منځنی ختیځ
4 د لوستلو دقیقې
ایران وايي په بحرین کې یې د امریکا د پیټریوټ رادارونه ویشتلي؛ بحرین وايي برید پر ملکي هدف شوی
ایران وايي چې په بحرین کې یې د امریکا د پیټریوټ دوه رادارونه بمبار کړي او د خپلو بې پیلوټه الوتکو (ډرون) ویډیوګانې یې خپرې کړې دي، خو منامه بیا د تهران له لوري پر یوه صنعتي کارخونه برید غندي او وايي چې په دې پېښه کې چا ته ځاني زیان نه دی اوښتی.
ایران وايي په بحرین کې یې د امریکا د پیټریوټ رادارونه ویشتلي؛ بحرین وايي برید پر ملکي هدف شوی
ایران وايي په بحرین کې یې د امریکا د پیټریوټ رادارونه ویشتلي؛ بحرین وايي برید پر ملکي هدف شوی / AFP
 

ایران ویلي چې د «متحده ایالاتو د غیرقانوني کړنو په غبرګون کې یې د بحرین په ټاپو کې د شیخ عیسی او جفیر پر دوو امریکايي اډو برید کړی دی».

د بحرین چارواکو ویلي چې دې خلیجي هېواد ته د وروستیو بریدونو په لړ کې، ایران یو ملکي صنعتي تاسیسات په نښه کړي چې له امله یې اورلګېدنه رامنځته شوې او مالي زیان یې اړولی دی. خو تهران بیا د خپلو بې پیلوټه الوتکو د توغولو ویډیوګانې خپرې کړې او ادعا یې کړې چې برید یې یوازې په بحرین کې د امریکا د پیټریوټ دفاعي سیسټم دوه رادارونه په نښه کړي دي.

د بحرین د کورنیو چارو وزارت پر اېکس (پخواني ټویټر) لیکلي: «د ایران د کرغېړن تېري په پایله کې، یو ملکي صنعتي مرکز په نښه شوی چې له امله یې په سیمه کې اور لګېدلی دی. ملکي دفاعي ځواکونه د اور د مهارولو لپاره هڅې کوي.»

یاد وزارت زیاته کړې: «لومړني راپورونه د مالي زیانونو ښکارندويي کوي او تر اوسه د مرګ ژوبلې کوم راپور نه دی ورکړل شوی.» وزارت د پېښې دقیق ځای نه دی په ګوته کړی.

تر دې وړاندې د بحرین د کورنیو چارو وزارت اوسېدونکو ته د احتمالي ګواښ خبرداری ورکړی و.

دوه تنو ځايي اوسېدونکو د فرانسې خبري اژانس (AFP) خبریال ته ویلي چې د بحرین په ختیځ ساحل کې د سیتره  ټاپو پر سر یې لوګي لیدلي دي؛ په دې ټاپو کې د دولتي تیلو شرکت «باپکو» (Bapco) د تصفیه‌خانې په ګډون ګڼ شمېر صنعتي تاسیسات موقعیت لري.

د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواک ویلي چې د «متحده ایالاتو د غیرقانوني کړنو په غبرګون کې یې د بحرین په ټاپو کې د شیخ عیسی او جفیر پر دوو امریکايي اډو برید کړی دی».

سپاه پاسداران په یوه اعلامیه کې ادعا کړې: «څو شېبې وړاندې، د روانو تېریو او د ایران د هوايي حریم د نقض په ځواب کې (...) د بحرین په الرفاع او عوالي اډو کې د امریکا د پوځ د پیټریوټ دفاعي سیسټم دوه رادارونه د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو په وسیله په نښه شول.»

دغه ځواک ویلي چې برید د «توغندیو او ډرون الوتکو په ګډو تعرضي عملیاتو» کې ترسره شوی دی.

تر دې مخکې د شنبې په ورځ ایران ویلي وو چې د هرمز په تنګي کې یې د قشم ټاپو پر سر یوه امریکايي بې پیلوټه الوتکه راغورځولې ده.

