تورکیه
2 د لوستلو دقیقې
اردوغان په غزه کې د ښځو پروړاندې د اسرائیل د وحشت په اړه پر کمزوري غبرګون سخته نیوکه وکړه
اردوغان د سه شنبې په ورځ په پلازمېنه انقره کې د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي له منځه وړلو نړیوالې ورځې په مناسبت یوې غونډې ته وویل: "یو ځل بیا د عامل او قرباني هویت د غبرګون څرنګوالی ټاکلی دی."
اردوغان په غزه کې د ښځو پروړاندې د اسرائیل د وحشت په اړه پر کمزوري غبرګون سخته نیوکه وکړه
اردوغان په غزه کې د ښځو پروړاندې د اسرائیل د وحشت په اړه پر کمزوري غبرګون سخته نیوکه وکړه / Reuters
 

اردوغان په غزه کې د ښځو پروړاندې د اسرائیل د وحشت په اړه پر کمزوري غبرګون سخته نیوکه وکړه

د تورکیې ولسمشر وایي، د ظالم یا مظلوم هویت ته له پام پرته، تورکیه به په هر ډګر کې حقیقت په لوړ غږ بیان کړي.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل، په غزه کې د ښځو پروړاندې وحشت هغه غبرګون نه دی ترلاسه کړی چې باید ترلاسه یې کړی وای.

اردوغان د سه شنبې په ورځ په پلازمېنه انقره کې د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي له منځه وړلو نړیوالې ورځې په مناسبت یوې غونډې ته وویل: "یو ځل بیا د عامل او قرباني هویت د غبرګون څرنګوالی ټاکلی دی."

اردوغان په غزه کې د اسرائیل نسل وژنې ته اشاره وکړه او د فلسطینیانو پروړاندې یې د اسرائیلي جرمونو شدت په ګوته کړ.

"په غزه کې د نسل وژنې له امله د ۷۰،۰۰۰ شهیدانو فلسطینیانو دوه پر دریمه برخه، له بده مرغه، ښځې او ماشومان وو. دا د هغو کسانو لپاره چې وجدان لري، د خطر زنګ دی."

اردوغان د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی د بشري کرامت بنسټیزه سرغړونه وبلله او دا یې یو نړیوال جرم وباله.

د تورکیې ولسمشر زیاته کړه: "موږ به د ظالم او مظلوم هویت ته له پام پرته د حق دفاع وکړو او په هر ډګر کې به حقیقت په لوړ غږ ووایو."

هغه په خپله کلیدي وینا کې وویل: "د ولسمشر او د دوو لوڼو د پلار په توګه، زه به د تل په څېر د ښځو او ماشومانو پروړاندې د تاوتریخوالي سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې وم."

هغه وویل: "د خلکو، په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو پروړاندې تاوتریخوالی، یو بشري ضد جنایت او له انسانیت سره خیانت دی. د هر هغه چا لاس او وجدان چې پر ښځې لاس پورته کوي، تور وي."

 

وپلټۍ
روسیه: ناتو غواړي زموږ له هېواد سره جګړه وکړي
د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې د فلسطین د خپلواکۍ حق اړوند پرېکړه‌لیک په ۱۶۲ رایو تصویب کړ
په فراه ولایت کې چاودنې ګڼشمیر کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د پاکستان د اقلیمي بدلونو وزیر مصدق مسعود ملک په یوه غونډه کې د ګډون لپاره هند ته سفر کړی.
د اروپايي ټولنې کمیسیون د سایبري برید سره مخ شوی، شخصي معلومات ممکن زیانمن شوي وي.
فرانسې په ټول هیواد کې د مرغانو د انفلونزا خطر تر ټولو لوړې کچې ته پورته کړ.
د سعودي په وینا، د حوثیانو د ملېشو هغه توغندی یې شنډ کړی چې د دغه هیواد پر سویل توغول شوی وو
اندونیزیا او چین د جنوبي چین سمندرګي په اړه د همکارۍ په اړه خبرې وکړې.
ایران امریکا تورنه کړه چې د بیولوژیکي وسلو د ادعاوو له لارې پر عراق د یرغل «فریب» بیا تکراروي
د تورکیې مرستیال ولسمشر جودت یلمز د ازبکستان له ولسمشر میرضیایف سره لیدنه وکړه
اردوغان: د تورکیې بې‌پیلوټه جنګي الوتکه «قزل‌الما» د دندې په موخه د تورکیې وسله وال پوځ ته وسپارل شو
د امریکا سنا مجلس د ایران د جګړې د پای ته رسولو په خاطر مسوده رد کړه.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
اسرائیلي ځواکونو په مرکزي غزه کې د فلسطینیانو کورونه په بمونو الوزولي .