تورکیه
3 د لوستلو دقیقې
د تورکیې ولسمشر اردوغان د تورکیې او امریکا د سوداګریزې شورا غونډې ته وینا وکړه
«زموږ دفاعي صنعت، چې د ناټو په معيارونو تولیدات کوي، د خپلو متحدینو د اکمالاتي امنیت په پیاوړتیا کې د پام وړ برخې اخیستلو وړتیا او ظرفیت ته رسېدلی دی.»
د تورکیې ولسمشر اردوغان د تورکیې او امریکا د سوداګریزې شورا غونډې ته وینا وکړه
د تورکیې ولسمشر اردوغان د تورکیې او امریکا د سوداګریزې شورا غونډې ته وینا وکړه

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل په داسې حال کې چې له امریکا سره د ډیپلوماټیکو اړیکو ۱۰۰مې کلیزې ته نږدې کېږو، له واشنګټن سره په ټولو برخو کې خپلو ستراتیژیکو همکاریو ته پراختیا ورکوو.

ولسمشر اردوغان په نیویارک کې د تورکیې په کور کې د ترکیې او امریکا د سوداګریزې شورا غونډې ته په خپله وینا کې، د دغې غونډې د تنظیمولو له امله د امریکا د سوداګرۍ خونې، سوداګریزو شوراګانو او د بهرنیو اقتصادي اړیکو بورډ څخه مننه وکړه.

اردوغان زیاته کړه: «له امریکا سره زموږ ستراتیژیکه همکاري په هره برخه کې د پراختیا په حال کې ده. موږ هیله لرو هغه همغږي چې په سیاسي اړیکو کې رامنځته شوې، خپلو اقتصادي او سوداګریزو اړیکو ته هم انتقال کړو.» هغه په دوام کې وویل:

«امريکا نن ورځ د مایع طبیعي ګاز (LNG) په برخه کې زموږ لومړنی اکمالوونکی هېواد دی. په دې توګه، موږ په اروپا کې تر ټولو لومړنی هېواد یو چې د امریکايي انرژۍ ته ترجیح ورکوو. موږ موخه لرو چې دغه همکاري د هستوي انرژۍ په ګډون د انرژۍ ټولو برخو ته پراخه کړو. بل خوا، له امریکا سره زموږ اقتصادي اړیکې یوازې د سوداګریزو ارقامو پر بنسټ ارزول سم نه دي. په داسې یو وخت کې چې نړیوال اقتصادي نظام بیا ځلي ترمیم او رغول کېږي، زما په باور له ترکیې سره د یوه ستراتیژیک اقتصادي ماډل جوړول خورا اړین دي.»

د انرژۍ د لېږد لارې بیاځلي ټاکل کېږي

ولسمشر اردوغان اشار وکړه چې د سیمه ییزو نښتو په پای ته رسېدو سره به په سیمه کې پینځه ستر تحولات او بدلونونه چټک شي.

نوموړي د لومړي بدلون په اړه وویل چې د اکمالاتي زنځیرونو پرېکړې بدلېږي او شرکتونه اوس مهال یوازې د ټیټې بیې پر ځای، د تر ټولو ډاډمنو او باوري ځایونو په لټه کې دي. اردوغان زیاته کړه: «تورکیه له اروپايي ټولنې سره د ګمرکي اتحاد درلودلو او د ازادې سوداګرۍ د پراخې شبکې پر بنسټ، د خپل قوي صنعتي بنسټ په درلودلو سره د دغې لټون طبیعي او ډاډمن ادرس دی.»

اردوغان د پاتې برخو په اړه لاندې ټکي روښانه کړل:

دویم – د انرژۍ لارې په نوي ډول ټاکل کېږي: له باکو-تفلیس-جیهان څخه نیولې تر ټاناپ  پورې، تورکیه د انرژۍ د بې پرېکون جریان تر ټولو باوري او ډاډمن دهلیز دی.

درېیم – د سوداګرۍ نوي دهلیزونه رامنځته کېږي: منځنی دهلیز  چې اسیا له اروپا سره نښلوي، او د پراختیا لاره چې خلیج له اروپا سره وصلوي، دواړه په تورکیه کې سره یوځای کېږي.

څلورم – د بیا رغونې نوې دوره پیلېږي: زموږ په سیمه کې به سړکونه، بندرونه، د انرژۍ تولیدي مرکزونه، استوګنیزې سیمې او فابریکې بیا ودانېږي. د تورکیې د بیارغونې او کلي جوړونې سکتور په سختو جغرافیو کې د کار کولو په درلودلو تجربې سره د دې پروسې تر ټولو چمتو ممثل دی.

پینځم – دفاعي صنعت او پرمختللې ټکنالوژي: زموږ دفاعي صنعت، چې د ناټو  په معیارونو تولیدات کوي، د خپلو متحدینو د اکمالاتي امنیت په پیاوړتیا کې د برخې اخیستلو پوره وړتیا ته رسېدلی دی.

ولسمشر اردوغان وویل: «د دې لپاره چې زموږ هېواد له دغو تحولاتي فرصتونو څخه ګټه پورته کړي، د اپرېل په میاشت کې مو د نړۍ تر ټولو سیالیز او ځواکمن د پانګونې کڅوړه فعاله کړه. په واشنګټن او نیویارک کې زموږ د پانګونې او مالي دفترونو په ګډون، زموږ ټول بهرني استازولي دفترونه هر وخت ستاسو هراړخیز ملاتړ ته چمتو دي.»

په پای کې اردوغان له ټولو هغو سوداګرو او فعالانو مننه وکړه چې د تورکیې او امریکا د اړیکو د پیاوړتیا لپاره نه ستړې کېدونکې هڅې کوي.

 

وپلټۍ
فیدان په نیویارک کې د سعودي عربستان او سوریې د بهرنیو چارو وزیرانو سره لیدنه وکړه
د ورځې مهم لنډ خبرونه
د فرانسې ولسمشر مکرون: په غزه کې روان حالت د ټولو لپاره د شرم انځور دی
ملګروملتونو په ۸۱ اسامبله کې د ولسمشر اردوغان د نړۍ په کچه د ټولنیزو رسنیو د بحث اصلي موضوع وګرځیده
اردوغان: د فلسطین دولت د لمنځه وړو هڅې په ناکامۍ محکومې دي.
زیلینسکي او مکرون د اوکراین د هوايي دفاع او ژمي د ملاتړ په اړه خبرې وکړي
الشرع د ملګرو ملتونو عمومي غونډې دمخه په امریکا کې له سوري ټولنې سره لیدنه وکړه
تورکیې او امریکا د پرمختللو اټومي ټکنالوژیو په برخه کې د همکارۍ ژورولو تړون لاسلیک کړ
ایران : که امریکا سمندري محاصره پای ته ورسوي، د ۷ ورځو په دننه  کې به د هرمز تنګی پرانیزو»
له ۱۶۰ څخه زیاتو لوبغاړو د ایرلینډ او اسرائیل د فوټبال سیالۍ د بایکاټ غوښتنه وکړه
په غزه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د اسرائیلو د بریدونو له امله ۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی
د برازیل ولسمشر لولا دا سلوا وویل چې ټرمپ "پر نورو هېوادونو د خپلې ارادې د تپلو حق نه لري"
په سور سمندرګي کې د کښتیو تګ راتګ د خطرونو په ډېرېدو سره، اروپايي ټولنه د نورو جنګي بېړیو غوښتنه کوي
سپینې ماڼۍ د 'ټرمپ تلویزیون' (Trump TV) په نامه د تلویزیوني چینل د جوړولو نه خبر ورکړ.
فیدان  د تورکیې-مصر-پاکستان-سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې ګډون وکړ