نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
بلوچستان ازادۍ پوځ په نامه وسله والې ډلې د پاکستان پر ساحلي ساتونکو برید کړی؛ ۳ تنه وژل شوي
بلوچستان د ازادۍ پوځ  د برید مسؤلیت منلی او دا یې په خپله جنګي تګلاره کې نوی بدلون بللی دی.
بلوچستان ازادۍ پوځ په نامه وسله والې ډلې د پاکستان پر ساحلي ساتونکو برید کړی؛ ۳ تنه وژل شوي
بلوچستان ازادۍ پوځ په نامه وسله والې ډلې د پاکستان پر ساحلي ساتونکو برید کړی؛ ۳ تنه وژل شوي / DPA
 

چارواکو څېړنې پیل کړې او په ګوادر ساحلي سیمه کې یې امنیتي تدابیر کلک کړي دي.

دا پېښه په بلوچستان کې روانه وسله واله مبارزه او پر امنیتي ځواکونو تکراري بریدونه په ګوته کوي.
امنیتي چارواکو ویلي چې بېلتون غوښتونکو وسله والو د یکشنبې په ورځ په عرب بحیره کې د پاکستان د ساحلي ساتونکو (کوسټ ګارډ) پر یوې ګزمې کښتۍ برید کړی او ۳ سرتېري یې وژلي دي. دا په سمندر کې د دغه هېواد پر سمندري ځواکونو د خپل نوعیت لومړنی برید بلل کېږي.

استخباراتي او پولیس چارواکو وویل چې دغه کښتۍ د ایران پولې ته نږدې په ساحلي سیمه کې په عادي ګزمه بوخته وه چې وسله والو پرې ډزې وکړې او ۳ تنه یې ووژل. دغه پېښه په بلوچستان کې امنیتي ننګونې نورې هم زیاتوي؛ هغه ایالت چې له کلونو راهیسې د وسله والو له خوا پر امنیتي ځواکونو او تاسیساتو د بریدونو شاهد دی.

منل شوې بېلتون غوښتونکې ډلې "بلوچستان ازادۍ پوځ" (BLA) د برید مسؤلیت منلی دی. دغه ډلې په یوه بیان کې ویلي: "په وچه کې له عملیاتو وروسته، په سمندري حدودو کې دا اقدام د بلوچستان د ازادۍ پوځ په نظامي ستراتیژۍ کې یو نوی پرمختګ دی."

په ګوادر کې تکراري بریدونه:
استخباراتي او پولیس سرچینو ویلي چې چارواکو په دې اړه پلټنې پیل کړې او په سیمه کې امنیتي تدابیر سخت شوي دي.

پاکستان د تېرې فبرورۍ په میاشت کې په افغانستان کې هوايي بریدونه وکړل چې له امله یې د یوې اونۍ لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ تاوتریخوالی رامنځته شو. اسلام‌اباد پر کابل تور پورې کوي چې د بلوچستان ازادۍ پوځ په څېر وسله والو ډلو ته یې پناه ځایونه ورکړي ترڅو خپل بریدونه تنظیم کړي، خو د طالبانو حکومت تل دا تورونه رد کړي دي.

ګوادر د بلوچستان یوه مهمه ستراتیژیکه سیمه ده چې د چین د "یو کمربند او یوې لارې" (Belt and Road) پروژې مهمه برخه ده. دا سیمه تل د بلوڅ بېلتون غوښتونکو له خوا د بریدونو هدف ګرځېدلې ده. تر اوسه چارواکو د دې پېښې په اړه د تبصرې غوښتنې ته ځواب نه دی ویلی.

 

وپلټۍ
ایران امریکا تورنه کړه چې د بیولوژیکي وسلو د ادعاوو له لارې پر عراق د یرغل «فریب» بیا تکراروي
د تورکیې مرستیال ولسمشر جودت یلمز د ازبکستان له ولسمشر میرضیایف سره لیدنه وکړه
اردوغان: د تورکیې بې‌پیلوټه جنګي الوتکه «قزل‌الما» د دندې په موخه د تورکیې وسله وال پوځ ته وسپارل شو
د امریکا سنا مجلس د ایران د جګړې د پای ته رسولو په خاطر مسوده رد کړه.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
اسرائیلي ځواکونو په مرکزي غزه کې د فلسطینیانو کورونه په بمونو الوزولي .
شي، ټرمپ او پوتین درې اړخیزه غونډه پایته ورسیده.
د غیرقانوني اسرائیلي ښارګوټو اوسیدونکو د پوځ تر ساتنې لاندې د یوسف ع مقبرې باندې چاپه واچوله
د هالنډ د وسلو جوړونې شرکت کارکوونکو اوکراین سره پر روسیه د بې‌پیلوټه الوتکو په بریدونو کې مرسته کړې
د حوثي ملېشو برید په ریاض کې د سعودي عربستان د عامه پانګونې صندوق ودانۍ زیانمنه کړې ده.
ټرمپ وايي، امریکا د ایران جګړې د پای ته رسولو لپاره د چین یا روسیې مرستې ته اړتیا نه لري
ټرمپ د آسیا-پسیفک اقتصادي همکارۍ  سرمشریزې په څنډه کې له شي جین پینګ او پوتین سره جلا جلا لیدنې وکړې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د چین ولسمشر شي د امریکا د ولسمشر ټرمپ هرکلی وکړ او د چین د «متقابل عمل دود» نه یادونه وکړه.
اردوغان: اسرائیل غزه د «نړۍ پر تر ټولو لوی اجباري کمپ» بدله کړې ده.