د ایران د بهرنیو چارو وزیر له خپل افغان سیال سره ټیلیفوني خبرې وکړې
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې، عباس عراقچي د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره په ټیلیفون خبرې وکړې.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي او د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په یوه ټیلیفوني اړیکه کې پر ایران د امریکا او اسرائیلو د بریدونو په اړه خبرې وکړې.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې، عباس عراقچي د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره په ټیلیفون خبرې وکړې.
متقي په دغو خبرو کې د امریکا او اسرائیلو په برید کې د ایران د مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي د وژل کېدو له امله د ایران حکومت او خلکو ته د تسلیت او غمرازۍ مراتب وړاندې کړل.
امیر خان متقي پر ایران د امریکا او اسرائیلو پوځي بریدونه وغندل او ټینګار یې وکړ چې دغه کړنې د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده.
عراقچي د تسلیت له پیغام څخه په مننې سره، خپل افغان سیال ته پر ایران د امریکا او اسرائیلو د بریدونو او د ایران د ځوابي بریدونو په اړه د وروستیو پرمختګونو معلومات ورکړل.
عراقچي وویل چې امریکا او اسرائیلو پر ملکي سیمو، روغتونونو، ښوونځیو او ورزشي لوبغالو بریدونه کړي او د دغو بریدونو په وړاندې یې د ایران پر غوڅ ځواب ټینګار وکړ.
په دغو خبرو کې همداراز د افغانستان او پاکستان ترمنځ د رامنځته شوي کړکېچ په اړه هم بحث وشو.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر متقي له پاکستان سره د نښتو د وروستي وضعیت په اړه معلومات شریک کړل؛ په مقابل کې عراقچي هیله څرګنده کړه چې د مسلمانو هېوادونو ترمنځ اختلافونه باید د ډیپلوماسۍ او خبرو اترو له لارې حل شي.