بلخوا، د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) د ایران هغه ادعا رد کړې چې ګواکې ځواکونو یې د خلیج پر سر د امریکا پر یوې F-16 جنګي الوتکې توغندی ویشتلی، الوتکې ته یې زیان اړولی او بېړنۍ ناستې ته یې اړ کړې ده.

تر دې وړاندې ایراني دولتي رسنیو راپور ورکړی و چې د هېواد هوايي دفاعي سیسټمونو یې د جمعې په ماښام یاده الوتکه په نښه کړه، چې له امله یې الوتکه خپل ماموریت لغوه کولو او نږدې هوايي ډګر ته ښکته کېدو ته اړ شوه.

مرکزي قوماندانۍ په یوه اعلامیه کې ویلي: «ایران پرون د امریکا پر هیڅ یوې F-16 جنګي الوتکې برید نه دی کړی.» قوماندانۍ زیاته کړې چې په منځني ختیځ کې د امریکا ټولې جنګي الوتکې خوندي دي او په خپلو ځایونو کې شتون لري.

ایران د جګړې په اوږدو کې د امریکايي الوتکو د ویشتلو یا زیانمنولو ورته ادعاوې کړې دي، خو د امریکا پوځ تل رد کړې دي.

دا جګړه هغه مهال ونښته کله چې متحده ایالاتو او اسرائیلو په فبروري میاشت کې پر ایران برید وکړ، او له هغه وخت راهیسې ټول منځني ختیځ ته غځېدلې، چې په ترڅ کې یې زرګونه کسان وژل شوي، سمندري ترانسپورت یې ګډوډ کړی او په نړۍ کې یې د انرژۍ بیې لوړې کړې دي.له سپټمبر میاشتې راهیسې پر خلیجي هېوادونو د ایران د بریدونو له یوې لنډې وقفې وروسته، بحرین په روانه میاشت کې څو ځله په نښه شوی دی.

دا هېواد چې د امریکا د سمندري ځواکونو د پنځمې بېړۍ (Fifth Fleet) کوربه دی، د جګړې په لومړیو کې هم چې پر ایران د امریکا او اسرائیلو په بریدونو سره پیل شوه، تر سختو بریدونو لاندې راغلی و.

 

وپلټۍ
ایران امریکا تورنه کړه چې د بیولوژیکي وسلو د ادعاوو له لارې پر عراق د یرغل «فریب» بیا تکراروي
د تورکیې مرستیال ولسمشر جودت یلمز د ازبکستان له ولسمشر میرضیایف سره لیدنه وکړه
اردوغان: د تورکیې بې‌پیلوټه جنګي الوتکه «قزل‌الما» د دندې په موخه د تورکیې وسله وال پوځ ته وسپارل شو
د امریکا سنا مجلس د ایران د جګړې د پای ته رسولو په خاطر مسوده رد کړه.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
اسرائیلي ځواکونو په مرکزي غزه کې د فلسطینیانو کورونه په بمونو الوزولي .
شي، ټرمپ او پوتین درې اړخیزه غونډه پایته ورسیده.
د غیرقانوني اسرائیلي ښارګوټو اوسیدونکو د پوځ تر ساتنې لاندې د یوسف ع مقبرې باندې چاپه واچوله
د هالنډ د وسلو جوړونې شرکت کارکوونکو اوکراین سره پر روسیه د بې‌پیلوټه الوتکو په بریدونو کې مرسته کړې
د حوثي ملېشو برید په ریاض کې د سعودي عربستان د عامه پانګونې صندوق ودانۍ زیانمنه کړې ده.
ټرمپ وايي، امریکا د ایران جګړې د پای ته رسولو لپاره د چین یا روسیې مرستې ته اړتیا نه لري
ټرمپ د آسیا-پسیفک اقتصادي همکارۍ  سرمشریزې په څنډه کې له شي جین پینګ او پوتین سره جلا جلا لیدنې وکړې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د چین ولسمشر شي د امریکا د ولسمشر ټرمپ هرکلی وکړ او د چین د «متقابل عمل دود» نه یادونه وکړه.
اردوغان: اسرائیل غزه د «نړۍ پر تر ټولو لوی اجباري کمپ» بدله کړې ده.