د روسیې یوه مساپر وړونکې الوتکې د رادار سره اړیکه پرې شوې او لا درکه شوې ده.
روسیې د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې ددې هیواد یوه د انتونوف ان-۲۴ ډوله مسافر وړونکې الوتکه د هیواد د لرې ختیځ امور سیمه کې د الوتنې پر مهال د رادار سره اړیکه پرې او ورکه شوې ده.

د بیړنیو خدماتو په حواله، د امور والي واسیلي اورلوف په ټیلیګرام کې لیکلي چې الوتکه د سیمې د اداري مرکز بلاګوویشچنسک څخه د ټیندا ښار پر لور روانه وه کله چې له رادار څخه ورکه شوه.
اورلوف زیاته کړه: "د لومړنیو معلوماتو له مخې، په الوتکه کې ۴۳ مسافر او پنځه ماشومان پکې شامل دي او شپږ عمله موجود وو." هغه وویل چې د ورکې شوې الوتکې د موندلو لپاره هڅې روانې دي.
د بیړنیو حالاتو وزارت هم د لټون تایید وکړ، ویې ویل چې له رادار سره د الوتکې اړیکه پرې شوې او د ځواب ویلو توان یې له لاسه ورکړی و. ویل کیږي د الوتکې او رادار ترمنځه اړیکه د ټیندا سیمه ییز هوایي ډګر څخه څو کیلومتره لرې پرې شوې وه.
د وزارت په وینا الوتکې د خاباروفسک-بلاګوویشچنسک-ټیندا په مسیر کې الوتنه کوله. د لومړنیو معلوماتو له مخې، په الوتکه کې شاوخوا ۴۰ کسان سپاره وو." وزارت زیاته کړه چې د پېښې په اړه نور معلومات لا هم روښانه کېږي.