نړيوالو مشرانو په احتیاط سره د امریکا او ایران د لنډمهاله اوربند هرکلی وکړ
د امریکا او ایران ترمنځ د اوربند د هوکړې په اړه نړیوال غبرګونونه دوام لري. دا هوکړه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لخوا د ایران د "لمنځه وړولو" لپاره د ټاکل شوي مهلت څخه یوازې یو ساعت مخکې وشوه، چې په نړیواله کچه یې اندیښنې له منځه یوړې .
د اروپا، خلیج او اسیا مشرانو د دوه اوونیز اوربند او د هرمز تنګي د پرانیستلو په اړه د ایران د پرېکړې هرکلی وکړ، خو خبرداری یې ورکړ چې د دایمي حل لپاره دوامداره ډیپلوماسۍ ته اړتیا ده.
د امریکا او ایران ترمنځ د اوربند د هوکړې په اړه نړیوال غبرګونونه دوام لري. دا هوکړه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لخوا د ایران د "لمنځه وړولو" لپاره د ټاکل شوي مهلت څخه یوازې یو ساعت مخکې وشوه، چې په نړیواله کچه یې اندیښنې له منځه یوړې او ټولو ته په ارامه توګه د ساه اخیستو فرصت ورکړ.
تورکیه:
انقرې د دې پرمختګ هرکلی وکړ. د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې وویل: "دا لنډمهاله اوربند باید په سیمه کې په بشپړ ډول پلی شي. موږ هیله لرو چې ټول لوري ورته ژمن پاتې شي." تورکیې د پاکستان له رول څخه مننه وکړه او د اسلاماباد د راتلونکو خبرو څخه يي ملاتړ اعلان کړ.
پاکستان:
لومړي وزیر شهباز شریف دا یو "هوښیارانه ګام" وباله او د دواړو هیوادونو له مشرانو یې مننه وکړه. هغه د دواړو لورو پلاوي د اپریل پر ۱۰مه اسلاماباد ته د وروستۍ هوکړې لپاره وبلل.
روسیه:
د روسیې د امنیت شورا مرستیال دیمتري میدویدیف وویل چې عقل سلیم غالب شو، خو زیاته یې کړه چې "ارزانه تېل به نور وجود ونلري."
چین:
بیجینګ د اوربند هرکلی وکړ او ویې ویل چې دوی هم د جګړې د درولو لپاره هڅې کړې دي. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې وویل چې دوی د سیاسي لارې د حل پلوي دي.
مالیزیا:
لومړي وزیر انور ابراهیم دا یو "مثبت پرمختګ" وباله او د پاکستان د "زړورې ډیپلوماسۍ" ستاینه یې وکړه. هغه هیله وښوده چې دا ثبات عراق، لبنان او یمن ته هم وغځیږي او په غزه کې بشري ناورین پای ته ورسیږي.
جاپان، آسټرالیا او نوي زیلنډ:
دغو هیوادونو په جلا جلا څرګندونو کې اوربند یو مثبت ګام وباله، خو ټینګار یې وکړ چې د دایمي سولې او نړیوال اقتصاد د خوندیتوب لپاره لا هم ډیر کار ته اړتیا ده.
عمان، متحده عربي امارات، مصر او عراق:
دغو سیمه ییزو هیوادونو د کړکېچ د کمولو ملاتړ وکړ. د اماراتو چارواکي انور قرقاش وویل: "امارات له داسې یوې جګړې بریالي ووتل چې موږ یې د مخنیوي هڅه کوله." مصر د خلیجي هیوادونو او اردن پر حاکمیت او امنیت ټینګار وکړ.
اروپايي هیوادونه (جرمني، برتانیا، فرانسه او اسپانیا):
جرمني: چانسلر فریدریش ميرز له پاکستان څخه مننه وکړه.
برتانیا: لومړي وزیر کییر سټارمر دا د سیمې او نړۍ لپاره د "هوساینې شېبه" وبلله.
فرانسه: ولسمشر ایمانویل ماکرون دا یو "ډیر ښه کار" وباله خو غوښتنه یې وکړه چې لبنان هم باید په اوربند کې شامل وي.
اسپانیا: د بهرنیو چارو وزیر یې وویل چې نړۍ تباهۍ ته "خطرناکه نږدې" شوې وه او د ټرمپ ګواښونه یې د انسانیت لپاره "نه منونکي" وبلل.
اسرائیل:
د اسرائیل لومړي وزیر د شرایطو په ایښودلو سره د دې هوکړې د کمزوري کولو هڅه وکړه. هغه وویل چې اسرائیل یوازې هغه وخت د بریدونو د ځنډولو ملاتړ کوي چې ایران سمدستي د هرمز تنګی پرانیزي او اټومي ګواښونه بند کړي. هغه په ځانګړي ډول ټینګار وکړ چې "دا دوه اوونیز اوربند لبنان نه رانغاړي."