د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف ویلي چې د امریکا د سمندري کلابندۍ د ماتولو لپاره پوځي لارې شته او دوی به په نږدې راتلونکي کې په دې برخه کې عملي ګامونه پورته کړي. نوموړي ټینګار کړی چې له اوسني «نه جګړه او نه سوله» وضعیت څخه د هېواد د اېستلو لاره دایمي مخنیوونکي ځواک ته رسېدل دي.
د فارس خبري اژانس د راپور له مخې، قالیباف د رسنیو د درېیم جام (۳یم میډیا کپ) په پای غونډه کې د وینا پر مهال ادعا وکړه چې دښمن غواړي پر ایران د «نه جګړې او نه سولې» شرایط وتپي او هېواد د یوې ستړې کوونکې پروسې پر لور یوسي.
قالیباف وویل: «د کلابندۍ (د امریکا د سمندري کلابندۍ) د ماتولو لپاره پوځي لارې چارې شته. موږ به په نږدې راتلونکي کې په دې برخه کې ګامونه پورته کړو.»
نوموړي څرګنده کړه چې له اوسني «نه جګړې او نه سولې» وضعیت څخه د وتلو لاره دایمي مخنیوونکي ځواک ته رسېدل دي، او دا کار یوازې د هېواد په پیاوړتیا سره شونی دی.
د ایران د پارلمان مشر ټینګار وکړ چې د هېواد د پیاوړتیا لپاره د علم فعالول او له ټکنالوژۍ سره د هغه یوځای کول او بدلون راوستل له مهمو لومړیتوبونو څخه دي.لارې بدلون راوستل له مهمو موضوعاتو څخه دي.
سرچینه: فارس خبري اژانس




















