نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
له روبیو څخه پر اسرائیلو د فشار راوړلو په خاطر د امریکايي سناتورانو غوښتنه
امریکايي سناتورانو له روبیو وغوښتل چې پر اسرائیل فشار راوړي څو غزې ته د ژمنیو مرستو د ننوتلو اجازه ورکړي
له روبیو څخه پر اسرائیلو د فشار راوړلو په خاطر د امریکايي سناتورانو غوښتنه
روبیو / AFP (Wire)
 

د امریکا د سنا جرګې دوو لوړپوړو دیموکرات غړو د دوشنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مارکو روبیو وغوښتل چې پر اسرائیل فشار راوړي څو په غزه کې تر سختو بارانونو وروسته  چې له امله یې تر ۷۰ زرو زیاتې خېمې اوبو لاندې کړې دي  دغې سیمې ته د لا زیاتو ژمنیو توکو د ننوتلو اجازه ورکړي.

سناتورانو جین شاهین او براین شاتز  روبیو ته په یوه استول شوي لیک کې لیکلي: «ښاغلی وزیر، موږ له تاسو غواړو چې د متحده ایالاتو له نفوذ څخه کار واخلئ ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې غزې ته د کافي ژغورونکو تجهیزاتو، سرپناه او نورو اړینو ژمنیو توکو د ننوتلو پر وړاندې هېڅ خنډ شتون ونه لري.»

دوی لیکلي چې د اسرائیلو «د بیاکتنې او تایید پراخې پروسې کولی شي ډېری توکي وځنډوي یا یې مخه ونیسي» او یادونه یې کړې چې د «کرم شالوم» (Kerem Shalom) لاره د مرستو لپاره یوازینۍ پرانیستې دروازه پاتې ده.

د لیک له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او د سولې بورډ کانګرس ته د هغو ستونزو په اړه معلومات ورکړي چې «د غیرمجازو دوه‌ګونې کارونې توکو په اړه د اسرائیلو د حکومت له محدود تعریف څخه راپورته شوې دي؛ په دې تعریف کې د خېمو لرګینې ستنې او د سرپناه نور اړین توکي هم شامل دي.»

سناتورانو له روبیو غوښتي چې له غزې بهر د چمتو ولاړو خېمو، ترپالونو، کمبلو او نورو ژمنیو توکو د سمدستي خوشې کولو او همداراز د نورو لارو د پرانیستلو لپاره فشار راوړي.

دوی همدارنګه غوښتنه کړې چې «د اړینو بشري توکو یو خپور شوی او له مخکې منل شوی نوملړ چمتو شي چې د دوه‌ګونې کارونې له ارزونې مستثنی وي» او «تجربه‌لرونکو نړیوالو بشري سازمانونو ته د فعالیت بېرته اجازه ورکړل شي.»

دوی لیکلي: «لکه څنګه چې موږ ټول پر دې موافق یو چې حماس باید بې‌وسلې شي او بیا د غزې د ادارې اجازه ورنه کړل شي، نو یقیناً پر دې هم موافق یو چې د خېمو ترمیمول، د دې ډاډ ترلاسه کول چې خلک په فاضله اوبو کې ژوند ونه کړي، او کنګل شویو ماشومانو ته تودوخه برابرول یو اساسي بشري مکلفیت دی.»

ملګرو ملتونو د نومبر پر ۱۱مه ویلي وو چې د بشري شریکانو او غړو هېوادونو له خوا پېرودل شوې تر ۱۵۰ زرو زیاتې خېمې له غزې بهر د ننوتلو لپاره د اسرائیلو اجازې ته په تمه دي.

د ملګرو ملتونو د ویاند مرستیال فرحان حق هغه مهال ویلي وو: «په پای کې، موږ د اسرائیلو د چارواکو همکارۍ ته اړتیا لرو چې اجازه راکړي ترڅو موږ وکولی شو دا خېمې دننه یوسو.»

د ملګرو ملتونو د بشري چارو مشر ټام فلېچر (Tom Fletcher) په هماغه ورځ ویلي وو چې د نوي اسرائیلي حکومت جوړېدو ته انتظار کول غزې ته د ژمنیو توکو په رسولو کې د ځنډ لپاره «د منلو وړ پلمه نه ده.»

د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر راهیسې پر غزې د اسرائیلو په نسل‌وژنې جګړه کې له ۷۴ زرو زیات فلسطینیان وژل شوي او نږدې ۱۷۶ زره نور ټپیان شوي دي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي، او د دې سیمې ۹۰ سلنه زیربناوې ویجاړې شوې دي.

 

وپلټۍ
د ناټو سرمنشي روټه: ناټو به د پولنډ د خاورې له هر سانتي متر څخه دفاع وکړي.
د فلسطیني ځمکو غاصبو اسرائیلیانو په لوېدیځه غاړه کې د فلسطینیانو کورونه او موټرې وسوځولې.
د امریکا د واشنګټن والي فرګوسن د کډوالۍ او ګمرکونو د ادارې (ICE) د لغوه کولو غوښتنه وکړه
ایران وايي په بحرین کې یې د امریکا د پیټریوټ رادارونه ویشتلي؛ بحرین وايي برید پر ملکي هدف شوی
اوکراین: د روسیې له خوا د کریوی ریګ ښار ته د برید په پایله کې ۲ ملکي وګړي مړه شوي او ۵۲ تنه ټپیان شوي دي
ټرمپ وویل چې پوتین "د روسیې-اوکراین جګړې د دیپلوماتیکو لارو له لارې پای ته رسیدو" غوښتنه کوي.
روسیه: ناتو غواړي زموږ له هېواد سره جګړه وکړي
د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې د فلسطین د خپلواکۍ حق اړوند پرېکړه‌لیک په ۱۶۲ رایو تصویب کړ
په فراه ولایت کې چاودنې ګڼشمیر کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د پاکستان د اقلیمي بدلونو وزیر مصدق مسعود ملک په یوه غونډه کې د ګډون لپاره هند ته سفر کړی.
د اروپايي ټولنې کمیسیون د سایبري برید سره مخ شوی، شخصي معلومات ممکن زیانمن شوي وي.
فرانسې په ټول هیواد کې د مرغانو د انفلونزا خطر تر ټولو لوړې کچې ته پورته کړ.
د سعودي په وینا، د حوثیانو د ملېشو هغه توغندی یې شنډ کړی چې د دغه هیواد پر سویل توغول شوی وو
اندونیزیا او چین د جنوبي چین سمندرګي په اړه د همکارۍ په اړه خبرې وکړې.