د اکسفام نړیوال اجرایوي رئیس، امیتاب بهار وویل: "په غزه کې میشت فلسطینیان د هوا، خوړو، اوبو او د ککړو خاورو او کثافاتو سره د مستقیم تماس له لارې په بېلابېلو ډولونو له زهري موادو سره مخ کېږي."
د اکسفام په وینا، د دریو کلونو راهیسې د اسرائیلو بمبارۍ د فلسطین غزه په "زهرجنه کنډواله" بدله کړې، د دې سیمې له ۹۹ سلنې څخه زیاته برخه یې ککړه کړې او د اوسني او راتلونکي نسلونو ژوند یې له ګواښ سره مخ کړی دی.
د ۲۰۲۶ کال په جنورۍ او فبرورۍ کې د تنفسي لارو د حادې ناروغۍ له ۱.۹ میلیونو څخه زیاتې پېښې او د شدیدې اوبلنې نسناستې شاوخوا ۸۱ زره پېښې ثبت شوې، چې ډیری یې له پنځو کلونو څخه کم عمره ماشومان وو.












