تورکیه
2 د لوستلو دقیقې
د تورکیې په اسکي شهر کې په ځنګلونو کې د اورلګیدنو له امله ۱۰ تنه شهیدان شول.
د تورکیې د کرنې او ځنګلونو وزیر ویلي، چې د هېواد په مرکزي سیمه کې د یوه ځنګلي اور په ترڅ کې پنځه ځنګل ساتونکي او پنځه د لټون او ژغورنې کارکوونکي وژل شوي دي.
د تورکیې په اسکي شهر کې په ځنګلونو کې د اورلګیدنو له امله ۱۰ تنه شهیدان شول.
/ Reuters

د تورکیې په اسکي شهر کې په ځنګلونو کې د اورلګیدنو له امله ۱۰ تنه شهیدان شول.

د تورکیې د ځنګلونو وزیر وویل، چې په اسکی‌شهر ولايت کې د ځنګلي اورونو له امله لس کسان شهیدان شوي دي.

د تورکیې د کرنې او ځنګلونو وزیر ویلي، چې د هېواد په مرکزي سیمه کې د یوه ځنګلي اور په ترڅ کې پنځه ځنګل ساتونکي او پنځه د لټون او ژغورنې کارکوونکي وژل شوي دي.

د تورکیې د کرنې او ځنګلونو وزیر یومکلي اعلان کړی چې په مرکزي اسکی‌شهر ولایت کې د یوه ځنګلي اور د مړ کولو پر مهال لس کسان، چې پکې پنځه د ځنګل ساتنې کارکوونکي او پنځه د لټون او ژغورنې کارکوونکي شامل دي، شهیدان شوي دي.

وزیر وویل: زه ټول هیواد ته د تسلیت او خواخوږۍ مراتب وړاندې کوم. موږ یو ډېر دردناک ماښام تجربه کوو. لس تنه زموږ د ځنګلونو کارکوونکي د اور وژنې پر مهال شهیدان شول. دا سیمه موږ دا مهال بنده کړې ده.

نوموړي زیاته کړه :موږ باور نه شو کولای چې دا پېښه په دومره کوچني ځنګل کې څنګه رامنځته شوه، داسې نه وه چې دا ډېر لوی ځنګل وي. هغوی پرون له خطره وتلي وو، او موږ ډېر خوښ وو، خو نن مو د هغوې د شهادت خبر ترلاسه کړ."

هغه وویل: "کله چې د اسکی‌شهر اور د افیون قره‌حصار تر سرحده ورسېد، ۱۹ د ځنګلونو کارکوونکي او پنځه د لټون او ژغورنې رضاکار کسان د ناوړه بادونو له امله په اور کې راګیر شول. دا مهال زموږ ۱۴ د ځنګلونو کارکوونکي په روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي."

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ایکس (پخوانی ټویټر) له لارې لیکلي: په اسکی‌شهر کې د ځنګلي اور پر وړاندې د مبارزې پر مهال د پنځو د ځنګلونو کارکوونکو او پنځو د AKUT رضاکارانو د شهادت خبر زه ژور غمجن کړم.

زه د دوی کورنیو او زموږ ملت ته خپله خواخوږي وړاندې کوم، او د الله له دربار څخه خپلو شهیدانو ته د رحمت او مغفرت او ټپیانو ته د عاجلې شفاء غوښتنه کوم.

وپلټۍ
په کابل کې پر یوه تعلیمي مرکز کې د چاودنې له امله  لږ تر لږه ۴۲ ماشومان ټپیان شوي دي.
لاوروف وايي روسیه او شمالي کوریا د نوي څو قطبي نړیوال نظم په لټه کې دي
اسرائیلو د سوریې په ادلیب ولایت کې د ابو ظهور پوځي هوايي ډګر بمبار کړ
د تورکیې ولسمشر اردوغان د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره ټلیفوني خبرې وکړې
ټرمپ ګواښ کړی که چیرې عمان د امریکا او ایران د خبرو اترو په لاره کې مداخله وکړي نو بمبار به یې کړي
پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شویو شمېر ۷۳ زره ۳۹۹ تنو ته ورسېد
پاپ لیو څوارلسم په لویدیځه غاړه کې د فلسطینیانو پر وړاندې داسرائیلو تاوتریخوالي د ختمولو غوښتنه وکړه
ملګري ملتونه: د پولې له بندېدو سره سره، تر ۷۰۰ ډېرې د مرستو لارۍ افغانستان ته داخلې شوې
حماس په غزه کې د اوربند د تړون د دایمي کولو لپاره قاهرې ته ځي
ایران د امریکايي سرتېرو د نیولو یا وژلو لپاره ۳۰،۰۰۰ ډالره انعام اعلان کړ
تورکیې"دوست او ورور" هیواد پاکستان ته د خپلواکۍ د ورځې مبارکي ورکړه.
ولسمشر اردوغان د عدالت او پراختیا ګوند ۲۵ کلن مزل د تورکیې لپاره یو "تاریخي بدلون" وباله
زاخارووا: موږ له تورکیې څخه د سولې وړاندیزونه په دقت سره ارزوو
تورکیې د علي خان کوریش جنايي ډلې پر خلاف پراخه عملیات ترسره کړل.
اردوغان وویل چې د اروپايي ټولنې له خوا د ګمرکي اتحادیې او ویزو د ازادولو ګامونه د هرې خوا په ګټه دی