نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
امریکا ایران ته د احتمالي ترورونو په اړه خبرداری ورکړی
د راپورونو له مخې، د امریکا حکومت د ایران سره د روانو ډیپلوماټیکو خبرو اترو د خوندیتوب او د هغو د ګډوډېدو د مخنیوي لپاره، تهران ته د هغو ایراني چارواکو په اړه په غیر مستقیم ډول خبرداری ورکړی چې اسرائیل یې د ترورولو پلان لري.
امریکا ایران ته د احتمالي ترورونو په اړه خبرداری ورکړی
امریکا ایران ته د احتمالي ترورونو په اړه خبرداری ورکړی

د امریکایي ورځپاڼې 'واشنګټن پوسټ' د راپور له مخې، چې د اوسنیو او پخوانیو لوړپوړو امریکایي چارواکو پر څرګندونو ولاړ دی، د ټرمپ اداره په داسې حال کې چې په ایران کې د جګړې د پای ته رسولو او نړیوالو کښتیو پر مخ د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو لپاره ډیپلوماټیکې هڅې کوي، د اسرائیل لخوا د ایران د اصلي مذاکره کوونکو د نښه کولو په اړه اندېښمنه وه.

په راپور کې ادعا شوې چې د امریکا حکومت په ځانګړې توګه د ایران د بهرنیو چارو د وزیر 'عباس عراقچي' او د پارلمان د رئیس 'محمد باقر قالیباف' پر وړاندې د اسرائیل د احتمالي ترور له پلانونو سره سخت مخالفت ښودلی. له همدې امله، د تېر پسرلي په میاشتو کې د منځګړو له لارې تهران ته د اسرائیل د نیتونو په اړه خبرداری ورکړل شوی و.

یوه امریکایي چارواکي چې د نوم نه ښودلو په شرط یې خبرې کولې، وویل: "که تاسو دا کسان ووژنئ، نو په حقیقت کې مو هغه 'مصلحت غوښتونکي'  له منځه وړي چې خبرو اترو ته چمتو دي."

د راپور له مخې، له هغه وخته چې د ټرمپ ادارې د مارچ په میاشت کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره پر ډیپلوماټیکو لارو چارو غور پیل کړ، امریکایي چارواکو خپلو اسرائیلي سیالانو ته پیغام واستاوه چې د ایران سیاسي مشران دې نه تروروي.

شنونکي په دې باور دي چې ایران ته د امریکا د دغه خبرداري اړتیا دا ښیي چې د واشنګټن او تل ابیب ترمنځ ژور اختلافات شتون لري او د ټرمپ اداره پر اسراییل محدود نفوذ لري.

د ادعا له مخې، د مارچ میاشتې په نیمایي کې د اسرائیل لخوا د ایران د ملي امنیت د لوړپوړي چارواکي 'علي لاریجاني' وژل کېدو د واشنګټن او تل ابیب ترمنځ د نظرونو دغه اختلاف نور هم زیات کړی دی.

وپلټۍ
هند د پاکې انرژۍ په لور په یو ګام کې خپل لومړی په هایډروجن چلېدونکې اورګاډي پرانیسته
کویټ: "د ایران په برید کې د برېښنا تولید او د اوبو د تصفیې یوه فابریکه په نښه شوې ده"
د جولای ۱۵مې له کودتا وروسته بهرنۍ پالیسي او د تورکیې د راتلونکي لیدلوری
فیدان اوکراین ته خپل سفر "خورا ګټور" وباله؛ تورکیه او اوکراین ستراتیژیکه ملګرتیا پیاوړې کوي
د تورکیې پر سر د ټرمپ او نتنیاهو اختلاف؛ ټرمپ د F-35 الوتکو د پلور په اړه د نتنیاهو پر نیوکو غصه شوی
ایران په بحرین کې د امریکا پر هوايي هډې د بریدونو د ترسره کولو نه خبر ورکړی دی.
د امریکا او ایران ترمنځ د نښتو د زیاتوالي او د سرې بحیرې د تړل کېدو له ګواښ سره د تېلو بیې لوړې شوې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر د روسیې-اوکراین جګړې په اړه د استانبول خبرو اترو د دوام غوښتنه وکړه
ایران: "د اهواز د ماشومانو د سرطان روغتون پر شاوخوا د امریکا برید جنګي جنایت دی"
د تورکیې دفاع وزارت: "د قبرس په ټاپو کې د ترکي پوځیانو شتون د سولې، امنیت او ثبات ضمانت دی"
کرملین: "موږ د تورکیې په منځګړیتوب د اوکراین په اړه د خبرو اترو پیلولو ته چمتو یو"
ایران خبرداری ورکوي چې د هرمز تنګی  زمونږ "سره کرښه" ده او تر پایه به مقاومت وکړو
د ایران په پلازمېنه تهران کې د انقلاب په میدان کې د "په تابوت کې د پراته ټرمپ" بلبورډ انځور ځړول شوی
اسرائیل په غزه کې نسل وژنې ته دوام ورکوي. په وروستیو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۳ تنو ژوند د لاسه ورکړ