نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
ایران پر اذربایجان برید وکړ؛ باکو وایي د ځواب ورکولو حق لري
د اذربایجان د بهرنیو چارو وزارت تایید کړه چې د پنجشنبې په غرمه د ایران له خاورې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه شوي، چې یو برید د نخجوان د خودمختاره جمهوریت د هوايي ډګر پر ټرمینل او بل د "شکرباد" کلي کې یوه ښوونځي ته نږدې شوی دی.
ایران پر اذربایجان برید وکړ؛ باکو وایي د ځواب ورکولو حق لري
ایران پر اذربایجان برید وکړ؛ باکو وایي د ځواب ورکولو حق لري / AA

اذربایجان د نخجوان هوايي ډګر ته نږدې د ایران د بې پیلوټه الوتکو بریدونه وغندل، چې ملکي وګړي یې ټپیان کړي او سیمه ییزې ترینګلتیاوې یې زیاتې کړې دي.

د پنجشنبې په ورځ له ایران څخه توغول شوې بې پیلوټه الوتکې (ډرون) د اذربایجان پر نخجوان سیمې لګېدلې، چې د نخجوان نړیوال هوايي ډګر ته نږدې یې د اور لګېدنې لامل شوې دي. ویډیويي انځورونو ښودلې چې له هوايي ډګر څخه تور لوګي پورته کېږي؛ دغه هوايي ډګر د ایران له پولې څخه شاوخوا ۱۰ کیلومتره لیرې پروت دی.

د اذربایجان د بهرنیو چارو وزارت تایید کړه چې د پنجشنبې په غرمه د ایران له خاورې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه شوي، چې یو برید د نخجوان د خودمختاره جمهوریت د هوايي ډګر پر ټرمینل او بل د "شکرباد" کلي کې یوه ښوونځي ته نږدې شوی دی.

د اذربایجان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې وویل: «موږ د ایران د اسلامي جمهوریت له خاورې ترسره شوي دغه ډرون بریدونه په کلکه غندو، چې له امله یې د هوايي ډګر ودانۍ زیانمنه شوې او دوه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.»

باکو دا بریدونه د نړیوالو قوانینو سرغړونه وبلله چې سیمه ییزې ترینګلتیاوې زیاتوي، او له ایرانه یې د سمدستي توضیحاتو او مخنیوي اقداماتو غوښتنه وکړه. په اعلامیه کې راغلي: «موږ غوښتنه کوو چې د ایران اسلامي جمهوریت په لنډ وخت کې دا موضوع روښانه کړي، توضیحات ورکړي او په راتلونکي کې د داسې پېښو د تکرار مخنیوي لپاره لازم او عاجل اقدامات وکړي.»

باکو د غبرګون حق له ځانه سره ساتي
د اذربایجان حکومت خبرداری ورکړی چې که دا ډول بریدونه بیا تکرار شي، دوی د مناسب ځواب ورکولو حق له ځانه سره ساتي.

په همدې تړاو، په اذربایجان کې د ایران سفیر مجتبی دمیرچیلو د اذربایجان د بهرنیو چارو وزارت ته احضار شو. وزارت وویل: «ایراني لوري ته به یو کلک احتجاج څرګند شي او یو اړوند احتجاجي یادداشت به هم ورسپارل شي.»

وپلټۍ
د پاکستان د پوځ مشر له ایران سره د 'نږدې همغږۍ' غوښتنه وکړه
غیرقانوني اسرائیلي ښارګوټو اوسیدونکو  یوه فلسطینۍ ښځه ووژله او ۱۰ نور یې ټپیان کړل
د فنلنډ ولسمشر تورکیه د اروپا یو مهم امنیتي لوبغاړی او د ناټو نه بېلېدونکی متحد وباله.
سعودي شرکت په پاکستان کې د ۳۰ میلیارده ډالرو په ارزښت د انرژۍ زېربناوو د پراختیا هوکړه لاسلیک کړه
د منګولیا ولسمشر ویلي د فساد له تورونو وروسته به استعفا وکړي او ژمنه یې وکړه چې خپل نوم به پاک کړي.
د عراق پارلماني پلټنو په «جرف الصخر» کې د تېلو د قاچاق شواهد افشا کړل
فیدان وايي تورکیه باید د سیمه‌ییز اتصال د پیاوړتیا مشري پر غاړه واخلي
یو عدلي طب کارپوه وايي چې د اپسټین مړینه تر ځان‌وژنې ډېره له وژنې (قتل) سره ورته والی لري
وینس وايي د ټرمپ اداره به اجازه ورنه کړي چې له ایران سره جګړه پر یوې بلې «نه ختمېدونکې جګړې» بدله شي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
اردوغان د تورکیې په کوربه‌توب د COP31 سرمشریزه په تاریخ کې «تر ټولو بریالۍ» سرمشریزه وبلله.
ایران وايي چې هرمز تنګي ته نږدې یې د امریکا یوه پوځي بې‌ پیلوټه الوتکه نیولې ده
عراقچي وايي،د امریکا لخوا د ایران د شرطونو د منلو په صورت کې په دوو ورځو کې به هرمز تنګی پرانیزو.
په هرمز تنګي کې درې د تېلو لېږدوونکې بېړۍ له سمندري ماینونو سره جنګیدلي دي.
شیخه حسینه واجد وايي چې د اعدام د سزا له ګواښ سره سره به په ډسمبر کې بنګله دېش ته ستنه شي.