افغانستان
2 د لوستلو دقیقې
طالبان له امریکا څخه د افغانستان کنګل شوو شتمنیو د خوشې کولو غوښتنه وکړه
د افغانستان د اقتصاد مرستیال وزیر د لویو قدرتونو سره د دوستانه اړیکو د جوړولو او د صنعتي همکاریو د ودې غوښتنه کوي
طالبان له امریکا څخه  د افغانستان کنګل شوو شتمنیو د خوشې کولو غوښتنه وکړه
Seorang utusan AS baru-baru ini bertemu dengan menteri luar negeri Taliban di Kabul untuk pertemuan publik pertamanya. [Foto: AFP] / AFP
 

په افغانستان کې  د طالبانو په مشرۍ لنډمهاله ادارې له امریکا څخه د افغانستان کنګل شوې بهرنۍ شتمنۍ د ازادولو غوښتنه کړې. طالبانو حکومت د لویو قدرتونو سره د "دوستانه" اړیکو جوړولو هیله څرګندوي.

د افغانستان د اقتصاد مرستیال وزیر، لطیف نظري، دغه څرګندونې د جاپان په پلازمېنه ټوکیو کې د کیوډو نیوز سره په یوه مرکه کې وکړې، چې د هغه د وروستي سفر په ترڅ کې ترسره شوه.

نظري وویل چې د طالبانو اداره "غواړي د لویو قدرتونو سره دوستانه اړیکې جوړې کړي" او وړاندیز یې وکړ چې اوس د دې وخت دی چې امریکا "مخ ته لاړه شي" او د افغانستان د بهرنۍ شتمنۍ کنګل ختم کړي، کوم چې د راپور له مخې د اقتصاد لپاره خنډ ګرځېدلی.

دغه پرمختګ وروسته له هغې رامنځته شو چې د طالبانو ادارې په جنورۍ کې درې امریکایي اتباع خوشې کړل، لږ وروسته له دې چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ خپله دنده پیل کړه.

تېره اوونۍ، د ټرمپ د یرغمل چارو استازي، اډم بوهلر، په افغانستان کې د لنډمهاله بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي سره وکتل، چې دا د واشنګټن او کابل ترمنځ لومړنۍ رسمي اړیکه وه. بوهلر سره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم ملګرتیا کوله.

۷ میلیارده ډالره کنګل شوې شتمنۍ

د افغانستان شاوخوا ۷ میلیارده ډالره بهرنۍ شتمنۍ د امریکا د پخوانۍ بایډن ادارې لخوا کنګل شوې وې، وروسته له هغې چې د امریکا په مشرۍ بهرني ځواکونه له جګړه ځپلي هېواد څخه په بشپړ ډول ووتل.

د افغانستان د اقتصاد مرستیال وزیر نظري د جاپان سره د اړیکو د پیاوړتیا هیله څرګنده کړه، ترڅو د افغانستان په زیربناوو او صنعت کې پرمختګ ته وده ورکړي .

نظري وویل، لنډمهاله اداره "د جاپان سره د قوي اړیکو هیله لري" او هیله یې څرګنده کړه چې د جاپان ملاتړ به د افغانانو د ژوند معیارونه ښه کړي.

مرستیال وزیر د طالبانو د لوړپوړي پلاوي برخه وه، چې د نیپون مرستندویه بنسټ په بلنه د فبرورۍ په میاشت کې جاپان ته سفر کړی وو.

دا د طالبانو د چارواکو لخوا د ۲۰۲۱ کال د واک ترلاسه کولو راهیسې لومړنی پیژندل شوی سفر و.

د سفر په ترڅ کې، د جاپان د بهرنیو چارو وزارت د منځني ختیځ د څانګې مشر د طالبانو د لنډمهاله ادارې له غړو سره غیر رسمي لیدنه وکړه.

هیڅ د ملګرو ملتونو غړی هېواد اوس مهال د طالبانو اداره په رسمیت نه پېژني.

وپلټۍ
روسیه: ناتو غواړي زموږ له هېواد سره جګړه وکړي
د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې د فلسطین د خپلواکۍ حق اړوند پرېکړه‌لیک په ۱۶۲ رایو تصویب کړ
په فراه ولایت کې چاودنې ګڼشمیر کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د پاکستان د اقلیمي بدلونو وزیر مصدق مسعود ملک په یوه غونډه کې د ګډون لپاره هند ته سفر کړی.
د اروپايي ټولنې کمیسیون د سایبري برید سره مخ شوی، شخصي معلومات ممکن زیانمن شوي وي.
فرانسې په ټول هیواد کې د مرغانو د انفلونزا خطر تر ټولو لوړې کچې ته پورته کړ.
د سعودي په وینا، د حوثیانو د ملېشو هغه توغندی یې شنډ کړی چې د دغه هیواد پر سویل توغول شوی وو
اندونیزیا او چین د جنوبي چین سمندرګي په اړه د همکارۍ په اړه خبرې وکړې.
ایران امریکا تورنه کړه چې د بیولوژیکي وسلو د ادعاوو له لارې پر عراق د یرغل «فریب» بیا تکراروي
د تورکیې مرستیال ولسمشر جودت یلمز د ازبکستان له ولسمشر میرضیایف سره لیدنه وکړه
اردوغان: د تورکیې بې‌پیلوټه جنګي الوتکه «قزل‌الما» د دندې په موخه د تورکیې وسله وال پوځ ته وسپارل شو
د امریکا سنا مجلس د ایران د جګړې د پای ته رسولو په خاطر مسوده رد کړه.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
اسرائیلي ځواکونو په مرکزي غزه کې د فلسطینیانو کورونه په بمونو الوزولي .