د تورکیې پر لور د توغول شوي بالستیک توغندي د لمنځه وړو په اړه د تورکیې د دفاع وزارت اعلامیه

د تورکیې د دفاع وزارت ویلي دي چې یو بالستیک توغندی چې د ایران لخوا راتوغول شوی وو او د تورکیې هوايي حریم ته داخل شوی وو له منځه وړل شوی دی.

By
د تورکیې پر لور د توغول شوي بالستیک توغندي د لمنځه وړو په اړه د تورکیې د دفاع وزارت اعلامیه / Reuters

له ایران څخه توغول شوی یو بالستیک مهمات (توغندی) چې د عراق او سوریې له هوايي حریم څخه له تېرېدو وروسته یې د تورکیې د هوايي حریم لور ته حرکت کړی و، په ختیځه مدیترانه کې د مېشتو د ناټو د هوايي او توغندیزو دفاعي ځواکونو له خوا په خپل وخت وپېژندل شو او له منځه یووړل شو.

د هاتای ولایت په "دورتیول" ولسوالۍ کې د مهماتو غورځېدلې ټوټې د هغو دفاعي مهماتو پورې اړه لري چې په هوا کې د یاد ګواښ د له منځه وړلو لپاره کارول شوي وو. په دې پېښه کې هیچا ته ځاني زیان نه دی اوښتی.

زموږ د هېواد او هېوادوالو د امنیت د خوندي کولو لپاره زموږ هوډ او وړتیا په تر ټولو لوړه کچه کې ده. تورکیه که څه هم د سیمې د ثبات او ارامۍ پلوي کوي، خو د دې وړتیا لري چې له هر لوري او هر چا له خوا چې وي، د خپلې خاورې او وګړو امنیت خوندي کړي. زموږ د خاورې او هوايي حریم د دفاع لپاره به هر ډول ګام په پوره هوډ او پرته له کوم ځنډ څخه پورته شي. موږ یو ځل بیا یادونه کوو چې زموږ د هېواد پر وړاندې د هر ډول دښمنانه چلند د ځواب ورکولو حق له ځان سره خوندي ساتو.

موږ پر ټولو خواوو غږ کوو چې له داسې ګامونو ډډه وکړي چې په سیمه کې د شخړو د لا زیاتې خپرېدو لامل کېږي. په دې تړاو به موږ له ناټو او نورو متحدینو سره خپلو مشورو ته دوام ورکړو.

د خلکو د خبرتیا لپاره په درنښت وړاندې کېږي.