ایران د اسرائیلو سره د جګړې نه وروسته نوې دفاعي شورا جوړه کړه.

د ایران د ملي امنیت شورا  د روان کال  د جون په میاشت کې له اسرائیل سره د لنډې نښتې وروسته شوې، چې د ایران لپاره د ۱۹۸۰مو کلونو د عراق جګړې راهیسې تر ټولو جدي پوځي ننګونه وه د هیواد د ملي دفاعي شورا جوړول تصویب کړل.

/ Reuters

د دولتي رسنیو په وینا، د ملي دفاع شورا به په دفاعي پلانونو بیاکتنه وکړي او د ایران د وسله‌والو ځواکونو وړتیاوې به په متمرکز ډول پیاوړې کړي. دا څرګندونې د یکشنبې په ورځ د ملي امنیت عالي شورا د منشي له خولې خپرې شوې دي.

د دې شورا مشري به د ایران ولسمشر مسعود پزشکيان کوي، او په دې کې به د حکومت د درې واړو څانګو مشران، د وسله‌والو ځواکونو لوړپوړي قوماندانان، او اړوند وزارتونه شامل وي.

د یکشنبې په ورځ د ایران د پوځ عمومي قوماندان امیر خاتمي خبرداری ورکړ چې د اسرائیل له خوا ګواښونه لا هم شته او باید کم ونه ګڼل شي.

اسرائیل د جون په ۱۳مه نېټه پر ایران بې پرته د کوم سبب او لامل نه  بریدونه وکړل، چې له امله یې لنډه جګړه پیل شوه. ایران په ځوابي بریدونو سره غبرګون وښود. د امریکا په منځګړیتوب د جون په ۲۴مه د اوربند اعلان وشو، چې تر اوسه نافذ دی.