۵ کسان وژل شوي
د هند په لویدیځ بنګال ایالت کې په یوه هوټل کې د اورلګېدنې له امله نهه کسان مړه شوي دي
ټرمپ یو داسې انځور خپور کړ چې د هرمز تنګی د "امریکا د خاورې" په توګه ښيي
په کابل کې پر یوه تعلیمي مرکز کې د چاودنې له امله  لږ تر لږه ۴۲ ماشومان ټپیان شوي دي.
لاوروف وايي روسیه او شمالي کوریا د نوي څو قطبي نړیوال نظم په لټه کې دي
اسرائیلو د سوریې په ادلیب ولایت کې د ابو ظهور پوځي هوايي ډګر بمبار کړ
د تورکیې ولسمشر اردوغان د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره ټلیفوني خبرې وکړې
ټرمپ ګواښ کړی که چیرې عمان د امریکا او ایران د خبرو اترو په لاره کې مداخله وکړي نو بمبار به یې کړي
پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شویو شمېر ۷۳ زره ۳۹۹ تنو ته ورسېد
پاپ لیو څوارلسم په لویدیځه غاړه کې د فلسطینیانو پر وړاندې داسرائیلو تاوتریخوالي د ختمولو غوښتنه وکړه
ملګري ملتونه: د پولې له بندېدو سره سره، تر ۷۰۰ ډېرې د مرستو لارۍ افغانستان ته داخلې شوې
حماس په غزه کې د اوربند د تړون د دایمي کولو لپاره قاهرې ته ځي
ایران د امریکايي سرتېرو د نیولو یا وژلو لپاره ۳۰،۰۰۰ ډالره انعام اعلان کړ
تورکیې"دوست او ورور" هیواد پاکستان ته د خپلواکۍ د ورځې مبارکي ورکړه.