تورکیه
2 د لوستلو دقیقې
ولسمشر اردوغان او د سنګاپور لومړی وزیر وانګ د ستراتیژیکو اړیکو پر پراختیا او سیمه ییز ثبات خبرې وکړې
مشرانو په مهمو سکتورونو کې د همکارۍ د پراخولو لارې چارې وڅېړلې او په منځني ختیځ کې د کړکېچ کمولو او د حیاتي سوداګریزو لارو د خوندیتوب لپاره یې ډیپلوماټیکې هڅې و ارزولې.
ولسمشر اردوغان او د سنګاپور لومړی وزیر وانګ د ستراتیژیکو اړیکو پر پراختیا او سیمه ییز ثبات خبرې وکړې
ولسمشر اردوغان او د سنګاپور لومړی وزیر وانګ د ستراتیژیکو اړیکو پر پراختیا او سیمه ییز ثبات خبرې وکړې


د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په استانبول کې د سنګاپور د لومړي وزیر لارنس وانګ کوربه توب وکړ. په دې کتنه کې دواړو مشرانو پر دوه اړخیزو اړیکو او همدارنګه پر مهمو سیمه ییزو او نړیوالو پرمختګونو بحث وکړ.

د تورکیې د عامه اړیکو د ریاست د معلوماتو له مخې، د جمعې په ورځ په دې کتنه کې ولسمشر اردوغان د تورکیې او سنګاپور ترمنځ د همکارۍ پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او په یو لړ ستراتیژیکو برخو کې یې د اړیکو د ژورولو فرصتونه په ګوته کړل.

اردوغان په دفاعي، لوجستیکي، هوايي چلند، سمندري چارو او مالي برخو کې د همکاریو د پراخولو لپاره د تورکیې پر ژمنې بیا ټینګار وکړ.

پر سیمه ییز ثبات تمرکز

مشرانو همدارنګه د منځني ختیځ پر پرمختګونو او پراخو نړیوالو مسایلو د نظرونو تبادله وکړه.

ولسمشر اردوغان یادونه وکړه چې تورکیه د ایران او متحده ایالاتو ترمنځ د تلپاتې سولې د تامین په موخه په جدي ډیپلوماټیکو هڅو بوخته ده.

نوموړي د نړیوالو سوداګریزو لارو پر مهم رول په ټینګار سره، د هرمز تنګي له لارې د کښتۍ چلولو د ازادۍ پر ساتلو ټینګار وکړ. هغه وویل چې ترکیه به له وروڼو هیوادونو سره نږدې کار ته دوام ورکړي او د سیمه ییز ثبات د ساتلو او له ډیپلوماټیکو حل لارو څخه د ملاتړ په هڅو کې به په هره ممکنه لاره مرسته وکړي.

 

وپلټۍ
هند د پاکې انرژۍ په لور په یو ګام کې خپل لومړی په هایډروجن چلېدونکې اورګاډي پرانیسته
کویټ: "د ایران په برید کې د برېښنا تولید او د اوبو د تصفیې یوه فابریکه په نښه شوې ده"
د جولای ۱۵مې له کودتا وروسته بهرنۍ پالیسي او د تورکیې د راتلونکي لیدلوری
فیدان اوکراین ته خپل سفر "خورا ګټور" وباله؛ تورکیه او اوکراین ستراتیژیکه ملګرتیا پیاوړې کوي
د تورکیې پر سر د ټرمپ او نتنیاهو اختلاف؛ ټرمپ د F-35 الوتکو د پلور په اړه د نتنیاهو پر نیوکو غصه شوی
ایران په بحرین کې د امریکا پر هوايي هډې د بریدونو د ترسره کولو نه خبر ورکړی دی.
د امریکا او ایران ترمنځ د نښتو د زیاتوالي او د سرې بحیرې د تړل کېدو له ګواښ سره د تېلو بیې لوړې شوې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر د روسیې-اوکراین جګړې په اړه د استانبول خبرو اترو د دوام غوښتنه وکړه
ایران: "د اهواز د ماشومانو د سرطان روغتون پر شاوخوا د امریکا برید جنګي جنایت دی"
د تورکیې دفاع وزارت: "د قبرس په ټاپو کې د ترکي پوځیانو شتون د سولې، امنیت او ثبات ضمانت دی"
کرملین: "موږ د تورکیې په منځګړیتوب د اوکراین په اړه د خبرو اترو پیلولو ته چمتو یو"
ایران خبرداری ورکوي چې د هرمز تنګی  زمونږ "سره کرښه" ده او تر پایه به مقاومت وکړو
د ایران په پلازمېنه تهران کې د انقلاب په میدان کې د "په تابوت کې د پراته ټرمپ" بلبورډ انځور ځړول شوی
اسرائیل په غزه کې نسل وژنې ته دوام ورکوي. په وروستیو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۳ تنو ژوند د لاسه ورکړ