تورکیه
2 د لوستلو دقیقې
په استانبول کې پر امنیتي پوسته د ترهګریز برید په تړاو ۱۰ تنه ونیول شول
د استانبول د لوی څارنوالۍ دفتر لخوا د هغې حملې په اړه څېړنې په شدت سره روانې دي چې د سه شنبې په ورځ د استانبول په "بشیکتاش" سیمه کې د اسرائیلو قونسلګرۍ ته نږدې د "یاپي کریدي پلازا" مخې ته پر یوې امنیتي پوسته شوې وه.
په استانبول کې پر امنیتي پوسته د ترهګریز برید په تړاو ۱۰ تنه ونیول شول
په استانبول کې پر امنیتي پوسته د ترهګریز برید په تړاو ۱۰ تنه ونیول شول / AA

په استانبول کې د پولیسو پر یوې پوسته د ترهګریز برید په تړاو د نیول شویو کسانو شمېر ۱۰ ته ورسېد. دا وروسته له هغه چې د چهارشنبې په ورځ پنځه نور شکمن کسان هم د پولیسو لخوا ونیول شول.

د استانبول د لوی څارنوالۍ دفتر لخوا د هغې حملې په اړه څېړنې په شدت سره روانې دي چې د سه شنبې په ورځ د استانبول په "بشیکتاش" سیمه کې د اسرائیلو قونسلګرۍ ته نږدې د "یاپي کریدي پلازا" مخې ته پر یوې امنیتي پوسته شوې وه.

د دې پلټنو په لړ کې، پولیسو په استانبول او "کوجایلي" ښارونو کې په نښه شویو ادرسونو عملیات ترسره کړل او پنځه نور کسان یې ونیول. په ټوله کې د نیول شویو کسانو شمېر ۱۰ ته ورسېد، چې په هغو کې دوه ټپي بریدګر هم شامل دي چې اوسمهال په روغتون کې تر درملنې لاندې دي. تمه کیږي چې دغه دوه بریدګر به تر درملنې وروسته د پولیسو توقیف خونې ته ولېږدول شي.

د چارواکو په وینا، د سه شنبې په ورځ د برید پر مهال د پولیسو او بریدګرو ترمنځ نښته وشوه چې په پایله کې یې درې بریدګر ووژل شول او دوه پولیس افسران برسېرن ټپیان شول.

ولسمشر رجب طیب اردوغان د دفاعي صنایعو د یوې فابریکې په پرانیسته کې دغه برید وغانده او ویې ویل: "موږ په استانبول کې دا ناوړه برید غندو، چې زموږ د اتلو امنیتي ځواکونو په مداخله شنډ شو." هغه ټینګار وکړ چې ترکیه به د ترهګرۍ د هر ډول بڼې پر وړاندې مبارزې ته دوام ورکړي او اجازه به ورنکړي چې "بې ارزښته او پلان شوې پارونې" د هېواد امنیت ته زیان ورسوي.

وپلټۍ
د روسیې لخوا جوړ شوي د سرطان واکسین په لومړنیو کلینیکي ازموینو کې مثبته پایله ورکړه
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
داعش د افغانستان په شمال ختیځ کې د یوه طالب چارواکي د وژلو مسؤلیت پر غاړه واخیست
د ایران سپاه پاسداران: "تر هغه چې د امریکا لاسوهنې دوام ولري، د هرمز تنګی به بېرته پرانه نیستل شي"
اېټالیا او سعودي عربستان په غزه کې د دایمي اوربند غوښتنه وکړه او د لوېدیځې غاړې  الحاق يي رد کړ
په اوکراین کې د روسیې په توغندیزو بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ۶ تنه وژل شوي دي
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پر امنیتي پوستې د برید په نتیجه کې ۹ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړ.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په تورکیه کې د ژوند اوسط عمر ۷۸.۵ کلونو ته لوړ شو