تورکیه
3 د لوستلو دقیقې
د تورکیې د ملي شورا رئیس نعمان کورتولموش په مشرۍ لوړپوړو دولتي چارواکو د اتاترک د مزار زیارت وکړ
د تورکیې د ملي شورا  د رئیس نعمان کورتولموش په مشرۍ لوړپوړو دولتي چارواکو د ملي شورا د پرانیستلو د ۱۰۶مې کالیزې او د اپریل ۲۳مې د ملي حاکمیت او ماشومانو د اختر په مناسبت د اتاترک په مزار ( انت کبیر )  کې جوړو شویو مراسمو کې ګډون وکړ.
د تورکیې د ملي شورا رئیس نعمان کورتولموش په مشرۍ لوړپوړو دولتي چارواکو د اتاترک د مزار زیارت وکړ
د اپریل ۲۳ / trt

د اپریل ۲۳مې د ملي حاکمیت او ماشومانو اختر او د تورکیې د ملي شورا د پرانیستلو د

۱۰۶مې کالیزې په مناسبت، لومړی د پارلمان په انګړ کې د اتاترک د څلي مخې ته مراسم ترسره شول. د تورکیې د ملي شورا رئیس نعمان کورتولموش د اتاترک څلي ته د سرو او سپینو ګلانو ګېډۍ کېښوده، چې ورپسې د درناوي مراسم ادا شول او د تورکیې ملي سرود وغږول شو.

په دغو مراسمو کې د ملي شورا مرستیالانو، د ګوندونو استازو، د پارلمان غړو او اداري

کارمندانو ګډون کړی و. له دې مراسمو وروسته، نعمان کورتولموش او ورسره پلاوی د

موټرو د ګڼې ګوڼې د مخنیوي په موخه په بسونو کې د اتاترک مزار ( انت کبیر )  ته لاړل او د اتاترک د مزار زیارت يي وکړ.

پلاوی د "زمریانو لارې"  څخه په پلې تګ سره د غازي مصطفی کمال اتاترک

مزار ته ورسېد. هلته کورتولموش د مزار په وړاندې د ګلانو ګېډۍ کېښوده او بیا ملي

سرود وغږول شو. په دې مراسمو کې د تورکیې ولسمشر مرستیال جودت یلمز، د کورنۍ او ټولنیزو خدمتونو وزیرې، د پوهنې وزیر، د روغتیا وزیر، د جمهوریت خلق ګوند  مشر اوزګوراوزل او نورو ګوندي مشرانو برخه اخیستې وه.

نعمان کورتولموش لومړی د اتاترک په مزار د ګلانو ګیډۍ کیښوده او وروسته د هغه  معنوي حضور ته د درناوي مراسم ترسره کړل. همداشان دلته د ملي سرود د غږیدو نه وروسته نعمان کورتولموش او ورسره ملي پلاوي د میثاق ملي څلي ته لاړل او هلته يي د اتاترک د مزار  په ځانګړي کتاب کې داسې ولیکل:

"د لومړۍ شورا د پرانیستلو په ۱۰۶مه کلیزه کې، موږ د تورکیې د ډیموکراسۍ د زړه او د ملي ارادې د ځای (شورا) د لومړي مشر زیارت ته په ډېر جوش او جذبې سره راغلي یو. موږ دا لویه ورځ، چې ملت پکې په خپله د خپلې خپلواکۍ خاوند شو او اعلان یې وکړ چې حاکمیت پرته له کوم قید او شرطه د ملت دی، یو ځل بیا په پوره اخلاص سره نمانځو."

"د انساني ناورینونو لوی بار زموږ ماشومان پر اوږو وړي" کورتولموش زیاته کړه: "په

اوسني عصر کې د شخړو، نابرابریو او هغو انساني ناورینونو دروند بار چې د نړۍ

وجدان یې دردولی، زموږ ماشومان پر اوږو وړي. په داسې یو وخت کې د اپریل ۲۳مې

مانا نوره هم ژورېږي. ځکه چې د ماشومانو ساتنه د انساني ارزښتونو او تمدن ساتنه

ده. زموږ هدف دا دی چې د داسې ټولنې بنسټ پیاوړی کړو چې پکې هر ماشوم په امن کې

ژوند وکړي، کیفیت لرونکي تعلیم ته لاسرسی ولري او د ساینس، هنر او اخلاقو په رڼا

کې د راتلونکي په لور ګامونه پورته کړي."

هغه په پای کې د هېواد د ازادۍ د اتلانو، شهیدانو او غازیانو یادونه وکړه او د

درناوي مراتب یې ورته وړاندې کړل.

وپلټۍ
په ۲۰۲۵ کال کې تورکیې ته د راغلو کډوالو شمېر د تیر کال په پرتله ۲۵.۲ سلنه زیات شوی دی
ملګري ملتونه: په غزه کې نږدې ۱.۷ میلیونه بې ځایه شوي فلسطینیان له ناورین سره مخ دي
ایران دا ادعا رد کړه چې ګواکې ازادې شوې پیسې باید پر امریکايي توکو مصرف شي
مارکو روبیو منځني ختیځ ته خپل سفر پیل کړ؛ خلیجي متحدین د ایران په اړه د لازمو ځوابونو په تمه دي
روسیه وايي تېره شپه یې د اوکراین ۳۲۳ ډرون الوتکې نسکورې کړې دي
د امریکا سنا مجلس د جګړې د واکونو پریکړه لیک تصویب کړ
ملګرو ملتونو څېړنه:ماشومانو په قصدي ډول په نښه کول په غزه کې د اسرائیلو د روانې نسل وژنې یوه برخه ده
ولسمشر اردوغان د  پزشکیان سره په ټلیفوني خبرو کې د سیمه ییزې سولې لپاره د مرستې ژمنه وکړه
د اوکراین لخوا د روسیې په ورونژ ښار په توغندیز برید کې ۵ کسان وژل شوي دي.
ایران وايي چې له امریکا سره په سویس کې تخنیکي خبرې اترې پای ته ورسیدې
د کاناډا په مونټریال کې په ډزو کې یو پولیس او یو ملکي وګړی وژل شوي
افغان طالبانو یو پلاوی د کډوالو پر مسئلې د خبرو په موخه اروپا ته سفر کوي.
د ایران لوړپوړی مذاکره کوونکی: د هرمز تنګی به د تهران لخوا اداره کیږي
د قطر لومړی وزیر: د امریکا او ایران خبرې 'هیله بښونکې' دي، خو باید محتاط واوسو
د طالبانو محتسبینو شاوخوا ۲۰ تنه مرستندویه کارکوونکي د "لنډو ږیرو" له امله نیولي دي