تورکیه
2 د لوستلو دقیقې
د امریکا ولسمشر ټرمپ وویل چې د ایران سره اوربند پایته رسیدلی خو مذاکرات کیدای شي دوام ومومي
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په انقره کې جوړه شوې د ناټو د مشرانو د سرمشریزې په چوکاټ کې د ناټو د عمومي سکرتر مارک روټه سره لیدنه وکړه او وروسته د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.
د امریکا ولسمشر ټرمپ وویل چې د ایران سره اوربند پایته رسیدلی خو مذاکرات کیدای شي دوام ومومي
د امریکا ولسمشر ټرمپ وویل چې د ایران سره اوربند پایته رسیدلی خو مذاکرات کیدای شي دوام ومومي

د امریکا د ولسمشر ټرمپ د څرګندونو مهم ټکي په لاندې ډول دي:

  • تېره شپه مو پر ایران سخت بریدونه وکړل، هغوی به هیڅکله اټومي وسلې ولري نه کړي.

  • پرون مو له سعودي عربستان، کویټ او ځینو نورو هېوادونو سره خبرې وکړې.

  • د ګرینلنډ او ایران په موضوع کې له ناټو څخه خوښ نه یم.

  • ګرینلنډ زموږ لپاره یوه لویه ستونزه ده.

  • له اسپانیا سره ان تجارت کول هم نه غواړم، له هغوی سره به خپلې اړیکې پرې کړم.

  • اسپانیا یو ډېر خراب شریک دی، نه غواړو له هغوی سره اړیکو ته دوام ورکړو.

  • موږ هر څه ورکوو خو نور هېوادونه هیڅ نه ورکوي. موږ په غیر متناسب ډول پورونه پرې کوو.

  • هر څوک مسؤلیت اخلي (خپل لاس تر کاڼې لاندې کوي) خو اسپانیا دا کار نه کوي.

  • دلته په شتون مو خوښ یو. یوه لویه ناسته به ولرو او ستونزې به پکې مطرح کړو.

  • چین نشي کولی د پاناما کانال ونیسي.

  • ګرینلنډ ډنمارک ته نه، بلکې موږ ته پکار دی.

  • ډنمارک په یوه ورځ کې د نازي پوځونو ته تسلیم شو، موږ هغه ځای ونیوه او بېرته مو ډنمارک ته ورکړ. که زه وای، دا کار به نه وای شوی.

  • زما په نظر له ایران سره اوربند پای ته رسېدلی. په ایران باندې "ناروغ خلک" حکومت کوي.

  • هغوی ۵۴ زره اعتراض کوونکي وژلي دي، نه غواړم له هغوی سره وخت ضایع کړم.

  • د ایران په اړه مو یو تړون وکړ چې اټومي وسلې به نه وي، خو وروسته یې انکار وکړ؛ هغوی درواغجن دي. زما ټول ژوند په تړونونو کولو تېر شوی دی.

  • له ولسمشر اردوغان سره مینه لرم. ترکیه جګړې ته داخلېدای شوای ځکه یو قوي پوځ لري، خو جګړې ته داخله نشوه.

  • د ولسمشر شي (Xi) په اړه ډېر خلک پر ټیک ټاک نیوکې کوي، خو پرون ماښام مې ارقام وکتل، په ټیک ټاک کې زه په لومړي مقام کې یم.

  • پرون مو ډېره ښه ورځ تېره کړه. نن هم یوې ښې ورځې ته په تمه یو او وروسته به بیا خبرې وکړو.

 

وپلټۍ
د تورکیې ولسمشر اردوغان د سعودي عربستان له وليعهد شهزاده سلمان سره خبرې وکړې
ایران: له عمان سره خبرې اترې د هرمز تنګي له لارې د کښتیو په تګ راتګ تمرکز لري
د پاکستان په سوات کې د پولیسو په یو مرکز ځانمرګی برید شوی .
اسپانیا: د ۵۰ زره کډوالو ډېری برخه له سیوټا سیوټا څخه په خپله خوښه مراکش ته ستانه شول
د جولای په ۱۵ د ولسمشر اردوغان د وژنې د پلان په هڅه کې ښکیل ترهګر ونیول شو
د اوکراین پر پلازمېنې کییف د روسیې په هوايي برید کې ۹ کسان وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان دي
ټرمپ اوکراین ته د پیټریوټ توغندیو د ورکولو له ژمنې شاته شو
د یونس امره انسټیټیوټ لخوا د تورکي ژبې د مهارت نړیواله ازموینه (TYS)
په کاناډا کې پر یوه جومات وسله وال برید شوی
د روسیې لخوا جوړ شوي د سرطان واکسین په لومړنیو کلینیکي ازموینو کې مثبته پایله ورکړه
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی