سیاست
2 د لوستلو دقیقې
وینزویلا کې د ولسمشر مادورو په مشرۍ ګوند او اتحاد په پارلماني او سیمه ییزو ټاکنو کې ستر بری خپل کړ
د وینزویلا د ټاکنو د ملي شورا لخوا د اعلان شوو رسمي پایلو له مخې د وینزویلا  متحد سوسیالیست ګوند (PSUV) او د هغوی متحدینو د ملي شورا ۸۲.۶۸ سلنه رایې او  د ۲۴ ولایتونو څوکیو څخه ۲۳ ولایتونو څوکۍ ترلاسه کړي دي.
وینزویلا کې د ولسمشر مادورو په مشرۍ ګوند او اتحاد په پارلماني او سیمه ییزو ټاکنو کې ستر بری خپل کړ
/ Reuters

د وینزویلا د ټاکنو ملي شورا اعلان وکړ چې د ولسمشر نیکولاس مادورو ګوند د یکشنبې په ورځ د پارلماني او سیمه ییزو ټاکنو په پایله کې د ډېرو رایو ترلاسه کولو سره بریا خپله کړه.

د وینزویلا د ټاکنو د ملي شورا لخوا د اعلان شوو رسمي پایلو له مخې د وینزویلا  متحد سوسیالیست ګوند (PSUV) او د هغوی متحدینو د ملي شورا ۸۲.۶۸ سلنه رایې او  د ۲۴ ولایتونو څوکیو څخه ۲۳ ولایتونو څوکۍ ترلاسه کړي دي.

په دې ټاکنو کې چې د اصلي اپوزیسیون ائتلاف، ډیموکراتیک اتحاد بایکاټ اعلان کړی وو  د رایې ورکولو ګډون ۴۲.۶ سلنه و. دغه ائتلاف یوازې ۶.۲۵ سلنه رایې ترلاسه کړې.

د ټاکنو شورا مشر، الویس اموروسو، وویل چې دا پروسه ډېره شفافه وه او د وینزویلا د ټاکنیز سیستم یې د نړۍ لپاره د یوه بېلګې په توګه یاد کړ.

 واکمن ائتلاف د ټولو کارول شوو ۵ عشاریه ۵ میلیونو رایو څخه ۴ عشاریه ۵۵ په ترلاسه کولو سره ستر بری ترلاسه کړی دی. د اپوزیسیون د نه ګډون په ترڅ کې یوه پراخه بریا په ګوته کوي.

د اپوزیسیون مشره ماریا کورینا ماچادو  په ټاکنو کې د  شفافیت په اړه د شکونو له امله.خپلو پلویانو ته په ټاکنو د نه ګډون غوښتنه کړې وه.

له ۲۱ میلیونو څخه زیات ثبت شوي رایه ورکوونکي د ۲۴ والیانو، ۲۸۵ پارلمان غړو، او ۲۶۰ سیمه ییزو شورا غړو د ۲۰۲۶-۲۰۳۱ قانوني دورې لپاره د ټاکلو په پروسه کې برخه اخیستې وه.

د لومړي ځل لپاره، په هغه سیمه کې چې د وینزویلا او ګیانا ترمنځ پرېکړه شوې، د طبیعي سرچینو بډایه ایسیکویبو سیمه کې چارواکي وټاکل شول.

 

وپلټۍ
حماس اسرائیل تورن کړ چې د غزې د نسل وژنې د شواهدو د پټولو هڅه کوي
سموټریچ او بن ګویر پر برېتانیا د بندیزونو او د سفیر د شړلو غوښتنه وکړه
په کیف کې د روسیې د بریدونو په ترڅ کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او لس نور ټپیان شوي دي
حوثیانو د سعودي عربستان پر څلورو ښارونو بریدونه کړي چې له امله يي ۷۳ تنه ټپیان شوي دي.
روسیې وویل جرمني په بن کې زموږ جنرال کونسلګري په بې بنسټه پلمو وتړله
جرمني هغه پخواني اسرائیلي بندي ته تابعیت ورکړ چې د فلسطینیانو د اعدامولو غوښتنه یې کړې وه
اروپايي سیاستوالو په جرمني کې د افراطي ښي اړخي ګوند (AfD) پر تاریخي ایالتي بریا اندېښنه ښودلې
روسیه وايي ممکن له اوکراین او امریکا سره درې اړخیزې خبرې بېرته پیل شي
د لبنان په سویل کې اسرائیلو د ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۱ کسان ووژل
د تورکیې د ښځو د والیبال ملي لوبډلې د اروپا اتلولۍ وګټله
د تورکیې  ولسمشر اردوغان د هیواد د ښځو د والیبال ملي لوبډلې ته د اروپا د اتلولۍ د ګټلو له امله مبارک
قالیباف: پداسې حال چې تهران د اقتصادي ستونزو د حل هڅه کوي، د امریکا بریدونو ته به هم  ځواب ورکړي
په غزې کې د اسرائیل قاتلانه بریدونو د ۵ فلسطینیان ژوند واخیست
امریکايي استازو د سولې د هڅو په لړ کې کییف ته خپل لومړنی سفر وکړ
په نوي ډهلي کې د یوې ودانۍ د نړېدو له امله ۵ کسان وژل شوي او ګڼ شمېر نور تر خاورو لاندې دي