نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
په روسیه کې د تېلو پر تاسیساتو د بې‌پیلوټه الوتکو برید شوی دی
راپورونه وايي چې په روسیه کې د تېلو تاسیسات د بې‌پیلوټه الوتکو (ډرون) له خوا په نښه شوي او په دې برید کې ځینې تاسیسات زیانمن شوي دي.
په روسیه کې د تېلو پر تاسیساتو د بې‌پیلوټه الوتکو برید شوی دی
په روسیه کې د تېلو پر تاسیساتو د بې‌پیلوټه الوتکو برید شوی دی / Anadolu Agency (Wire)
 

د تاتارستان  ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي چې د سهار په ساعتونو کې د دې سیمې پر سوېل ختیځه برخه د بې‌پیلوټه الوتکو پراخ برید ترسره شوی دی.

په اعلامیه کې راغلي چې په دغه برید کې د «المیتېفسک» (Almetyevsk) ښار ته نږدې د تېلو زېرمه کولو ټانکونه په نښه شوي، چې له امله یې ځینې تاسیسات زیانمن شوي خو چا ته پکې مرګ‌ژوبله نه ده اوښتې.

د روستوف  سیمې والي یوري سلیوسار هم ویلي چې د شپې په ساعتونو کې په دې سیمه کې د اوکراین له ۸۰ څخه ډېرې بې‌پیلوټه الوتکې شنډې شوې دي او په «کراسنوسولینسکي»  ولسوالۍ کې د رالوېدلو ډرونونو د ټوټو له امله اورلګېدنه رامنځته شوې ده.

پر ټولنیزو شبکو په خپرو شویو معلوماتو کې ادعا شوې چې د اوکراین د بې‌پیلوټه الوتکو د برید په پایله کې د روستوف سیمې په «نوووشاختینسک»  تېلو چاڼځای کې اور لګېدلی دی.

المیتېفسک ته نږدې د تېلو پر زېرمو د نومبر پر ۱۹مه نېټه هم د ډرون بریدونه شوي وو، خو په تاسیساتو کې د اور وژنې د اتومات سیسټم په فعالېدو او د امنیتي ډلو په مداخلې سره د لویې اورلګېدنې مخه نیول شوې وه.

د پېرم پر سیمه د بې‌پیلوټه الوتکو په برید کې یو صنعتي تاسیسات زیانمن شوي

د روسیې د پېرم  سیمې والي دیمیتري ماخونین په یوه لیکلې اعلامیه کې ویلي چې د هوايي دفاع سیسټمونو پر دې سیمه د بې‌پیلوټه الوتکو د برید د شنډولو لپاره عملیات ترسره کړي دي.

ماخونین زیاته کړې چې په دغه برید کې یو صنعتي تاسیسات زیانمن شوي، د لومړنیو معلوماتو له مخې چا ته زیان نه دی رسېدلی او بېړنۍ ډلې په سیمه کې خپلو چارو ته دوام ورکوي.

پر ټولنیزو شبکو په خپرو شویو راپورونو کې ادعا شوې چې په پېرم کې د روسیې د تېلو شرکت «لوک‌اویل» پر چاڼځای لږ تر لږه درې بې‌پیلوټه الوتکې لګېدلې او په تاسیساتو کې اور لګېدلی دی.

دغه چاڼځای چې د روسیې له تر ټولو سترو تېلو چاڼځایونو څخه دی، په کال کې تر ۱۳ میلیون ټنو ډېر خام تېل پروسس کوي او پټرول، ډیزل، د جېټ الوتکو تېل او ماشیني غوړي تولیدوي.

اوکراین: د کییف سیمې په ډیمر ښارګوټي کې د برید د قربانیانو شمېر ۱۱ تنو ته لوړ شو

د اوکراین د بېړنیو حالاتو دولتي ادارې  په یوه لیکلې اعلامیه کې ویلي چې پرون د ډیمر  پر ښارګوټي په هوايي برید کې د ویجاړې شوې ۵ پوړیزې استوګنیزې ودانۍ تر کنډوالو لاندې د لټون او ژغورنې چارې لا هم روانې دي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې له تېرې شپې راهیسې د پلټنو پر مهال ۸ نور جسدونه موندل شوي، چې له دې سره په دغه برید کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۱ تنو ته ورسېد.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي پرون سهار په یوه بیان کې ویلي وو چې د روسیې پوځ د کییف سیمې پر ډیمر ښارګوټي برید کړی او یوه ۵ پوړیزه ودانۍ یې په نښه کړې ده.

زېلېنسکي د ودانۍ له کنډوالو څخه د ۹ کسانو د ژغورل کېدو خبر ورکړی و او ویلي یې وو: «خو له بده مرغه ښايي لا هم تر کنډوالو لاندې کسان پاتې وي، ۱۴ تنه تر اوسه لادرکه دي.»

د اوکراین د بېړنیو حالاتو ادارې تېره شپه ویلي وو چې تر کنډوالو لاندې د ۳ کسانو جسدونه موندل شوي دي.

روسیې تېره شپه په ۱۵۳ بې‌پیلوټه الوتکو برید کړی

بلخوا، د اوکراین د پوځ د هوايي ځواکونو قوماندانۍ پر خپله ټولنیزه پاڼه لیکلي چې د روسیې پوځ تېره شپه د اوکراین پر بېلابېلو سیمو ۱۵۳ بې‌پیلوټه الوتکې توغولي، چې د اوکراین هوايي دفاعي ځواکونو له دې ډلې ۱۳۴ الوتکې شنډې کړې دي.

 

وپلټۍ
فرانسې په ټول هیواد کې د مرغانو د انفلونزا خطر تر ټولو لوړې کچې ته پورته کړ.
د سعودي په وینا، د حوثیانو د ملېشو هغه توغندی یې شنډ کړی چې د دغه هیواد پر سویل توغول شوی وو
اندونیزیا او چین د جنوبي چین سمندرګي په اړه د همکارۍ په اړه خبرې وکړې.
ایران امریکا تورنه کړه چې د بیولوژیکي وسلو د ادعاوو له لارې پر عراق د یرغل «فریب» بیا تکراروي
د تورکیې مرستیال ولسمشر جودت یلمز د ازبکستان له ولسمشر میرضیایف سره لیدنه وکړه
اردوغان: د تورکیې بې‌پیلوټه جنګي الوتکه «قزل‌الما» د دندې په موخه د تورکیې وسله وال پوځ ته وسپارل شو
د امریکا سنا مجلس د ایران د جګړې د پای ته رسولو په خاطر مسوده رد کړه.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
اسرائیلي ځواکونو په مرکزي غزه کې د فلسطینیانو کورونه په بمونو الوزولي .
شي، ټرمپ او پوتین درې اړخیزه غونډه پایته ورسیده.
د غیرقانوني اسرائیلي ښارګوټو اوسیدونکو د پوځ تر ساتنې لاندې د یوسف ع مقبرې باندې چاپه واچوله
د هالنډ د وسلو جوړونې شرکت کارکوونکو اوکراین سره پر روسیه د بې‌پیلوټه الوتکو په بریدونو کې مرسته کړې
د حوثي ملېشو برید په ریاض کې د سعودي عربستان د عامه پانګونې صندوق ودانۍ زیانمنه کړې ده.
ټرمپ وايي، امریکا د ایران جګړې د پای ته رسولو لپاره د چین یا روسیې مرستې ته اړتیا نه لري
ټرمپ د آسیا-پسیفک اقتصادي همکارۍ  سرمشریزې په څنډه کې له شي جین پینګ او پوتین سره جلا جلا لیدنې وکړې