د تورکيې او اردن د بهرنيو چارو وزيرانو د جنوبي سوريې د اوربند په اړه خبرې وکړې.

د تورکيې د ديپلوماټيکو سرچينو په وينا، د تورکيې د بهرنيو چارو وزير هاکان فیدان د خپل اردني سیال ايمن صفدي سره  د سوریې په سویل کې  د اوربند په اړه خبرې کړې دي.

/ AA

د تورکيې او اردن د بهرنيو چارو وزيرانو د جنوبي سوريې د اوربند په اړه خبرې وکړې.

د تورکي ډیپلوماتیکو سرچینو په وینا، هاکان فیدان او ایمن صفدي په یوه تیلیفوني اړیکه کې د سوريې د ويش د هڅو پر ضد د ګډ دريځ پر سر موافقه وکړه.

د تورکيې د ديپلوماټيکو سرچينو په وينا، د تورکيې د بهرنيو چارو وزير هاکان فیدان د خپل اردني سیال ايمن صفدي سره  د سوریې په سویل کې  د اوربند په اړه خبرې کړې دي.

د دوشنبې په ورځ د يوه تیليفوني تماس پر مهال، دواړو لورو په سوريه کې د وېش هڅو ته اشاره وکړه او د دغو هڅو پر وړاندې يې د ګډ دريځ غوښتنه وکړه.

د جولای په ۱۳مه، د سوېدا په ښار کې د بدوي عربو قبيلو او وسله ‌والو درزي ډلو ترمنځ نښتې پيل شوې. تاوتريخوالی زيات شو او ورپسې اسرائيلي هوايي بريدونه ترسره شول، چې پکې د سوريې د پوځ پر موقيعيتونو او د دمشق پر بنسټيزو تأسيساتو هم بریدونه وشول.

اسرائيل د خپلو بريدونو دليل د "درزي ټولنو ساتنه" وښوده.

خو د سوريې ډېری درزي مشرانو د بهرنيو مداخلو پر وړاندې ښکاره مخالفت کړی او يوې متحدې سوريې ته يې خپله ژمنتيا بيا تکرار کړې ده.

د تاوتريخوالي له زياتېدو سره، د سوريې حکومت د سوېدا لپاره څلور اوربند تړونونه اعلان کړي، چې وروستی يې د شنبې په ورځ منځګړیتوب سره ترسره شو.

د سوریې نوی حکومت له هغه وروسته چې د پخواني رژيم مشر بشار الاسد د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر په ۸مه له واکه لرې شو، هڅه کوي چې په ټول هېواد کې بيا نظم ټينګ کړي.