افغانستان
2 د لوستلو دقیقې
پاکستان پر پلازمینه کابل او د افغانستان پر سرحدي ولایتونو نوي هوايي بریدونه کړي دي
افغان چارواکو ویلي چې پاکستان پر کابل او یو شمېر سرحدي ولایتونو نوي بریدونه کړي، په کابل کې پر استوګنیزو کورونو د بمبارۍ له امله ۴ تنه وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي
پاکستان پر پلازمینه کابل او د افغانستان پر سرحدي ولایتونو نوي هوايي بریدونه کړي دي
پاکستان پر پلازمینه کابل او د افغانستان پر سرحدي ولایتونو نوي هوايي بریدونه کړي دي / Reuters


"اسلام اباد وايي، په دغو بریدونو کې یې د ټي ټي پي (TTP) وسله وال په نښه کړي، خو افغان حکومت وايي چې د پاکستان هوايي بریدونو په کابل او سرحدي ولایتونو کې استوګنیزو کورونو په نښه کړي دي.

افغان چارواکو ویلي چې پاکستان پر کابل او یو شمېر سرحدي ولایتونو نوي بریدونه کړي، چې په پلازمېنه کې یې څلور کسان وژلي دي. د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ویلي، چې په پلازمېنه کې پر استوګنیزو کورونو د بمبارۍ له امله څلور کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.

یوه پاکستاني امنیتي چارواکي، چې د نوم نه ښودلو په شرط یې خبرې کولې، تایید کړه چې پاکستان تېره شپه بریدونه کړي او ویلي یې دي چې هدف یې د پاکستاني طالبانو (TTP) ترهګره ډله وه.

اسلام اباد تېره میاشت پر خپل ګاونډي هېواد د هوايي بریدونو یوه څپه پیل کړه او ویې ویل چې دا عملیات په پاکستان کې د بریدونو له زیاتېدو وروسته وسله وال په نښه کوي. په کابل کې د طالبانو تر مشرۍ لاندې حکومت په پاکستان کې په  بریدونو کې هر ډول لاس لرل رد کړي دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر ایکس (پخواني ټویټر) لیکلي چې د پاکستان هوايي بریدونو سویلي ولایت کندهار هم په نښه کړی دی. هغه وویل چې په دغو بریدونو کې د پکتیا او پکتیکا ختیځ ولایتونه هم په نښه شوي چې له پاکستان سره پوله لري.

پاکستان ټینګار کړی چې عملیات یې پر ترهګرو ډلو متمرکز دي او وايي چې ملکي وګړي یې نه دي وژلي.

په وروستیو اونیو کې افغان او پاکستاني ځواکونو په سرحدي سیمو کې نښتې هم کړي، چې سوداګري یې ګډوډه کړې او د پولې نږدې اوسېدونکي یې له خپلو کورونو تېښتې ته اړ کړي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) ویلي چې د فبرورۍ له ۲۶مې د مارچ تر ۵مې پورې د پاکستان په پوځي عملیاتو کې د ۲۴ ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۵۶ ملکي وګړي وژل شوي دي. د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ویلي چې د دې جګړو له امله شاوخوا ۱۱۵۰۰۰ (یو لک او پنځلس زره) کسان بې ځایه شوي دي."

 

وپلټۍ
د جولای په ۱۵ د ولسمشر اردوغان د وژنې د پلان په هڅه کې ښکیل ترهګر ونیول شو
د اوکراین پر پلازمېنې کییف د روسیې په هوايي برید کې ۹ کسان وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان دي
ټرمپ اوکراین ته د پیټریوټ توغندیو د ورکولو له ژمنې شاته شو
د یونس امره انسټیټیوټ لخوا د تورکي ژبې د مهارت نړیواله ازموینه (TYS)
په کاناډا کې پر یوه جومات وسله وال برید شوی
د روسیې لخوا جوړ شوي د سرطان واکسین په لومړنیو کلینیکي ازموینو کې مثبته پایله ورکړه
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
داعش د افغانستان په شمال ختیځ کې د یوه طالب چارواکي د وژلو مسؤلیت پر غاړه واخیست
د ایران سپاه پاسداران: "تر هغه چې د امریکا لاسوهنې دوام ولري، د هرمز تنګی به بېرته پرانه نیستل شي"